له ځانمرګي برید وروسته ‘چین پاکستان څخه خپل استادان ور بللي’
له پاکستان څخه راپورونه وايي چې په کراچۍ کې د چین د یو فرهنګي انستیتوت په استادانو باندې د بلوڅ د بیلتون غوښتونکو له ځانمرګي برید وروسته، دغه هېواد له پاکستان څخه خپل استادان بېرته وربللي دي.
د اپریل په ۲۶ نېټه په کراچۍ کې د چین د «کنفوشیس انستیتوت» د استادانو په موټر ځانمرګي برید کې درې چینايي استادان ووژل شول. د برید مسئولیت «بلوڅ ازادۍ ځواک» ومانه او وویل چې برید یوې ښځې کړی.
د پاکستان خبري رسنۍ «جیو» راپور ورکړی دی چې له دغه برید وروسته چین له ټول پاکستان څخه د خپلو استادانو د اېستلو پرېکړې کړې ده.
دغې رسنۍ د «کنفوشیس انستیتوت» د مشر ډاکټر ناصرالدین له خولې لیکلي دي: « يوازې د کراچۍ پوهنتون څخه نه، بلکې د ملک د نورو پوهنتونونو نه هم چينايي استادان بيرته چين ته بلل شوي دي.»
په کراچۍ کې د «ان اي ډي» پوهنتون مشر سروش حشمت لودهي نړیوالو رسنیو ته منلې چې له دغه پوهنتون څخه چینايي استادان وتلي دي.
نوموړي وویل د چین د کونسلګرۍ دغو استادانو پسې موټرونه استولی وو. هغه زیاته کړه: «۱۴ چينايي استادان وو، په دوی کې به اتو يا لسو په ان اي ډي پوهنتون کې درسونه ورکول. کله چې دا پېښه [ځانمرګی برید] وشوه، دوی ټول ان اي ډي پوهنتون ته راغلل او تېر ماښام مونږ ته معلومه شوه چې هغوی ځي، د کونسلېټ [کونسلګرۍ] ګاډي راغلي او هغوی پکې تللي دي.»
نوموړي وویل چې دغو استادانو به سلګونو پاکستاني زده کوونکو ته چینايي ژبه او فرهنګ ښودل.
په چینايي استادانو له ځانمرګي برید وروسته د «بلوڅ ازادۍ ځواک» په پاکستان کې په چینایانو باندې د نورو بریدونو خبرداری هم ورکړی و.
چین په پاکستان کې په لویو اقتصادي پروژو کې د خیل دی او بلوڅ بیلتونپاله ادعا لري چې د پاکستان حکومت د دوی د سیمو طبعي زېرمې سپړي او د دوی حقونه نه ورکول کېږي، خو د پاکستان حکومت دا ادعا ردوي.
د راپورونو په اساس په پاکستان کې د چین شاوخوا پنځه فرهنګي انستیتوتونه شته او د «پاکستان-چین فکري انستیتوت» په حواله دا مهال د ۲۶۰۰۰ او ۳۰۰۰۰ ترمنځ محصلین چینايي ژبه زده کوي او د چین له دود او دستور سره ځانونه اشنا کوي.
دا لومړی ځل و چې په پاکستان کې په چینايي استادانو ځانمرګی برید وشو.
د پاکستان او چین حکومتونو تر دې دمه په رسمي ډول له پاکستان څخه د دغو استادانو د وتلو او اېستل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.