اذربایجان؛ د تکواندو په روزنیز ورکشاپ کې څلور افغان استازي برخه لري

624

دعوت میډیا۲۴ ( سه شنبه /۱۰ ثور/۱۴۰۱): د آذربایجان د پلازمېنې باکو په کوربه توب د تکواندو د لوبڅارنې دوه مهم سیمینارونه ترسره شي چې له افغانستان څخه به څلور تنه استازي پکې شتون ولري.
د تکواندو د لوبڅارنې په ۱۱۶ پړاو کې له افغانستان څخه تکواندو فدراسیون سرلوبڅار عبدالرحیم علیزی او د تکواندو فدراسیون د باندنیو اړیکو مسؤل ډاکتر حبیب الله حیدري ګډون کړی.

د ریفرش کورس یا په تکمیلي ۱۳۰ مه دوره کې بیا د تکواندو ملي فدراسیون مشر او نړیوال لوبڅار ډاکتر نجیب الله سکندري، د هېواد لومړی درجه او نړیوال لوبڅار حاجي عبدالصبور عمري ګډون لري.
دوی تر دې پخوا خپلې لومړني روزنیز پړاوونه په آنلاین تېر کړي او د حضوري ګډون شرائط یې پوره کړي وه.

د یادونې وړ ده چې یاد دوه سیمینارونه به د مۍ میاشتې له ۱۱ تر ۱۴ نېټې پورې د تکواندو نړیوال فدراسیون تر څارنې لاندې ترسره شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.