سکبیس Scabies(د پستکی خارښت) څه ډول ناروغي ده؟ څنګه خپریږي؟ وقایه او درملنه یې څه ډول دی؟
سکبیس Scabies د پوستکي یو ډول ساري (خپریدونکي ناروغي دی چې پوستکی شدید خارښت سره مخ کوي او پر مخ یې بخار ته ورته سرې دانې راپورته کوي.
د سارکوپټس په نوم پرایزیټ یا په عامه اصطلاح کوچنی ژوندی موجود (چنجی) دغه ناروغي رامنځته کوي. یاد پرازیټ د ناروغ په پوستکي کې اوسي او داوسیدو لپاره د پوستکي لاندې ځانته کوچني سوري او یا کانالونه جوړوي.
ویل کېږي چې د یاد پرازیټ ښځینه تر نارینه لوی وي. ښځینه یې له دوو تر لسو هګۍ اچوي او بیا بیرته مري. په یو بل ځای کې مې لوستي و چې حتی تر پنځوسو هګې اچوي.
هګۍ بیا له درو تر څلورو ورځو پر لاروا بدلیږي او تر لسو یا پنځلسو ورځو پورې بلوغ ته رسي.
څلور جوړې پښې لري.
د انسان دفاعي سیستم اکثره د پرازیټ او د هغه د هګیو او دفعي موادو پر وړاندې غبرګون ښیي.
– د روغ شخص ککړیدل:
ډیری وختونه روغ شخص له ناروغ شخص څخه د پوستکي پر پوستکي تماس له وجې په ناروغۍ ککړیږي خو دغه تماس باید کم تر کمه تر څو ثانیو پورې وي. کم وختونه د خوب د بسترې او یا لباس، مخ پاک، لاس پاک… وسایلو له لارې سکبیس لیږدول کېږي. ځکه سکبیس په ازاده فضاء کې د دوو تر درو ورځو زیات ژوند نشي کولی.
د ځان ګرول د سکبیس د لا خپرولو په مانا دی. چې کله ناروغ ځان ګروي سکبیس ته موقع پیدا کېږي چې له یو ځای څخه بل ځای ته ځان ورسوي بل ناروغ د لاس په واسطه هم د بدن له یوې برخې څخه بلې برخې ته سکبیس لیږدوي.
د سکبیس نښې:
۱. خارښت: مریض د غاړې نه لاندې د بدن په ټولو برخو خو ډیر د ګوتو بندونو، بازو، تخرګونو، د خیټې چهار اطرافو او تناسلي غړو کې خارښت لري. شپې طرف خارښت لا زیاتیږي حتی ناروغ له خوب اوباسي.
۲. بخار (دانې) یا Rash:
سرې سرې دانې چې په سر کې سپینې وي یعنې له مایعاتو ډکې وي د ناروغ پر پوستکي څرګنديږي او اکثره وختونه د خطونو په ډول وي. تر څنګ یې د بدن په ځینو برخو کې زخمونه چې د شدیدو ګرولو له وجې رامنځته شوي وي تر سترګو کېږي
درملنه:
د درملنې په برخه کې باید ووایم چې غوره دا دی چې د کورنۍ د ټولو ناروغو غړو درملنه یو ځایي شروع شي. لباسونه د راټول کړل شي پر ګرمو اوبو له مینځلو وورسته د په تورو خلطو کې واچول شي او د حشرو ضد کمکل دې پرې وپاشل شي او تر درو ورځو د پرېښودل شي.
له ګرمو خوړو لوبیا، غټې غوښې، دالو او مرچو سره د درملنې په جریان کې احتیاط وشي. د خارښ د کمولولو په خاطر دې د شپې له مخې د لس ګرامه یوې Atarax ټابلیټ ګټه واخیستل شي.
درمل:
۱. مروجه درملنه یې په پنځه سلنه پرومترین کریم سره کېږي.
۲. د بنزایل بنزاواټ ۲۵ سلنه لوشن
۳. لس سلنه د ویا فاماډ سلفر کریم
۵. یو سلنه لایډین
نوټ: له پاس متن او درملنې د په عادي وخت کې ګټه واخیستل شي، د جانبي مشکلاتو امیدوارو میرمنو او ماشومانو درملنې په خاطر د هتمن د پوستکي ډاکټر ولېدل شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.