د کربلا دردونکي انځورونه

شرر ساپی

351

د حسین رضی الله عنه ملګري یو، یو د هغه په مخکې ووژل شول، وروستنۍ څوک چې د هغه له ملګرونه پاتې و، سوید بن عمرو و، چې د حسین نه یې په کلکه دفاع کوله، د حسین زوى علي الاکبر راووت، د ابن زیاد په لښکر یې برید وکړ او دغه شعر یې زمزمه کاوه:

زه علي زوی د حسین یم

او لمسى یم د علي

په الله مې دې قسم وي

چې نیږدې یاستو خپل رب ته

په سپېڅلي پاک نبي

په الله مې دې قسم وي

فیصله کولای نه شي

موږ کې هیڅ یو حرامي

بیا یې د ابن زیاد په لښکرو برید وکړ، یو کس ورسره مخامخ شو، په توره یې وواهه، له اس نه راوغورځېد، خلک پرې راټول شول او په تورو یې ټوټه ټوټه کړ، نو حسین وویل:

ــ زویه داسې ولس ووژلې، چې په رحمن ذات یې څومره جرائت وکړ، د رسول الله صلي الله عليه وسلم حرمت یې څنګه تر پښو لاندې کړ، لتانه وروسته دنیا ته شا ده.

د رسول الله صلي الله عليه وسلم لمسۍ د فاطمې لور زینب لکه د لمر سترګه راووتله، خپل وراره ته یې منډې کړې او چیغې یې وهلې:

ــ وا! وراره، وا وراره!

دا په دغه ورځ د بني ابي طالب لومړی وژل شوی زلمی و چې زینب پرې راټیټه شوه، حسین پسې راغی او بېرته یې خیمې ته ننویسته ، حسین د خپلې کورنۍ له ځوانانو سره خپل زوی پسې ورغی او هغوى ته یې وویل:

ــ خپل ورور مو راواخلئ.

هغه یې راپورته کړ او هغې خیمې ته یې راوړ، چې مخې ته یې جنګېده ، عبدالله بن مسلم بن عقیل رامخکې شو او حسین ته یې وویل:

ــ اجازه راکوئ ، چې جګړې ته ورکوزشم؟

ــ زویه ، بس دی کورنۍ دې ووژل شوه.

ــ کاکا، ستا له نیکه سره به په کومو سترګو مخامخ کېږم ، په والله که داسې وکړم ، زه به درنه تر هغه دفاع کوم چې ووژل شم.

د زمري زوى جګړې ته راووت ، یو کس په غشي وویشت ، راوغورځېد او چیغه یې کړه:

ـــ وا پلاره!

کله چې حسین ولید غږ یې کړ:

ــ یا الله د عقیل د بچو قاتل ووژنې…. انا لله وانا الیه راجعون

د عبدالله بن جعفر زامن یو پر بل پسې د خپل ماما مخې ته راغورځېدل او وژل کېدل.

مور((زينب)) یې ورته ګوري ، په خپلو سپېڅلو بچو یې زړه ټوټه ټوټه کېږي ، خو له لاسه یې هیڅ نه کېږي.

د حسن زوی قاسم راووت ، هغه دومره ښکلى تنکی هلک و، چې فکرکېده ، د سپوږمۍ ټوکړه په ځمکه روانه ده ، په یوه کمیس او پڼو کې راووت ، توره یې په ځان پسې راښکله چې د خپل تره نه دفاع وکړي ، په وړوکي مخ کې یې د ابي طالب د کورنۍ مېړنتوب ځلېده ، د یوسخت زړي کس پرې سترګې ولګېدې ، لا راوتلی نه و، چې حمله یې پرې وکړه او په سر یې وواهه ، هلک په ځمکه راوغورځېد او چیغې یې کړې:

ــ وا کاکا!

غږ یې د حسین زړه ولړزاوه ، لکه د باز پرې ورغوټه شو، په سړي یې ګوزاروکړ، هغه په خپل مټ دفاع وکړه ، مټ یې ورته له تنې نه جدا کړ ، چیغې یې کړې بیا ترې لرې شو، د کوفي سپرو جنګیالیو رامنډې کړې چې خپل ملګری وژغورې ، خو حسین ورته خپله سینه سپرکړه ، د اسونو پښې وښویېدې او په سړي د پاسه راوختل، تر پښو یې لاندې کړ او مړشو، حسین د خپل وراره سرته ودرېد ، هغه پښې ټکولې ، حسین ورته وویل:

هغه قوم دې هلاک شي چې ته یې مړکړې او د قیامت په ورځ به یې ستا نیکه دښمن وي.

