د تقوا برهان شکوري په ژوند او فن مجلس

مرکه کوونکې: پتانه ژوند

1,939

د تقوا برهان شکوري په ژوند او فن مجلس

د پتانه ‘ژوند’ سره

ایډیټ کوونکې: شېبه ګهیځ

تصوف او شعر

تصوف او عرفان له الله سره د مسلمان د مینې او د هغه لوی ذات لطف او مهربانۍ د انوارو او پلوشو له پیژندنې او قرب څخه عبارت دی چې دا پيژندنه او قرب د زړه پر سترګو، روح، ضمیر، کشف او شهود له لارې میسر دی او د منطق او استدلال له مخې امکان لري. نن مو له متصوفې شاعرې اغلې تقوا برهان شکوري سره مرکه کړې. هیله ده د پام وړ مو وګرځي.

 پتانه ژوند: څنګه مو شعر ته پام شو او د ادب ډګر ته مو را پېښه کړه؟
تقوا برهان شکوري: د شعر او شاعرۍ په مقصد، طریقه، مطالعه دا یوې سره هم نه وم بلده زما په وجود کي هغه کوچنی عارف وو چي د انالحق نارې  یې وهلې، په مادي عالم کي یې د معنوي عالم سره ډېر تعلق وو او خپله هم نه پوهیدم چي څه دي. د حقیقت هره ناره یې په شعر بدلیدل په دې زه او زما احساس هم نه دی خبر چي څه دی او څنګه بیانیږي؛ خو ملاقات او هر معنوي حال په ما د ۱۰ کلنۍ هم دا د الهام نڅاوي کولې، ما لومړی غزل د باران په اورېدو لیکلی دی؛ هغه به باران وو مګر ماته باران او د باران اوبه نه وې ما ته د نور څاڅکي وو.  ما د شعر لیکلو په هر زمان و مکان همداسي وګڼه.

پتانه ژوند: د شعر په ډګر کې مو له چا زده کړې کړي دي يا کوم چا په دې برخې کې هڅولي ياست؟
تقوا برهان شکوري: زدکړه مې د خاصو استادانو څخه نه ده کړې ؛خو کورنۍ مې چې څه وخت خبره شوه چي زه شاعري کوم نو ډېر یې خوښي څرګنده کړه زما د تشویق سبب هم کیدل.

پتانه ژوند: فکر نه کوئ پر شعر مو  تصوفي رنګ زيات غوړېدلی ښکاري، د دې علت څه کېدلی شي؟
تقوا برهان شکوري: هر انسان خدای یو څه ته ټاکلی وي ډېر انسانان شعر لیکي د هر چا په اشعارو کي بیلابیل رنګونه وي؛خو مهمه دا ده له ازل او فطرت نه چې د هر څه سره تړاو وي د انسان هم هغه پله درنه وي او پر هم هغه لوري روان وي.


پتانه ژوند: ستاسو لومړۍ شعري ټولګه ” د تقوا ميکده“ زياته برخه غزلونه لري آيا يوازي غزل ليکئ که نور فورمونه هم؟
تقوا برهان شکوري: ډېر وختونه هم داسي کیږي، کله چې حقیقتونه د قافیې او ردیف حدونه مات کړي بیا نثرونه لیکم نظم هم لیکم خو زیاته توجه او علاقه مې د غزل سره ده.

پتانه ژوند: ستا په غزل کي د ”علي“ يا ”پنج تن“ ذکر په کثرت سره ګورو د دې کوم ځانګړی لامل کېدلی شي؟
تقوا برهان شکوري:  د کاینات مقصد پنځه دي او په حقیقت مینه و مسلماني د دې مبارکانو د کوره را وتلې ده. دا هغه څه دي چې سبب ته اړتیا نه لري د اسلام مغز دی.

پتانه ژوند: ډیری وختونه ستاسو په شعر کي قراني اصطلاحات کارول شوي وي ، څه پېغام ورکول غواړئ؟
تقوا برهان شکوري: د حقیقت له نظره دې پوښتني په ځواب کي باید دا ووایم داسي ډیر شیان وي، چې د بنده و رب تر منځ وي او له عام نظره داسي وخت دی، چي ټول فکر او توجه روان حالت ته دي غواړم هغه څه چې له نظره لرې وي د وګړو فکر ورته را واړوم چي موږ مسلمانان یو دا کتاب مو هر څه دی.

