پاکستانۍ ترانس ډرامې د کن »کوير جايزه« وګټله

1,455

د پاکستان يو فلم چې په دغه مسلمان هېواد کې د يو ترانسجنس نڅاګر ژوند انځوروي، د کن فستيوال د »کوير نخل ونې« جايزه ګټلې ده. دغه فلم تر ټولو غوره د ال جي بي ټي، کوير او فمينيزم د موضوعاتو تصوير وړاندې کوي.

Frankreich | 75. Filmfestival in Cannes | Joyland

د جنسي انقلاب دغه کيسه »جويلنډ« نوميږي چې لارښود يې سيم صديق دی. دا په يوه پلارواکې ټولنه کې د تر ټولو کشري زوی داستان دی چې ورڅخه تمه کيږي له خپلې مېرمنې سره به يو ماشوم راوړي. خو د دې پرځای هغه د نڅا يوه تياتر سره يوځای کيږي او د نڅاګرو د ډلې له مشرې سره مينه پيدا کوي چې يوه ترانس ښځه ده. دا د کن په فستيوال کې لومړی پاکستانی فلم دی چې سيالۍ ته ولاړ دی چې د جمعې په ورځ يې په يوه استثنايي ګټګورۍ کې سمدلاسه جايزه وګټله.

د “un certain regard” په نوم دغه کټګوري استثنايي نويو ليدلورو ته ځانګړې شوې ده. د »کوير پالم« د ژوري مشرې او فرانسوۍ لارښودې، کاترين کورسيني د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې »دا يو قوي فلم دی چې د هر هغه څه څخه نمايندګي کوي چې موږ ته اهميت لري.«

کورسيني خپله هم تېر کال دغه جايزه له »لا فراکتور« فلم سره وګټله چې په فرانسه کې د »زيړ واسکټو« د خوځښت پر مهال د همجنس خوښونکو ښځو يوه جوړه نندارچيانو ته ورپېژني. کورسيني وويل چې د »جويلنډ« په نوم پاکستانی فلم به اوس په ټوله نړۍ کې ازانګې ولري.

د »کوير پالم« جايزه په تېرو وختونو کې سترو فلمي لارښوونکو ګټلې وه، خو دغه کټګوري تر اوسه پورې د نړۍ په تر ټولو مخکښ فلمي فستيوال کې رسمي ځای نه لري. البته د سينما د نورو عمومي غونډو په تالارونو کې د همجنس خوښونکو ښځو، همجنسبازو نارينه وو، دوه جنس خوښونکو کسانو، ترانس جندر او کوير محتويات د برلين د فستيوال په ګډون مدغم شوي دي.

برلين مثلاً د ۱۹۸۷ کال راهيسې د »ټېدي جايزې« په نوم د پروګرام يوه رسمي برخه دغو موضوعګانو ته ځانګړې کړې ده. خو کن يوه استثنا ده چې د فستيوال مشرتابه حتی د »کوير پالم« جايزې ته چې د يوې لسيزې راهيسې وېشل کيږي، اجازه نه ورکوي چې د پالې دو فستيوال په نوم په عمومي ودانۍ کې توزيع شي.

Frankreich | 75. Filmfestival in Cannes | Joylandد کن په ۷۵ فستيوال کې د پاکستان ډله

ډېر خلک اوس د کن د فلمونو په فستيوال کې دې ته هم حيران شوي دي چې پاکستان يو له لومړيو هېوادونو څخه دی چې د ترانس جندر يعنې د خپل جنس اړونکو کسانو له پاره يې د حفاظت او ژغورنې حقوقي مقررات پلي کړي دي. په ۲۰۰۹ کال کې پاکستان په رسمي ډول دغه دريم جنس په رسميت پېژندلی دی او په ۲۰۱۸ کال کې لومړنی د ترانس جندر پاسپورټ هم ووېشل شو.

د »جويلنډ« فلمي لارښود، سيم صديقي، وويل چې »پاکستان ډېر دوه اړخيز او کابو دوه قطبي غوندې دی.« د هغه په خبره »طبعاً مخکې له مخکې قضاوت موجود دی او له يوې خوا د يوه خاص قشر په وړاندې تاوتريخوالی هم شته، خو ورسره دغه پرمختللی قانون هم شته چې اساساً هر هغه چا ته اجازه وکوي چې خپل جنس پخپله تعيين کړي او دريم جنس هم په رسميت پېژني.«

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.