دغه ښکلي مخ ته یې وکتل او ویې ویل:

ــ په الله قسم چې په کاکا دې ډېره سخته تمامه شوه ، چې تا پرې غږ وکړ اوله تانه یې دفاع ونه کړى شوه ، په الله قسم چې ډېر بچې یې ووژل شول اوملاتړيې یې ورک او کم شول.

سینه یې ورته په سینه ایښودې وه او پښې یې په ځمکه راکښل کېدې او د خپل زوى علي او د کورنۍ له نورو وژل شویو غړو سره یې واچاوه.

حسین یو خوا بل خوا وکتل ، د خپلې کورنۍ ټول غړي یې وژل شوي دي ، ملګري یې هم ووژل شول ، سرونه ترې غوڅ شول او بیا یې مخې ته وروغورځول شول ، ټولو ته یې کتل او خفګان پرې شېبه په شېبه زیاتېده ، تندې راواخیست ، د خپل مرګ نه مخکې یې د اوبو څښلو هوډ وکړ، په اس سپور شو، کله چې اوبوته نیږدې شو، یوسړي په خوله کې په غشې وویشت ، حسین غشی راوویست ، لاسونه یې خپاره کړل ، لپه يې له وینو ډکه شوه ، بیا یې وویل:

ــ یاالله زه تاته ګیله کوم چې ستا د نبي په زوى څه کېږي.

حسین يوازې پاتې شو، توره یې رایستلې وه ، د خپلې کورنۍ او د رسول الله له حریم نه یې دفاع کوله ، هیڅ ډول ماتې یې ونه منله ، زامن یې له تېغه تېر شول ، د کورنۍ غړي یې لمنځه لاړل ، ملګري یې یو په بل پسې ووژل شول ، خو حسین ترټولو زیات زړور و، خلک ترې ښي او کيڼ اړخ ته تاووېدل ، شمر بن ذي الجوشن له څو کسانو سره وروړاندې شو ، حسین پرې حمله وکړه او بېر ته یې په شاکړ، هرچا هڅه کوله چې د حسین له تورې نه ځان وساتې ، چې د کربلا دښته یې د دوی په وینو نه وي لړلې څوک نه شي ورنیږدې کېداى ، خو اخر ترې چاپېره شول ، د حسن وړوکی زوى حسین ته ورغی له تندې نه یې سترګې ورپرېوتې وې ، زینب ورته لاس واچاوه ، چې راویې نیسي ، حسین پرې غږکړ:

ــ ویې نیسه.

ماشوم تورې ته لاس کړ، چې له تره نه دفاع وکړي او د نورو په څېر یې په مخ کې ووژل شي، زینب چیغې وهلې:

ــ کاش چې اسمان په ځمکه رانسکور شي.

عمروبن سعد حسین ته ورلنډ شو، زینب پرې غږکړ:

ــ یاعمروبن سعد ، ابوعبدالله وژل کېږي اوته یې تماشه کوې.

د ابن سعد سترګې له اوښکو ډکې شوې او له هغې نه یې مخ واړاوه.

یوسړي په حسین باندې حمله کوله چې د حسن زوى احمد پرې چیغه کړه:

ــ وا د خبیثې ښځې زویه ته زما تره وژنې؟

سړي په توره وواهه هغه ورته لاس ونیو، لاس یې غوڅ شو، ماشوم چیغې کړې:

ــ وا مورې!

حسین خپلې سینې ته راجوخت کړ او ورته ویې ویل:

ــ وراره ، صبر وکړه ، الله به ښه بدله درکړي او د خپلو نیکونو، پلرونو، رسول الله صلي الله عليه وسلم ،علي بن ابي طالب , حمزه ، جعفر اوحسین سره به یوځای شې.

بیا ام کلثوم ته ورغى او ورته ویې ویل:

ــ اى خورې! دغه وړوکى زوى مې وساته.

ــ وروره دغه ماشوم درېیمه ورځ ده چې اوبه يې نه دې څښلي ، که یوګوټ اوبه ورته راپیدا کړې.

خپل ماشوم زوى يې په غېږکې راواخیست او غږی يې کړې:

ــ اى خلکه ، ورور مو راته وواژه ، بچي او ملګري مو راته ووژل ، دغه یوماشوم پاتې دی، دغه له تندې مري ، یوګوټ اوبه ورکړئ.

