په ګرمو اوبو کې د پښو ايښودلو په زړه پورې ګټې

1,139

په ګرمو اوبو کې د پښو ايښودلو په زړه پورې ګټې!

د وینې د رګونو پراخېدل او په ټول بدن کې د وینې جریان چټکېدل او د ستړیا لرې کېدل یواځې په ګرمو اوبو کې د پښو ايښودلوڅو ګټې دي، له نورو ګټو سره یې په دې مطلب کې اشنا شئ.

په ګرمو اوبو کې د پښو ايښودلو سره کولای شئ د رګونو د پراخېدو او وینې ښه جریان سره مرسته وکړئ. چې د بدن ستړیا له منځه وړي او د ټول بدن د آرامتیا لپاره ګټه لري. د یوې اوږدې ستړې ورځې وروسته د هوساینې تر لاسه کولو ساده چاره په ګرمو اوبو کې د پښو ايښودل دي. د دې چارې په تر سره کولو د بل هر څه پرته به ښه احساس تجربه کړئ. په ګرمو اوبو کې د پښو ايښودل کولای شي پوستکي ته د اوبو رسولو کې مرسته وکړي، عضلات تسکین کړي او د درد ښه والي سره هم مرسته وکړي. سر بېره پردې، تاسې د پښو د درد، پړسوب او د باکتریاوو د له منځه وړلو لپاره د مالګې په محلول کې پښې کېږدئ. د دې چارې تر سره کولو لپاره ځانګړو تدارکاتو ته اړتیا نشته کولای شئ یو لوښی له ګرمو اوبو ډک او پښې مو د څو دقیقو لپاره پکې کېږدئ. په ګرمو اوبو کې د پښو له ايښودلو سره سم تاسې ته ښه احساس لوېږي. که دا کړنه په یوه عادت بدله کړئ ډېری نورو ګټو څخه به یې هم برخمن شئ. زیاته ګټه یې د سهار له خوا یا له ویده کېدو وړاندې اثبات شوي دي.

د بډوډو روغتیا او د خوب د شرایطو ښه والی

له خوب وړاندې په ګرمو اوبو کې پښې ايښودل مو روح تازه کوي. د شپې د ۹ بجو شاوخوا په ګرمو اوبو کې پښې ايښودل د بډوډو د انرژۍ په ښه والي کې مرسته کوي، ځکه څېړنو ښودلې بډوډي په دې وخت کې تر ټولو په کمه کچه انرژي لري. په ګرمو اوبو کې د پښو ايښودل د رګونو پراخېدو او وینې جریان سره مرسته کوي. دا شرایط ستړیا کموي او د ټول بدن د ارامولو لپاره ډېر ګټه لري. همدارنګه تاسې کولای شئ د څو دقیقو لپاره په ګرمو اوبو کې پښې مساژ کړئ، تر څو د بډوډو انرژي تنظیم شي. د مساژ وروسته خوبځای ته لاړ او ښه خوب تجربه کړئ.

د سهارنۍ انرژۍ ښه والی

تاسې کولای شئ سهار مهال پښې په ګرمو اوبو کې کېږدئ تر څو خپله د انرژۍ کچه لوړه کړئ. ممکن د شپې خوب له امله ستړیا احساس کړئ، ځکه ستاسې د ویده کېدو وضعیت ستاسې د وینې په جریان اغېز لري. سهار په ګرمو اوبو کې پښې ايښودل ستاسې د وینې جریان ښه کوي او ورسره سم ستاسې داخلي غدو سیستم تنطیموي. دا کړنه د عصبي سیستم شرایط ښه کوي او تاسې د یوې مصروفي کاري ورځې لپاره چمتو کوي.

په آرترېت ناروغۍ اخته ناروغانو سره مرسته

د تورو مرچو او دارچین په اضافه کولو سره، ګرمې اوبه د آرترېت ناروغۍ د دردونو لپاره په درملو بدل کړئ. سر بېره پر دې، کولای شئ د تازه زنجفیل ریښې هم د زکام د ښه والي لپاره ګټه واخلئ.

په ګرمو اوبو کې د پښو ايښودلو پر وخت دا ټکي په پام کې ونیسئ

لومړی ډاډ تر لاسه کړئ، چې اوبه ډېری ګرمې یا سړې نه اوسي. معمولا، اوبه باید ۱۰۰ فارنهایت( ۳۸ سانتي ګرېد) درجه وي. په دې تودوخه کې، باید د ۲۰ تر ۳۰ دقیقو پورې په اوبو کې وساتئ. د ډاډ تر لاسه کولو لپاره غوره ده د لرګین لوښي څخه کار واخلئ. لوښی باید دومره ژور وي، چې ستاسې پښې تر بجلکو پورې ډوبې شي.

کوم وخت باید پښې په ګرمو اوبو کې کېنږدو

په ګرمو اوبو کې پښې ايښودل ډېری ګټې وړاندې کوي، مګر په ځینو شرایطو کې شاید غوره وي دا کړنه تر سره نکړئ. که د زړه په ناروغۍ، ټیټ فشار اخته یئ، په ګرمو اوبو کې له پښو ايښودلو ډډه وکړئ. که سره له دې بیا هم دا چاره تر سره کړئ، ممکن د سر د سپکوالي او حتی بېهوښۍ سره مخ شئ.

که د شکر ناروغي لرئ په ګرمو اوبو کې د پښو له ايښودلو څخه ډډه وکړئ حتی ممکن ګرمې اوبه د پوستکي د سوځېدو لامل شي. همدارنګه، کله چې مو ډېر خواړه خوړلي وي یا ډېر وږي یئ، په ګرمو اوبو کې د پښو له ايښودلو ډډه وکړئ.

بل ټکی

ځینې لارې چارې شته، چې په ګرمو اوبو کې پښې ايښودل ګټور تمامېږي. یواځې څه چې تر سره کړئ، ګرمو اوبو ته د ځینو مناسبو موادو لکه فرنګي مالګې اضافه کول او وروسته د پښو ايښودل دي.

د فرنګي مالګې په محلول کې د پښو ايښودل

تاسې کولای شئ د التهاب کموالي، د وینې ښه جریان او د عضلاتو د درد چټک تسکین لپاره د دې مالګې په محلول کې پښې کېږدئ.

فرنګي مالګه د سلفات او مګنېزیم ترکیب دی له همدې امله د مفصلونو د درد او پړسوب له منځه وړلو سره مرسته کوي. د درد کموونکي آیونونه د مګنېزیم د جذب سره ترشح کېږي. دا شرایط د اعصابو د آرامتیا او عضلاتو د ښې دندې تر سره کولو سره مرسته کوي. سلفات هم له بدن څخه د زهرجنو  موادو په دفع کې مرسته کوي.

  د اصلي فرنګي مالګې په محلول کې د پښو ایښودل د هغو لپاره، چې د پښو بد بوی ته اندېښمن دي هم ګټور دي. همدارنګه، دا محلول د مېکروبونو د له منځه وړلو او د نوکانو د سالمې ودې سره مرسته کوي. د اصلي فرنګي مالګې محلول کار اخېستلو سره به، ستاسې وچ پوستکی هم ښه احساس ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.