د خليفه سراج الدين حقاني د پام وړ

سيد حسين پاچا

978

د خليفه سراج الدين حقاني د پام وړ :

انبياء د الله تعالی له اجازې پرته د چا سپارښتنه ((شفاعت)) نه شي کولی، نو له حساب وکتاب مخکې به چا ته څنګه د جنت شهادتنامه ورکړي؟

له خپل صلاحيته پورته او بېځايه خبره ښه نه ده

د پرديو استخباراتي او نورو ناولو موخو جګړې لپاره د خلکو قربانول د اجرتي قاتل حکم رانغاړي. د الله تعالی د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د چا له استخباراتي جګړې سره څه؟ چا او د څه لپاره خليفه ټاکلی يې؟

نوټ : دوه ټکي بايد روښانه کړم يو دا چې هېڅ يو نبي د الله تعالی له خوښې (اجازې) پرته شفاعت نه شي کولی، نو لومړی به ورته الله اجازه ورکوي او بيا شفاعت کوي. دويم دا چې انبياء د کافر / کافرو په په حق کې شفاعت نه شي غوښتی. نه يې غواړي او نه ورته اجازه د دې ورکول کيږي چې ويې کړي. لکه ابراهيم عليه السلام ته چې الله تعالی د خپل پلار په اړه په غوڅه (پرېکنده) لهجه ورته وويل چې ((… فلن يغفر الله لهم)) [التوبة : ۸۰] د بښنې واک يوازې او يوازې د الله تعالی اختيار دی نه د انبياو عليهم الصلاة والسلام، نو موږ د بېګانه وو د استخباراتو چرګوړو ته ګوره او دومره لوې خبرې ته ګوره چې له خولو مو راوځي.

من ذالذي يشفع عنده الا باذنه [البقرة : ۲۵۵]

ما من شفيع الا من بعد اذنه … [يونس : ۳]

يومئذ لاتنفع الشفاعة الا من اذنه له الرحمن [طه : ۱۰۹]

ولايشفعون الا لمن ارتضی [الأنبياء : ۲۸]

ولاتنفع الشفاعة عنده الا لمن اذن له [سبا : ۲۳]

ولسوف يعطيک ربک فترضی [الضحی : ۵]

….عسی أن يبعثک ربک مقامًا محمودًا [الاسراء : ۷۹]

وهذا المقام هو مقام الشفاعة، يحمده فيه الأولون والآخرون -عليه الصلاة والسلام- فإنه تتوجه إليه الخلائق في يوم القيامة، المؤمنون يتوجهون إليه بعدما يتوجهون إلى آدم ونوح وإبراهيم وموسى وعيسى، فكلهم حيرة، كلهم يعتذرون، يأتون آدم ويعتذر، ونوح يعتذر، وإبراهيم وموسى وعيسى كلهم يعتذرون، ثم يقول لهم عيسىاذهبوا إلى عبد قد غفر الله له ما تقدم من ذنبه وما تأخر يعني: محمد -عليه الصلاة والسلام- فيتوجهون إليه، فإذا طلبوا منه؛ تقدم -عليه الصلاة والسلام- إلى ربه، وسجد بين يدي العرش، وحمده سبحانه بمحامد عظيمة يفتحها الله عليه، ثم يقال لهيا محمد ارفع رأسك، وقل يسمع، وسل تعط، واشفع تشفع فيشفع عند ذلك بعد إذن الله -سبحانه وتعالى- لأنه يقول -جل وعلا ((مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ)) [البقرة:255] فلا أحد يشفع عنده إلا بإذنه.

د نياو پر ورځ چې ټول خلک له آدم عليه السلام تر عيسی عليه السلام پورې راشي ټول به ورته خپل عذر وړاندې کړي، خو عيسی عليه السلام به يې محمد صلی الله عليه وسلم ته راوليږي او ورته به ووايي چې تاسې هغه ته ورشئ چې هغه ته الله تعالی ټول مخکېني او وروستني ګناهونه بښلي دي، نو هغه به رب العالمين ته د عرش لاندې پر سجده پرېوځي. د الله تعالی ثنا او پاکي به ووايی او له هغې وروسته به الله تعالی ورته ووايی چې ((سر دې پورته کړه، څه چې غواړې تا ته به درکړل شي او ته شفاعت غواړه تا به درکړل شي، نو هغه به بيا د الله تعالی له اجازې وروسته شفاعت غواړي، نو له وخته مخکې به خلکو ته د شهادتنامو وېشنه معقوله او درسته خبره نه وي. همداسې د پېغمبر صلی الله عليه وسلم دلته د کابل کانټيننټل ته راتګ او د جنګ مشري ((قومانده)) نيول به ډېره بېځايه ناسمه او نامعقوله خبره وي. دا ډول له واک او له صلاحيته پورته خبرې کول تاسې ته ګټه نه، بلکې له هر اړخيز پلوه تاوان کوي.