ده لا خپلې خبرې نه وې بشپړې کړې چې غشی راغی، د ماشوم له سره ووت ، حسین د ماشوم وینې په لپه کې اسمان ته ګوزارکړې او ویې ویل:

ــ ای الله زه تا په دې خلکو ګواه نیسم ، دوی نذر منلی چې ستا د نبې نبیره ورکه کړي.

په سینه یې د ماشوم وینې بهیدې او خپلې مور کلثوم ته یې راوړ، بیا یې چیغه کړه:

ــ اى ام کلثوم ، اى زینبې ، اى سکینې ، اى رقیې ، اى عاتکې ، اى صفيې دا ورستني لیدل وو، د الله په امان.

ام کلثوم ور غږکړ:

ــ وروره لکه چې مرګ ته تسلیم شوې.

ــ اى خورې څنګه ورته تسلیم نه شم ، چې کوم کومکي مرستندوى نه لرم.

ــ وروره موږ د خپل نیکه حرم ته بېرته یوسه.

ــ اى خورې… کاش که کولای مې شوای.

سکینه په سلګو شوه ، حسین خپلې سینې ته راجوخته کړه ، ښکل یې کړه بیا یې ورته په خپل لستوڼي اوښکې پاکې کړې او دغه شعر یې زمزمه کړ:

اى زما سکینې لورې

زما له مرګه نه به وروسته

ستا دا دوه لېمې چینې شي

چې ترڅو راپکې ساه وي

نوپه خپلو تړمو اوښکو

زما خوږ زړه خفه نه کړې

حسین راووت د ښځو چیغې او سلګۍ یې اورېدلې ، بیا یې خلکو ته مخ کړ او ورته ویې ویل:

ــ هلاک شئ په څه مې وژنئ؟ کوم حق مې پرېښې ، کوم سنت ته مې تغيیرورکړی او که نه شریعت مې بدل کړی دی؟

موږ تا ستا د پلار سره د کرکې له امله وژنو، زموږ مخور يې په بدر او احد کې ووژل.

حسین ښي اوکيڼ اړخ ته کتل، هیڅ کوم ملګرى او مرستندوى يې نه ليده ټول په ځمکه پراته وو، نو چیغه یې کړه:

ــ یا مسلم بن عقیل ، یا هاني بن عروه ، یا حبیب بن مظاهر، یا زهیر بن القین ، اى د جګړې توریالیو، ولې ځواب نه راکوئ ، زه مو راغواړم او تاسې خپل امام ته ځواب نه ورکوئ ، لکه چې له خپل امام سره مو مینه کمه شوه ، مرسته ورسره نه کوئ ، دا د رسول الله صلي الله عليه وسلم د کورنۍ بیبیانې دي ، ستاسې په انتظار دي ، د خپل خوب نه راپاڅېږئ او د رسول الله صلي الله عليه وسلم له حرم نه دغه سرکشان وشړئ ، په الله قسم چې مرګ غلي کړي یاست ،که نه زما په مرسته کې مو هیڅ درېغ نه کاوه ، دغه دى موږ هم در روان یاستو، بیا یې د زړور اسپورغوندې پلې جګړه پیل کړه ، له نېزو نه یې ځان ساته او په اسونو یې حمله کوله او ویل یې:

ـــ په الله قسم چې له مانه وروسته به د الله یو بنده هم ونه وژنئ، زما په مرګ درباندې الله په قهر شوی دی او زه باوري یم چې ستاسې په دغه سپکاوي به ما ته الله عزت راوبخښي او له تاسې نه به داسې انتقام واخلي چې هیڅ تصور يې هم نه کوئ ، په الله قسم که زه مو مړکړم ، زه به الله ته ستاسې د دغه ظلم او ناروا په اړه ووایم او الله به په تاسې باندې عذاب دوه برابره کړي.

حسین ټوله ورځ همداسې پاتې شو،کله چې به یې څوک په وژلو پسې راغلل ، بېرته به وګرځېدل ، نه یې غوښتل چې د حسین د مرګ ستره ګناه پر غاړه واخلي ، شمر بن ذي الجوشن له لسو کوفیانو سره ورمخکې شو، حسین یې تش لاس محاصره کړ، حسین ورته وویل:

ـــ هلاک شې، که بې دینه یاستئ او د قیامت له ورځې څخه نه ډارېږئ ، نود دنیا په چاروکې خو ازاد واوسئ.

