په کارځای کې مې د دفتر یوه څنډه آلمارۍ کړې او یو کتابتون مې پکې جوړ کړی.
ډېر کتابونه (تر سلو ټوکونو څو ټوکونه ډېر) نه لرم، خو هڅه کوم چې هرڅنګه کېږي خپل همکاران او مراجعین وهڅوم، یو کتاب رانه امانت یوسي او مطالعه یې کړي.
تر اوسه پورې مې وکولای شوای، دوو کسانو ته کتابونه ورکړم:
یوه رانه د (ساراماګو) د (ړوندوالي) په نوم اثر یووړ او له څو میاشتو تېرېدو وروسته یې راته تسلیم کړ.
په هغه ذوق او شوق چې یوازې کتاب لوستونکي یې درک کولای شي، زړه مې وغوښتل لږ و ډېر له نوموړي سره د یاد کتاب په اړه خبرې اترې وکړم؛ خو لنډ یې راته وویل چې:
(جالب وو، خو وخت مې ونه مونده چې ټول مطالعه کړم… .)
دویمي رانه د جورج اورول د (۱۹۸۴) په نوم کتاب وړی وو.
ښه ده چې پوه شئ، دواړه کتاب وړونکي انجینران وو.
فکر مې وکړ، راځه دا ځل هغه کسان وازمویه، چې پوهنتوني زده کړې یې نه دې کړې… .
د ادارې په دغسې کسانو کې یو ملګری لرم، ټول یې (سالې) بولي او خپله یې هم دغه نوم ډېر خوښېږي یعني که وراته ووایې چې (صالح)، ډېر دې په کیسه کې نه وي او که ورته ووایې چې (سالې)؛
نو زوی مړی یې مه کړې، هغومره خوشحاله وي لکه تږي ته چې سراب ورښکاره شي.
څو ورځې وړاندې دفتر ته راغلی وو، چای مې ورته راوغوښت او په خبرو اترو او ګپ و شپ مو پیل وکړ؛ ورو ورو مې خبرې تر کتاب او کتاب لوستنې پورې وغځولې، ترې ومې پوښتل:
(سالې (صالح) جانه، کتاب متاب لولې که نه؛ که دې یې کوم وخت لوستلو ته زړه وشو، له دغه ځایه یې وړه او لوله یې.)
ویې ویل:
(کتاب متاب خو زه بېخي نه لولم!)
ترې ومې پوښتل: ولې؟
داسې ځواب یې راکړ، چې زه یې په فکر کې ډوب کړم:
( کله چې ګورم هغوی چې کتابونه لولي او کړنې یې له کتاب نه لوستونکو سره کوم توپیر نه لري، لکه نور دروغ وایي، لکه نور ملنډې وهي، لکه نور بدې ردې وایي، ښکنځلې کوي او… ځان ته ووایم چې سړیه، ته نو څه شي ته مطالعه کوې؟
دغه کتابونه متابونه کومه ګټه لري؟
دومره کتابونه لیکلي شوي او تاسو ویلي، که یې کومه ګټه لرلای، نو باید اوس ټوله دنیا په یوه ګلبڼ بدله شوې وای… .)
هماغه شېبه مې ورته هیڅ ونه ویل، خو څو ورځې وروسته مې یې د ځواب په اړه فکر وکړ او دادی په دغه یادداښت کې غواړم چې په اړه یې لږ تر لږه د ځان د قانع کولو لپاره یو څه ولیکم:
څرنګه چې ښاغلي صالح په ځواب راکولو کې څه ناڅه ماته هم نغوته وکړه، نو ځکه یې تر ټولو لومړی له ځانه راپیلوم:
هو؛ زه کتاب لولم او بېخي ډېر یې لولم او ډېری اخلاقي کمزورۍ هم لرم؛
کله مغرور شم، کله غوسه او داسې خبرې وکړم، چې باید نه مې وای کړې؛ کله نا کله د شهوت د لومو بندیوان شم، کله نا کله بې ځایه وېرېږم، کله نا کله ټنبلي وکړم او… .
ښایي کتاب لوستنې مې ټولې اخلاقي کمزورۍ لرې کړې نه وي، خو سترګې مې یې د داسې ډېرو کمزوریو په وړاندې خلاصې کړې او تر دې رښتینولۍ پورې یې رسولی یم، چې ځان ته لږ کم دروغ ووایم.
ممکن کتاب لوستنې له ما څخه یو غوره او باکماله کس نه وي جوړ کړي، خو هیڅ شک نه لرم چې که چېرې مې کتابونه نه لوستلای نو دمګړۍ به تر اوسني حالت نه په مراتبو ډېر بد سړی وم؛
اوس خو د کتابونو له امله لږ تر لږه په دې پوهېږم، چې تر یوه غوره انسان کېدلو پورې څومره واټن په مخ کې لرم.
بله دا چې آیا هغه انسانان چې له سهار نه تر ماښام پورې یې هر فکر و ذکر، پیسې دي او د پیسو د لاسته راوړلو لپاره هڅې کوي، ټول پیسه داره شوي دي او یا آیا هغه ټول کسان به خزانې وموندلی شي، چې هره شېبه یې د خزانو موندلو لپاره مټې رابډ وهلې دي؟
د ټولې نړۍ د بېلابېلو ادیانو او مذاهبو له پیروانو څخه څومره کسان په رښتیاوالي سره سم خلک دي؟
آیا د ټولو ادیانو آره خبره او موخه مهرباني، بخښنه، مینه، دوستي، برابري، عدالت او… نه ده؟
بیا نو ولې نړۍ په یوه ګلبڼ باندې نه بدلېږي؟
ولې لا تر اوسه پورې خلک د پیسو، مذهب او… په نومونو یو له بل سره شخړې و جګړې کوي او ځله وژني؟
د ښاغلي (صالح) دلیل ما ته هغه ټنبل کس رایادوي، چې کله ترې وپوښتل شول:
(ولې ورزش نه کوې؟ ته لکه چې نه پوهېږې، چې ورزش د روغتیا لپاره څومره ګټه لري؟)
او ده ځواب ورکړی وو:
(که چېرې ورزش د روغتیا لپاره کومه ګټه لرلای، نو بیا به ورزشکاران نه ناروغه کېدل!؟)
پای
Comments are closed.