کرونا او لنډۍ

آصف بهاند

738

«کورنا» نا روغي، د لنډیو په غېـږ کې

 یوپنځوسمه برخه

کورونا سمدم نیمایي کړم

خدای دې په داسې رنځ څوک نه اخته کوینه

 

بدن مې خوار لکه وچ ډکی

د کورونا د تبې داسې وي زورونه

 

کورونا زړه راته چولی

زه خوار غریب به یې په چا باندې گڼدمه

 

د لنډیو د دې برخې له پاره مې دغه نوې کورونايي لنډۍ راټولې کړې دي، هیله ده چې درته نوې وي او خوښې مو شي:

د تا ښېرو زه کورونا کړم

تا دې خدای ساتي زه دوعا درته کومه

 

ترکورونا نه هم ظالم یې

بخت مې کوټه شو چې پر تا میٔنېدمه

 

په کورونا باندې ورپېښ شوم

اوس خو ورپېښ شوم ځان به څنگه خلاصومه

 

د کورونا رنځ او غمونه

دومره رنځونه دریابونه وچوینه

 

د کورونا زور درمالوم شو

نه دې منله اوس زغمه تبې دردونه

 

اوس به پوه شوی یې که نه یې

د کورونا رنځ ړنگوي د تیـږو غرونه

 

بدن مې خوار لکه وچ ډکی

د کورونا د تبې داسې وي زورونه

 

کورونا درد نه به ځان ساتې

د سترگو رَپ کې ړنگوي دنگ ـ دنگ برجونه

 

د کورونا درد مې لیدلی

نور مې توبه ده بیا مجلس نه جوړومه

 

کورونا باد مې زړه سوری کړ

د درد چڼچڼې په کې ځالې جوړوینه

 

زړگیه هلته بیا روان یې

چې کورونا د بدن غوښې پر اور ږدینه

 

کورونا زړه راته چولی

زه خوار غریب به یې په چا باندې گڼدمه

 

په صورت روغ درته ښکارېـږم

خــبــره نــه یـې کــورونــا نــیــولی یـمـه

 

چې کورونا بدن ته راغله

نور به دې تن بدن په خدای سپارې میینه

 

کورونا راغله نه درځمه

د زړه کوڅې درځنې کله بېلومه

 

خلک به ټول ورته حیران شي

د کورونا د درد داستان که بیان کړمه

 

پر زړه مې ځای د داغو نه شته

د کورونا د درد بېشمېره دي داغونه

 

کورونا پام نږدې رانشې

د لومړي دور مې لا هېر نه دي دردونه

 

که د دردو د زغم اتل وي

چې کورونا شي زغم یې ژر کډه کوینه

 

کورونا سمدم نیمایي کړم

خدای دې په داسې رنځ څوک نه اخته کوینه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.