زما کورنۍ خو د خپلو جاهلانو او سرکشانو نه وساتئ.

ابن ذي الجوشن وویل:

ــ دفاطمې زویه دغه خبره به دې ومنو.

شمر یو وسلوال ته وویل:

ــ ورمخکې شه.

ــ ولې په تاڅه شوې چې ماته وایې ورمخکې شه.

ــ ته ماته دغه خبره کوې؟

ــ او ته ماته دغه خبره کوې؟

یو بل ته یې رد بد وویل، بیا شمر وویل:

ــ په الله قسم چې د نېزې څوکه دې په سترګو کې ومنډم.

حسین تندې راواخیست ، د فرات سیند ډک روان دی ، په دښمنانو یې برید وکړ او فرات ته یې ځان ورساوه ، اس هم ډېرتږی و ، کله چې یې یخې اوبه ولیدې نو اس په اوبو خوله کېښوده ، حسین تر هغه پرېښود چې ښه موړشو، کله چې یې لاس اوبوته ښکته کړ،یوکس چیغه کړه:

ــ حسینه! د ښځو خېمې ته ځان ورسوه چې عفت يې لوټ شو.

د لپې نه یې اوبه وغورځېدې او خېمې ته یې منډې کړې ، چې له خپل حریم نه دفاع وکړي ، ویې لیدل چې خېمه روغه ولاړه ده ، پوه شو چې د ابن سعد لښکریانو دوکه ورکړه ، کله چې یې بیا اس د فرات په لور ورګرځاوه؛ نو مخې ته یې ودرېدل.

شمر بن الجوشن په حسین باندې د حملې لپاره خلک راټول کړل او غږ یې پرې وکړ:

ــ هلاک شئ نور پرې څه کوئ! میندې مو بورې شه سړی مړکړئ ، بیا پرې له هرې خوانه را تاووشول ، د کیڼ لاس په ورغوي یې وواهه ، بیا یې په ولې وواهه ، هغوى ترې وګرځېدل حسین هڅه کوله چې جګړې ته راپاڅېږي، زور يې بر نه شو؛ نو چیغه یې وکړه:

ــ اى نیکه ، اى محمده ، اى علي پلاره ، اى زما حسن وروره ، اى بېوزلۍ ، اى تندې ، اى پردیسۍ اى هغه څوکه چې ملګري یې کم شول ، نیکه مې رسول الله دی پلار مې علي المرتضی دی او مورمې فاطمة الزهرا ده او زه مظلوم وژل کېږم او تږی حلالېږم.

بیا بېهوشه شو، هیچا د ورنیږدې کېدوجرائت نه درلود ، نه پوهېدل چې د شهیدانو سالار مړ دی او که نه اوس پکې هم ساه شته.

حسین له ځان سره وویل:

ــ ستا په قضامې صبر دی او له تانه پرته بل مبعود نشته.

څلوېښتوکسانو ورمنډې کړې ، هر یو غوښتل چې د سر په پرېکولو یې د ابن زیاد نه ډالۍ ترلاسه کړي او د الله په شرمنده ګۍ او غضب اخته شي ، عمرو بن سعد چیغه کړه:

ــ هلاک شئ، ژرکوئ.

شبث بن ربيع ورنیږدې شو، په لا س کې يې وکښلې توره وه ، یومهال یې دغه توره د علي په ملتیا د بني امیه پر وړاندې کارولې وه ، خو نن یې راویستلې چې د کربلا د شهید سرپرې غوڅ کړي ، حسن ورته د سترګوپه کنج کې وکتل ، شبث وشرمېده ، توره یې له لاس څخه وغورځېده ، وتښتېده او چېغه یې کړه:

ــ ابن سعده! هلاک شې ، ته غواړې چې د حسین له وینې نه پاکه لمن یوسې ، حسینه! له الله نه په دې خبرې پناه غواړم چې ورسره مخامخ شم او لاسونه مې ستا په وینوسره وي.

سنان بن سنان مخې ته ورغی، هغه منډې وهلې پرې غږ یې کړ:

ــ مور دې بوره شه او هلاک شې ، ولې دې ونه واژه؟

ــ هلاک شې ، کله چې یې سترګې پرانيستې نو د رسول الله سترګو ته ورته وې ، زه وشرمېدم چې څنګه د رسول الله په څېر یو څوک مړ کړم.

