د ماشومانو له پاره لنډه کیسه- دوولس ښکاریان

ژباړن: رڼاګل اریوبزی

1,468

Brüder Grimm: لیکوونکی

ژباړن: رڼاګل اریوبزی

په ډیره پخوانۍ زمانه کې یو شهزاده ژوند کاوه. دې شهزاده له یوې جلۍ سره کوزده کړې وه. جلۍ ډیره پرې ګرانه وه.  یوه ورځ چې په مینه او خوشالۍ د هغې ترڅنګ ناست و، خبرشو چې پلار يې ډیر ناروغ او دمرګ په حالت کې دی. هغه غواړي چې ترمرګ وړاندې دی یو وار وګوري. ده خپلې ګرانې کوزدې ته وویل چې:« زه باید لاړشم اوته به د لته پاتې شي، دا ګوته مې د نښې په توګه واخله، کله چې پا چا شم بیرته راځم اوتا له ځان سره بیایم.» دا يې وویل اونور په آس سپورشو اودخپل پلار په لور روان شو. کله چې ورورسید ويې لیدل چې پلاريې سخت ناروغ او د مرګ په حالت کې پروت دی. پلار ورته وویل چې:« ګرانه زویه! ماغوښتل چې تر مرګ وړاندې دي وګورم. دا وعده راسره وکړه چې زما په خوښه اواراده به واده کوې.» دايې وویل او ور پسې يې دکوم پاچا لور په ګوته کړه چې زوی به يې د هغې سره واده کوي. شهزاده  دخپل پلار په ویر کې داسې ډوب و چې بې فکره يې وویل.« هوګرانه پلاره! څه چې ته غواړې هغسې به کیږي.» په دې شیبه کې يې پلا ستر ګې پټې کړې او مړشو.اوس نو چې د ویر اوغم وخت تیر شو اوشهزاده پاچا شو، نوغوښتل يې چې په هغه وعده ودریږي چې دپلار سره يې کړې وه، د پاچا لور پسې يې استازي ولیږل او هغې خوا هم ومنله. دا خبر چې کله د ده پخوانۍ کوزدې ته ورسید، هغه ډیره غمګینه شوه اوشپه اوورځ به خپه وه. یوه ورځ يې پلار وپوښتله چې:« لور جانې! دا ته ولې دومره خپه يې؟ ته چې هرڅه غواړې، هغه به وشي.» لور يې یوه شیبه له ځان سره په فکر کې شوه او بیايې وویل چې:« پلارجانه ! ماته یوولس داسې جونه پیدا کړه چې په ونه راسره برابرې وي او کټمټ زما په شان ښکاري.» پلار يې وویل چې:« که امکان ولري نوستا غوښتنه به ترسره شي.» بیايې امروکړچې ټوله پاچاهي و لټوی اویوولس داسې خوانې جونه پیدا کړی چې په رنګ، ونه اوځواني زما دلور په شان وي.

کله چې دا یوولس جونې شهزاد ګۍ ته راغلې، شهزاد ګۍ د ښکاریانو دوولس جوړه جامې، چې هر جوړه يې دبلې په شان وه، جوړې کړې. یوولس جوړي یوولس جونو واغوستې او یوه جوړه شهزاد ګۍ واغوسته. ور پسې يې د پلار سره خدای په اماني وکړه او دوولس واړه په آسانو سپرې اودخپل پخواني نامزد د دربار په لور، چې ډیر په ګران و، روانې شوې. چې ورورسیدې نو د پاچا نه يې پوښتنه وکړه چې که ښکاریانو ته اړتیا لري اوایا دوی ټول به په خپل دربار کې د ښکاریانو په توګه وټاکې؟ پاچا ورته وکتل، خوويې نه پیژندې. ويې لیدل چې ښکلي خلک دي نو ورته ويې ویل چې هو! زه تاسې تول دښکار یانو په توګه ګمارم. په دې توګه دوولس واړه دپا چا ښکاریان شول.

پاچا یو مزری درلود اودې مزري یو کمال درلود. کمال يې دا و چې په پټو اونه ښکاره کیدونکو شیانو هم پوهیده. دې مزري یوه ورځ پاچا ته وویل چې:« ایا فکر کوې چې ته دوولس ښکاریان لرې؟» پا چا وویل چې:« هو! دا دوولس ښکاریان دي.» مزري ورته وویل چې:« نه، ته اشتبا کوې. دا دوولس ښکاریان نه دي، دا دوولس جنکۍ دي.» پاچا وویل چې دا سمه نه ده. څنګه کولی شې چې راته ثبوت يې کړې؟» مزري ورته وویل چې:« ته دخپل د فتر په مخکنۍ کوټه کې مشنګ وشنه، سړي چې کلک ګامونه اخلي، په مشنګو باندې دتګ په وخت نه ښوییږي، نه رپیږي او نه لړزیږي اوښځې لنډ ګامونه اخلي، رپيږي اولړزیږي. دپاچا دا مشوره خوښه شوه او امر يې وکړ چې موشنګ وشیندی.

