د میلاد شپه که د بشریت د ازادۍ اعلان

شرر ساپی

322

دصفا تر څنګ د عبدالله کور ودان و، په نړۍ شپې وزرې خورې کړې وې او سپوږمۍ نېږدې وه چې د څوارلسو شي، د ربيع الاول د مياشتې دوشنبه وه، د فيل په پېښه پنځوس ورځې تېرې شوې وې، مکيانو د فيل له کاله تاريخ نېولی و، له دې پخوا يې د قریشو د مشر کعب د مړينې ل ورځې تاريخ پېل کړی و.

په کور کې د آمنې بنت وهب او د عبدالله له حبشې وينځې پرته بل څوک نه و، هاله بنت وهيب په خپل زوی حمزه بوخته وه، د ابولهب وينځه ثويبه به د عبدالله په کور کې يوه نېمه ورځ پاتې کېدله چې آمنې ته تسليت ورکړي. خو په دغه شپه ويده وه او په غېږه کې يې حمزه اچولی و، شېدې يې ورکولې .

ډېره ارامه شپه وه، د سپوږمۍ پستې وړانګې له کړکۍ نه د آمنې کوټې ته راننوتلې، ګومان کېده چې کوم پوست لاس دی چې په نړۍ يې راکاږي او د مينې او مهربانۍ ولولې راويښوي، د آمنې روح د مشکو له خوشبوي نه ډک شوی و، هغه نه پوهېده
چې دغه خوږ بوی د هغو عودو څخه راخيژي چې وينځې يې په اور اېښي و او که له اسمانونو څخه راکوزيږي. په کوټه کې د
رحمت خوږې وږمې وچلېدې، داسې نرم غږ يې کاوه ګوندې ملائکې تسبيحات وايي.

د وينځې آمنې ته پام شو، آمنه ډېره ارامه ده، که څه هم خپل ماشوم يې زېږاوه، ويڼځه ووېرېده چې ډېر ژر به ماشوم يوازې وزيږوي او دنيا به په چېغو راواخلي، له کوره غلې ووتله، د عبدالرحمن بن عوف په مور “الشفاء” پسې ورغله ، څو د دغه يتيم ماشوم پالنه وکړي چې لږه شېبه وروسته به يې آمنه وزيږوي.

دايې کړکۍ ته نېږدې شوه، اسمان ته يې وکتل، ګومان يې وکړ چې په دغه شپه باندې سپوږمۍ د نورو شپو په پرتله ډېره رڼه ده، ګوندې زړه يې کېږي چې کوټې ته راکوزه شي، ستوري هم ډېر زيات ځليږي، د هاشميانو په کورنو يې نظر واچوه، ارامه ارامي وه، هيڅوک نه دی خبر چې د عبدالله زوی دنيا ته راروان دی. بيا يې مخ کعبې ته واوښت، ګومان يې وکړ چې سپوږمۍ د بخمل تور پوښ وراغوستی چې د سپېنو زرو سيمان په کې تېر شوي دي.

آمنه پرکاله شوه، يو غږ يې واورېده چې په ماشوم دې محمد نوم کېږده، سترګې يې وغړولې، احساس يې کړه چې دا نوم يې په زړه کې وکيندل شو، حيرانه شوه چې د عبدالله د پلرونو په نومونو کې خو دا نوم نشته، دا نوم خو تر دې مخکې په زهره يانو کې هم نه و، په هاشمياو کې هم نشته، بلکې په ټوله مکه کې نشته.

ماشوم له آمنې جلا شو او دايې په غېږ کې راواخيست، د عبدالله حبشي وينځه ورسره په وينځلو او د جامو په اغوستلو کې مرسته کوي. د دواړو زړونه له رحمت او رڼا نه ډک شول او ماشوم ته په ټوله مينه ورګوري، ډېر ارام و، هيڅ يې ونه ژړل، په ښکلي وړوکي مخ کې يې داسې نور و چې زړونه او نفسونه يې ځانته راښکل.

ماشوم يې د آمنې خوا ته راوړه، آمنې ورته په درزېدلي زړه چې مينه ترې راڅڅېدله وروکتل، ويې انګېرله چې ټوله نړۍ له رڼا ډکه شوې ده، د مينې احساسات يې طوفاني شول، خپلې غېږې ته يې په ډېره مينه راجوخت کړ، ورټيټه شوه او په وړوکي مخ يې داسې ښکل کړ، ته وا چې ټوله دنيا يې ښکل کړه، سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، په ذهن کې يې يو څه ورتېر شول چې په وجدان کې يې دردونه راوپارول: خوږ زوی يې يتيم دی، کاش عبدالله همدا شېبه دلته وای چې د خپل خوږ زوی په ليدو خوشاله شوی وای، مخکې له دې چې د خواشينۍ په سمندر ورګډه شي، محمد ته يې مخ راوګرځېده، د هغه د ښکلي مخ په رڼا يې په زړه کې د دردونو او خواشينۍ ټولې تيارې تالا ترغۍ شوې، هغه غږ يې په ياد شو چې د اميد وارۍ پر مهال يې اورېدلی و: ته د دې امت په سردار امېدواره شوې يې . بېرته رڼا راوګرځېده د آمنې زړه او د ځمکې مخ يې ونېو.

سهار راوخوت، د عبدالله د وينځې صبر پای ته ورسېد. له کوره ووتله چې د هاشميانو په کورنو باندې د دغه نوي ماشوم زيری وکړي، دغه ښکلی ماشوم چې په بني عبدمناف کې يې د دغه په څېر بل ماشوم نه و لېدلی،که څه هم عبدمناف په ښکلا او ښاېست کې مشهور وو.

د عبدالمطلب کورته ورغله، دروازه يې وټکوله، لږه شېبه وروسته د ابولهب وينځه دروازې ته راغله په دغه شپه همدلته وه، حمزه ته يې شېدې ورکولې، دا چې د حبشې وينځې نظر پرې ولګېده ويې ويل:

– د عبدالله زوی شوی او د رڼا په څېر ښکلی دی.

وينځه عبدالمطلب ته ورغله، ثويبې د ابولهب کور ته منډې کړې، غواړي چې دغه خوږ زيری خپل مشر ته تر هر چا مخکې ورکړي، هغه پوهېدله چې ابولهب له عبدالله سره څومره مينه لرله.

د عبدالله وينځه عبدالمطلب ته ورغله په خوشالۍ يې ورغږ کړې:

– زوی دې پيدا شوی.

عبدالمطلب په ګړندو ګامونو د آمنې کور ته روان شو، ثويبه ابولهب ته ورغله او ورته يې وويل:

– د عبد الله زوی شوی، په قريشو کې ثاني نه لري.

ابولهب ډېر خوشاله شو، که ورور يې له دې نړۍ نه په نه راتلونکي سفر ولاړ، نو زوی خو يې پيدا شو چې نوم يې وساتي. ابولهب دومره خوشاله شو چې ثويبې ته يې وويل:

– ځه، ته ازاده يې.

د ماشوم لومړی برکت په داسې وخت کې څرګند شو چې په زيږېدو يې اېله څو ساعتونه اوښتي دي، ثويبه د ابولهب کور ته وينځه ننوتله او بېرته ترې ازاده راووتله، دا نو د انسان د ازادۍ د پېلامې لومړی اعلان و

اللهم صل علی محمد و علی ال محمد کما صلیت علی ابراهیم و علی ال ابراهیم انک حمید مجید

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.