ــ هلاک شې ، توره راکړه ، زه یې درته وژنم.

سنان ورغی او د حسین نه یې سرپرې کړ، د حسین سپېڅلې وینې په کربلا کې وبهېدې ، چې د بني امیه پاچاهي ړنګه کړي او ستنې یې راماتې کړي ، حسین اوس تر ژوندانه په مرګ دوی ته زیات خطرناک تمام شو.

د حسین له غاړې نه جامې وویستل شوې ، څادر او پڼې یې ترې هم واخیستې ، بیا خلک په اوښانو او اسونو راټول شول ، خو د حسین اس خیمې ته منډې کړې ، کله چې زینب د اس شڼهار واورېده ، سکینې ته یې مخ کړ.

ــ پلار دې اوبه راوړې.

سکینه د پلار د نوم په اورېدو خوشاله راووته ، اس یې ولید چې تش ولاړ دی ، پلار یې په ځمکه پروت د ی ، سر يې په یوځای کې دى اوتنه یې په بل ځای کې پرته ده ، خپل پړونۍ یې وشلوه او چیغې یې کړې:

ــ وا پلارجانه ، وا حسینه ، وا بېوزلۍ ، وا پردېسۍ ، هاغه دی حسین لغړ پروت دی ، لونګۍ او څادر يې ترې هم اخیستې دي.

کله چې د سکینې غږ نورو ښځو واورېده ، زړونه یې ټوټه ټوټه شول ، چیغې یې کړې ، مخونه یې وهل او ګرېوانونه یې شلول ، ام کلثوم چیغې کړې:

ــ نن محمد مصطفی مړ شو، نن علي المرتضی مړشو، نن فاطمة الزهرا مړه شوه.

خلکو په خېمې ټېل وروړ، خېمې ته ورننوتل ، څه چې پکې وول ټول یې چورکړل ، تر دې چې د زینب له سرنه یې پړونی هم وتښتاوه ، یوسړي علي بن حسين ولید چې د څرمنې په یوې ټوټه ناروغه پروت دی ، هغه یې ترې راکش کړ اوپه ځمکه يې وغورځاوه ، شمر بن ذي الجوشن راغی او د علي بن الحسین په سر ودرېد او ویې ویل:

ــ دا ونه وژنو؟

ــ د یوه سړي پرې زړه درد وکړ؛ نو ورته ویې ویل:

ــ سبحان الله ، ایا ماشومان وژل کېږي؟ دا خوماشوم دی.

عمرو بن سعد راغی او ویې ویل:

ــ هیڅوک د ښځو خېمو ته ورننه نه وځي او دغه ناروغه ماشوم ته څوک څه ونه وایي او چا چې له دې ښځونه څه شی اخستي وي بېرته دې يې ورکړي.

هیچا بېرته څه ورنه کړل. زینب راووته ، د خپل ورور حسین په خواتېرېده چیغې یې کړې:

ــ وا محمده ، وامحمده ، په تا باندې د اسمان ملایکې درود وایي او حسین په خپلو وینوکې لت پت پروت دی ، ټوک ټوک شوی دى ، وامحمده ، ستالوڼې بندیانې دي، بچې دې وژل شوي او خولې یې له خاورو ډکې دي .

خولی بن یزید د حسین سر په لاس کې نیولی او ابن زیاد ته یې راوړي، کله چې ماڼۍ ته ورغی، د ماڼۍ دروازه تړل شوې وه، سر یې خپل کورته راوړ، هلته يې د جامو وینځلو په ځای کې کېښود، بیا خپل د خوب ځای ته لاړ، مېرمن یې ورته وویل:

ــ څه خبره ده؟ او څه درسره وو؟

ــ د حسین سر مې راوړی.

مېرمن یې په غوسه ورته وویل:

ــ هلاک شي خلکو سره او سپین راوړل او تا د رسول الله صلي الله عليه وسلم د زوى سر راوړ؟! په والله که په دې یو کور کې زما او ستا سر سره یوځای شي.

عمرو بن سعد د روانېدو امر وکړ، بندیان ورسره دي ، علي بن الحسین چې سخت ناروغه هم و، په یو اوښ چې هیڅ شى پرې نه وو اچول شوی سپورکړی شو او شهیدان یې د کربلا په دښته کې پرېښودل ، هغه ځمکه چې د حق د بریالیتوب لپاره پرې تر ټولو سپېڅلې وینه تویه شوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.