پتانه ژوند: که يو څوک درنه وپوښتي” تقوا برهان شکوري“ څوک، چيري او کله زېږېدلې ده، تعليم يې څومره کړی دی نو ځواب به مو څه وي؟
تقوا برهان شکوري: زه تقوا برهان شکوري په ۱۳۷۵ هجري شمسي کال د  کندهار په څلورمه ناحیه  کې زېږېدلې یم. تر دولسم ټولګي مې زده کړې د کابل په سلطان راضیه ښوونځي کي وکړې اوسمهال په کابل کې د طب پوهنځي محصله یم.

پتانه ژوند: تاسو خو مذهبي زده کړې هم کړي دي او که غلطه نشم مذهبي لکچرونه مو هم ورکړي دي نو ولې مو پر شعر کې د ملنګۍ رنګ زيات جوت ښکاري؟
تقوا برهان شکوري: زما ذوق د حقیقت و معرفت سره دی د هغې لارې پیروي کوم ځکه  مې شاعري کې د ملنګۍ رنګ زیات دی. کوم کیف چي په  ملنګي کي دی بل څه کي هغه کیف نه وینم.

پتانه ژوند: تاسو له فارسي ژبې ژباړې هم کړې دي؟ د صادق هدایت (بوف کور) کتاب په هکله ووایئ تاسو دا کتاب هم ژباړلې که نه؟
تقوا برهان شکوري: هو، د دې کتاب ژباړه به  په نژدې وختونو کې چاپ شي.

پتانه ژوند: آغلې تقوا دا پوښتنه زما په ذهن کې تل وه، د شعري ټولګې نوم مو ولې (د تقوا میکده) ټاکلې، آیا ځانګړی لامل لري؟
تقوا برهان شکوري: “ما د تقوا په انتها کې میکدې ولیدې“ځکه مي دا نوم ورته غوره کړو دا د رموز یو اړخ دی.شعر هم هغه وخت کیف لري چې د حقیقت له دریابه بهرمند وي.

پتانه ژوند: تاسو ادب کې د ښځو ونډه او د ادب له لارې د ښځو د خدمت په هکله څه نظر لرئ؟
تقوا برهان شکوري: د کاروان صاحب په وینا”شاعران خو شاګردان د ښکلي رب دي“ هغه که ښځه وي که نارینه په دې ګلانو به د ادب بڼ سمسوروي.

پتانه ژوند: آغلې تقوا برهان شکوري .موږ او د دعوت لوستونکي که په خپلې شکلې شاعرې ونازوئ خوشحاله به شو.
تقوا برهان شکوري: ولې نه زما یو شعر دی.

– له الف تر یا آیات یم کله هلته کله دلته
د عرشونو سماوات یم کله هلته کله دلته

چوپاني مي ده تر غاړي ستا لمن لمن سارا کي
د انوارو سماوات یم کله هلته کله دلته

په غفلت کي حساب نسي که مي کت ځنګونان نه کړه
په زړه پروت پر مناجات یم کله هلته کله دلته

زه عدول شمس را تاویږم مبالات مه غواړه مځکي
ښه و بد ته تحیات یم کله هلته کله دلته

ستا د حسن باب کي پاته ټول لفظونه په حیرت کي
زه دي وړې ملاثات یم کله هلته کله دلته

سپینه پاڼه ستا د مخ یم ښه مي ولوله په غور
په لېمو کي حکایات یم کله هلته کله دلته

اوس یې وخت دی زما د سترګو په پیالو کي ځان اوبه کړه
مایده د خرابات یم کله هلته کله دلته

خپل زیبا رخسار ته ګوره د تقوا په دلبرۍ کي
آئینه ستا د صفات یم کله هلته کله دلته
تقوا برهان شکوري

پتانه ژوند: ډېره مننه آغلې تقوا برهان شکورې چې د دعوت بلنه مو ومنله په پای کې څه پیغام ویل لرئ ښځو او نجونو ته په ځانګړي ډول هغه چې غواړي د ادب له لارې وطن او ژبې ته خدمت وکړې.
تقوا برهان شکوري: هيله کوم ډېره مننه له تاسو نه چې ماته مو وخت راکړ. په پای کې باید ووایم، چې هره خور او ښځه دا حق لري خپل استعداد او هر هغه جوهر چې الله پکښي ایښی وي هغه دنیا ته وړاندې کړي تر څو ټول ترې بهرمند شي او پوه شي چې همدا ښځې دي چې د ټولني نيمايي برخه جوړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.