هلته د پاچا یو نوکر و. ده د ښکاریانو په وړاندې ښه نیت درلود. ده د پاچا او مزري تر منځ خبرې واوریډې چې ښکاریان ازمويي، نو ورغی اوورته ويې ویل چې:« مزري پاچا نه وویل چې تاسې جنکۍ يې.» شهزادګۍ له دې سړي نه مننه وکړه او دانوره جنکۍ يې راټولې کړې او ورته يې وویل چې:« خپل ټول قوت مو راټول کړی اوپښې مو په موشنګو ټینګې ږدي.» په دابله ورځ پادشاه دا دوولس ښکاریان ځانته راوبلل او امريې وکړ چې په مخکنۍ کوټه کې مشنګ وشني. دوولس ښکاریا راغلل او هغه کوټې ته ورننوتل چې مشنګ يې پکې شندلي وو. دوی په ډاډه زړه او محکمو قدمو روانې وې، یوه يې هم ونه لړزیده، ونه ښويېده او ونه ریږدیده. دوي بیرته ولا ړې او پاچا مزري ته وویل چې:« دروغ راته وویل، دوی ټول دنارینه وو په شان روان وو.» مزري په خواب کې ورته وویل چې:« دوی پوهول شوې وې چې ازمویل کیږي، نوځکه يې محکم قدمونه اخیستل. اوس نو ته د داوبدلو څرخ دې کوټې ته راوغواړه، کله چې دوی دلته راشي او دا څرخ وویني، نو خوشاله به شي، خونارینه دهغه په لیدو هيڅ نه خوشاله کیږې. دا مشوره دپاچا خوښه شوه او داوبدلو څرخ يې مخکنۍ کوټې ته راوغوښت. دپا چا نوکر چې د ښکاریانو په وړاندې يې ډیر ښه نیت درلود، بیا ورغی او هغوی ته يې دا راز هم ښکاره کړ. کله چې نوکر ولاړ اوشهزادګۍ دجنکیو سره ګوښې پاتې شوه، ورته ويې ویل چې:« باید په کلکه پام ونیسی اوداوبدلو څرخ په لور هیڅ ونه ګوری.» په بل سبا پاچا خپل دوولس ښکاریان دي مخکنې کوټې ته بیا راوغښتل. دوی راغلل خو داویدلو څرخ ته يې هیڅ ونه کتل. پاچا بیا مزري ته وویل چې:« زه دې وغولولم. دا خو نارینه دي، ځکه چې څرخ ته يې هیڅ ونه کتل.» مزري ورته وویل چې:« دوی ته ویل شوي وو چې ازمویل کیږي، نو ځکه يې په قصد څرخ ته ونه کتل.» نورنو پاچا دمزري په خبرو باور نه کاوه.

دا دوولس ښکاریان همیشه د پاچا سره په ښکار پسې تلل. ښکاریان د وخت په تیریدو په پاچا ډیر ګرانیدل. د ورځو نه یوه ورځ، کله چې دوی په ښکار پسې ووتل، خبر شول چې د پاچا کوزدې د واده جامې واغوستې. کله چې دا خبر د پاچا اصلي کوزدې واورید دومره غمګینه شوه چې نږدې و چې زړه يې راووزي او بې ځانه په مځکه ولیده. پاچا پوه شو چې دې ګران ښګاري ته يې څه ور پیښ شوي دي، ور منډه يې کړه اوغوښتل يې چې مرسته و ر سره وکړي. کله چې يې د لاس نه لاسمغان وایست نوهغه ګوته يې ولیده چې ده خپلې لومړۍ کوز دې ته ورکړې وه. او بیايې چې مخ ولید نو ويې پیژند له اودهغه په زړه کې يې ځای ونیو. کله چې دې سترګې وغړولې، پاچا ورته وویل چې:« ته زما يې اوزه د ستایم. په دې ټوله دنیا کې به هیڅوک ونه شي کولی چې موږ یوله بله بیل کړي.» ده هغه بلې کوزدې ته یو استازی ور ولیږه او هیله يې تری وکړه چې خپلې پاچا هۍ ته بیر ته ستنه شي، ځکه چې دي اوس يوه میرمن لري. څوک چې پخوا نۍ کلي بیا پیدا کړي نوې کلې ته ضرورت نه لري. ورپسې لوی اوښکلی واده جو شو او مزری هم وبخل شو، ځکه ده رښتیا ویلي و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.