موسی عليه السلام، عيسی عليه السلام او محمد صلی الله عليه وسلم دوی اولوا العزمه انبياء دي. موسی عليه السلام د بني اسرائيلو په غوښتنه له الله تعالی د من وسلوی غوښتنه وکړه، خو چې سرغړونه يې وکړه انجام يې ذليله بېزوګان شول چې له درې ورځو وروسته هغوی ټول مړه شول.

عيسی عليه السلام نه هم خپلو پيروانو د مائدې غوښتنه وکړه چې الله تعالی يې ورته د يو تلپاتې يادګار لپاره راوليږي، خو چې هغه غوښتنه وکړه، نو له شرط سره ومنل شوه، خو قرآن پرې نور چوپ پاتې دی او څه يې نه دي ويلي. علماء او مفسرين دا وايی چې هغوی بيا غوښتنه ونه کړه.

پېغمبر عليه السلام د خندق په غزا کې په ((الم، غلبت الروم …)) د ولږې له امله له خپلې ګيډې نه تيږې تړلې وې. يو صحابي ورته راځي او له لوږې شکايت کوي چې درې تيږې يې له ګېډې پورې تړلې وې او هغه (ص) خپله اووه تړلې وې. نه ورته له اسمانه پسونه راغلل او نه يې غوښتنه وکړه. نه ورته پسونه (ګډونه) راغلل او همداسې عشره مبشره وو ته يې هغه وخت د جنت زيري ورکړ چې د جبرائيل عليه السلام له لورې ورته وويل شول، نو نه پوهېږم چې تاسې او بدرالدين مولوي صاحب لکه چې خپل ځانونه له پېغمبر (ص) پورته بولئ که څنګه؟ همداسې دا د ځانمرګو بريدونو مساله او حکم به څنګه شي؟

د خندق مساله هغه په حقيقت کې له ځانه يا په بله مانا د مدينې منورې له اوسېدونکو ساتنه وه او مشوره هم ورته سلمان فارسي رضی الله تعالی عنه ورکړې وه چې خندق وباسي. تېری له بيرونه وو او دفاع له خپل اړخه وه، خو ستا په مساله کې له پاکستانه وروړل دا له بهره د تېري مساله ده او بله دا چې دا ډول کارو له اړيکو پرته نه کيږي چې البته له هېواده بهر او دننه ريښې لري. هلته پېغمبر صلی الله عليه وسلم او صحابه تېري کوونکي نه، بلکې مدافعين ول، خو ستا د ځانمرګيو وروړنه دا له بهره تېری او حکومت د ولس مدافع کيږي، نو هيله ده چې د دې مسالې دې اړخ ته هم پام وکړې.

بله دا چې د سوريه د دمشق په فتحه کې چې خالد بن وليد د حضرت ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه په وخت کې ورته ټاکل شوی وو د هغه له وفات وروسته حضرت عمر رضی الله تعالی عنه ورته ابوعبيدة بن الجراح ټاکلی وو چې يو يې نظامي سپه سالار او بل ښه سياسي مدبر کېده چې نه خالد او ابوعبيدة د دې دعوه کړې ده چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم د جنګ مشري (قومانده) په غاړې اخېستې، نو تاسې دواړه خو د هغو دواړو ځای او مرتبې هېڅکله رسېدلی نه شئ، نو څنګه د هوټل د ځانمرګيو قومانده پر غاړه واخلي؟

او بله دا چې حضرت عمر رضی الله تعالی عنه د فارس امپراتوري يې دړې وړې کېده، خو هېڅکله يې دعوه ونه کړه چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم يې د جنګ مشري يا لارښوونه او قومانده يې پر غاړه لرله، نو تاسې دواړه دا دعوه څنګه کوئ چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم هغوی هلته د کابل په کانټيننټل کې ليده چې مشري يې پر غاړه اخېستې وه او حال دا چې تاسې دواړه خو چېرې ليرې خدای خبر د څارګرې ادارې په يوې قشله کې به ناست واست او خبرې به مو د موبايل يا مخابرې له ليارې اورېدلې.

د الله تعالی نېکبخته له موږ او ولسه پټ وې، خو له آی ايس آی پټ نه وې او کله ناکله به يې له امريکايي اړونده مقاماتو سره په دوبۍ کې مخ کولئ. ايا تاسې له آغلې کلنټن سره کتلي نه وو؟

نو زما مشوره تاسې خليفه ته دا ده چې هسې بېځايه او له واک وصلاحيته پورته خبره هېڅکله مه کوه. خدای مه کړه چې ايماني تاوان ونه کړې. هسې بېځايه زما پر نېکه باندې دروغ مه وايه!

ښه به دا وي چې تاسې يوځلې د مولانا محمد خان شيراني دغې مرکې ته هم غوږ شئ چې د ځانمرګو بريدونو په اړه ترې هم پوښتنه شوې او هغه څنګه ځواب ورکړی؟

له مولانا محمد خان شېراني سره مرکه – YouTube

په درنښت

سيد حسين پاچا

سراج الدين حقاني:کانټیننټل هوټل د برید رهبري پيغمبر (ص)کوله-ځانمرګو ته يې پخپل لاس د جنت سندونه وېشل – YouTube

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.