نوې اختریزې لنډۍ -۶ برخه

آصف بهاند

1,029

نوې اختریزې لنډۍ

شپـږمه برخه

اختر بې ټوکو راروان دی

نه مې جامې شته، نه څپلۍ او نه بوټونه

 

اختره ته هم څو تقسیم شوې

نفاق پر تا باندې هم وکړل گزارونه

 

اختر کې خوښ خلک ډېر لږ دي

دا نور یا وږي یا د مرگ لري ویرونه

د اختریزو لنډیو د راټولولو په لړ کې مې، د دې برخې له پاره دا نوې لنډۍ راټولې کړې دي:

 

زما اختر به څۀ اختر وي

مورکۍ مې نشته غېږ به چاته ورکومه

 

په هېڅ اختر خوشحاله نه یم

بلا دې واخلم په رښتيا نیمګړی يمه

 

لکه اختر راباندې راشه

لکه ماشوم به درته ډېر خوشاله شمه

 

خیر دی اختر ده بیرته راشه

قسم دی مځکه ما ته ځای نه راکوینه

 

اختر کنسل شولو روژه شوه

چا چې خوړلې ده نصیب یې دوزخمونه

 

اختر بې ټوکو راروان دی

نه مې جامې شته، نه څپلۍ او نه بوټونه

 

اختر په څو برخو ویشلی
ځینو یې نن او نور سبا اختر کوینه

 

اختره ته هم څو تقسیم شوې

نفاق پر تا باندې هم وکړل گزارونه

 

اختر پخوا د خوشحالۍ و

اوس خو په وینو او غمو لړلی وینه

 

توبه، توبه اختر بدنام شو

پخوا خوښي وه اوس پرې بار دي ډېر ویرونه

 

اختر کې خوښ خلک ډېر لږ دي

دا نور یا وږي یا د مرگ لري ویرونه

 

پخوا ریښتیا اختر کې خوښ وو

اوس په ریښتیا اختر ټول سودايي وینه

 

چا ته ژړا، چا ته فریاد کړو

ډېرې ژړا ویرو برباد کړی اخترونه

 

پاس په هوا راشه اختر دی

لارې کوڅې له طالبانو ډکې دینه

 

اختر بېشکه چې راغلی

جانانه رانشې ویرونه دي ویرونه

 

اختر په خپل وخت راپېښ شوی

خو ویر غمونه ډېر بېوخوخت راغلي دینه

 

زموږ نصیب به وي همداسې

چې اخترونه مو په ویر کې تېرونه

 

نصیب به وسوځو په اور کې

چې دا څلوېښت کاله یې وسوا اخترونه

 

یوازې ته مو مددگار یې

ربه بدل کړه زموږ ویر په اخترونه

 

خود به مو ژوند ټول گډووډ وي

زموږه ویر او اخترونه گډوډ دینه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.