نوې اختریزې لنډۍ- ۵ برخه

آصف بهاند

995

 

 

نوې اختریزې لنډۍ

 

پنځمه برخه

 

بیا به اختر کې چېرې نه ځم

چې مې پر ښکلو سترگې لگي زړه مې چوینه

 

اختر راغلی، خو خپه دی

چې مرور اختر به څوک پخلا کوینه

 

اختر د نورو مبارک شه

افغان یا وږی یا په وینو تک سور وینه

 

 

د اختریزو لنډیو په لړ کې مې دا نوې اختریزې لنډۍ برابرې کړې دي:

 

اختر نږدې دی روژه لاړه

زۀ کم نصیب به غاړه چا ته ورکومه

 

بیا به اختر کې چېرې نه ځم

چې مې پر ښکلو سترگې لگي زړه مې چوینه

 

اختر هم راغی، ته رانغلې

په کار مې نه دي بې له تا نه اخترونه

 

یاره چې ته پرې خوشحالېـږې

اختر دې دوې ورځې رامخته شي میینه

 

روژه په ټوکو ـ ټوکو لاړه

نه روح افزا شته نه د گوړې شربتونه

 

اختر راغلی، خو خپه دی

چې مرور اختر به څوک پخلا کوینه

 

د افغانانو څه اختر دی

چې په هر حال یې په بمو سره لمانځینه

 

اختر ته هېڅوک خوشحال نه دي

چې کوراکور دي جنازې، ټپیان ویرونه

 

اختر د نورو مبارک شه

افغان یا وږی یا په وینو تک سور وینه

 

اختر د نورو مبارک شه

زموږ په ښار کلي کې هره ورځ ویرونه

 

اختر ته هېڅ نه خوشحالېـږم

یار رانه لاړ، د گور میلمه شو نه راځینه

 

اختر رانشي، نو به ښه شي

زموږ پر ژوند باندې حاکم دلۍ غمونه

 

اختره اوس بختور نه یې

هرخوا ویرونه په هر څه اور لگوینه

 

اختره تېر شه بیا رانشې

له جنازو او ویر نه کله وزگار یونه

 

زموږ په کور کې اختر نه شته

خوښي هم نه شته، ټول عالم زوړند سرونه

 

خندا خوښي نه شته اختر کې

موږ هره ورځ جنازې وړو زغمو ویرونه

 

دغه اختر د خوشالۍ دی

يار مې مېلمه دى د زړه غوښې ورته ږدمه

 

اختر نږدې شو روژه لاړه

لیلی خپل یار ته سرې منگولې رنگوینه

 

اختر په خپله راروان دی

تمه مې نه شته چې دلدار به مې راځینه

 

چې خلک خوښ وي، نو اختر وي

د دې انــبــار غــمــو بـــه څــه وي اخــتــرونـه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.