کورکمن

لطیف یاد

1,537

کورکمن (Turmeric)
——————–
د الوچی له رنگه سوره
د کورکمن په شانتې زیړ درپسې شومه
کورکمن چې په عربي ژبه یې کرکم ، په فارسي یې زردچوبه ، په اردو او هندي ژبو یې هلدي بولي په انګریزي کې ورته (Turmeric) ویل کیږي او علمي او ساینسی نوم یې
( Curcuma longa) دی دادرکو یا سونډ دکورنۍ یو بوټی دی چې زیاتره په هند . سیریلانکا، اندونیشیا ، تایوان ، تا یلینډ ، پیرو ، هایتي او جامیکا کې کرل کیږي ،خو لوی صادروونکی هیوادیې هند دی.
کورکمن دادرکو په شان غوټې لري او تر کرلو لس میاشتې وروسته حاصل ورکوي ا و ډیرو اوبو ته اړتیا لري .کورکمن په خوړو او دواګانو کې کارول کیږي ،خو زیاتره په هند ، پاکستان، بنګله دیش او نورو ډیرو هیوادونو کې په خوړو کې کارول کیږي.
کورکمن ډیر غذایی مواد اوډیر ویټامینونه هم لري لکه Cاو B6، اوسپنه ، پوتاشیم
دکورکمن ګټې :
———–
کورکمن دسرطاني ناروغیو دمخنیوي لپاره ډیرګټوردي اودمفاصلواوهډوکو دردونه کموي او دالتهابي ناروغیولپاره هم موثر ا وګټور بلل شوی دی .دطب دعلم پوهان وایي چې چې کور کمن د خولې د هغه جراثيمو مخه نیسي کوم هغه چې د خولې د سرطان لامل کیږي .همدارنګه د خولې، مرۍ او د ستوني نورو ډېرو ناروغیو مخه هم نیولی شي.که چیرې په خپلو خوړو کې کورکمن وکاروئ نو دالزایمر دناروغۍ په کمولو کې هم مرسته کولی شي.هغه ناروغان چې دشکرې په ناروغۍ اخته دي دکورکمنو کارول ورته ډیره ګټه لري.په چین او تایلینډ کې دکورکمنو نه دواسلینو په شان یو ډول دوا جوړیږي چې دهغو کسانو لپاره چې دهډوکو او روما تیزم دردونه لري ډیر ګټور دي. په پښتو ژبه کې دکورکمنو په اړوند لنډۍ ( ټپې ) هم لرو چې دایوه یې درسره شریکومه :
د الوچی له رنگه سوره
د کورکمن په شانتې زیړ درپسې شومه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.