شیطان او د هغه نیا

رڼا ګل اریوبزی

1,477

یو وخت یو لوی پاچا و. او دې پادشاه ډېر سپایان درلودل؛ خو دومره لږه تنخوا یې ورکوله چې سپایانو په دې تنخوا ژوند نه شو کولی. درې سپایان په خپلو کې یوبل ته سره نږدې شول اوغوښتل يې چې وتښتې. یوه سپايي وبل ته وویل چې: « که ونیول شوو نو د زندۍ کولو په ونه کې به مووځوړوي.» دې بل ورته وویل چې:« نو څه باید وکړو؟» هغه ورته وویل چې:« هغه د غنمو لوی پټی ګورې، که موږ هلته ځانونه پټ کړو، نو بیا مو نه شي پیدا کولی. دسپایانو لښکر اجازه نه لري چې په پټي ورګډ شي اوسبا له دې ځایه ځي.» دوی د غنمو پټي ته پټ په ګونډو ور وښوئيدل؛ خو لښکر ونه خوځید اوهلته چارچاپیر ځای په ځای پاتې شو. دوی هلته دوې ورځې او دوې شپې ناست وو. ډیر وږي شول او نږدې و چې له لوږې مړه شي. خو که چیرې د غنمو پټي نه راوتلي وای، نو دحتمي مرګ سره مخامخ کیدل. دوی له ځانو سره وویل چې:« څوک اوڅه شی به مرسته راسره وکړي چې له دې ځایه ووځو او کنه په ځورونکي مرګ به مړه شو.» په دې وخت کې داوراژدها چې په هوا کې الوتله، په دوی را ټيټه شوله او ترې ويې پوښتل چې ولې يې دلته ځانونه پټ کړي دي. دوی په ځواب کې ورته وویل چې:« موږ درې واړه سپایان یو، له نوکرۍ راوتښتید و، ځکه چې تنخوا مو ډیره کمه وه. اوس که دلته پاتې کیږو؛ نو له لوږې مړه کیږو او که له دې ځایه ووځو نو په دار ځوړول کیږو..» اژدها ورته وویل چې:« که غواړی چې اوه کاله مې خدمت وکړی، نو زه به تاسې دې لښکر له منځه داسې تیروم چې هیڅوک به مو ونه نیسي.» دوی په ځواب کې ورته وویل چې موږ ستا غوښتنه منو، ځکه بله چاره نه لرو.» په دې وخت کې اژدها درې واړه په خپلو منګولو کې ټینګ ونیول، هوا ته يې پورته کړل ، دلښکر له سره يې تیر کړل او هلته په یوه لرې ځای کې يې بیا په ځمکه کښینول. دا اژدهابل څوک نه و، شیطان و، خوله ځان نه يې اژدها جوړکړی و. ده دوی ته یوه کوچنۍ دوره ورکړه او ورته ويې ویل چې:« که په دې دوره مو په خپل ټول زور یوڅه ووهل، نو ترمخه به موله ځمکې تر هغه هم زیاتې پیسې را وخوټیږي ( را پورته شي ) چې تاسې يې په هیله وی. بیا نو کولی شي چې د لویو بادارا نو په شان ژوند وکړی، أسونه به ولری او په ګاډیوکې به دې او هغې خواته چکرونه وهی، خو له اوو کالو وروسته بیا زما مال یاست.» بیا يې دا هم ورته وویل چې:« لومړی درته دا یوه معما وایم، که چیرې مو دهغې مانا راته وویله، بیا دری واړه زما له واک اوځواک نه ازاد یاست..» نور نو اژدها ترې والوتله او دوی خپل مزل ته دوام ورکړ، د دورې په برکت يې پریمانه پی يې درلودې، د بډایانوجامې يې ځانوته جوړولې، اغوستې يې او په ټوله نړۍ کې يې چکرې وهلې. چې هر چیرې به وو، په خوشالې او پریمانۍ کې يې ژوند کاوه، په آسانو سپریدل او په ګاډیو ( بګیو ) کې ګرځیدل، خوړل يې او چیکل يې خو بد کارونه يې نه کول. وخت په چټکۍ تیریده ، دا اوه کاله زر تیر شول او ورسره سم دوه سپایان ډیر په ډار شول، خو دادریم يې چندان په فکر کې نه و، دې نورو دوو ته يې وویل چې:« وروڼو ! مه ډار یږی، زه لیونی نه یم، زه د معما په مانا پوهیږم.» بیا درې واړه دباندې پټیو ته را و وتل، هلته کښیناستل او د دوو په مخونو کې دخپګان نښې او نښانې لیدل کیدې. په دې وخت کې یوه زړه ښځه راغله او ترې ويې پوښتل چې ولې دومره خپه دي. دوی سوړ هوسیلی وکیښ او ويې ویل چې:« زموږ خپګان په تا پورې اړه نه لري او ته خو بې له هغې هم زمږسره کومه مرسته نه شې کولی.» زړې په ځواب کې ورته وویل چې:« هیڅوک نه شي ویلی چې مرسته نه شم در سره کولی، په ما با ور وکړی او دخپل خپګان لامل راته بیان کړی.» سپاهیانو ورته وویل چې:« موږاوه کاله د شیطان نوکران وو، هغه بې شمیره پیسې راکولې، موږ هم د ده خدمت ومانه او تر هغه به د ده هغه نوکران پاتې شو، ترڅو چې دمعما مانا ورته پیدا کړو. زړې ورته وویل چې:« که غواړی چې مرسته درسره وشي، نو باید یو له تاسې څخه دې ځنګل ته ورننوځي، په ځنګل کې به د پرخې یوه رانسکور شوي دیوال ته ورسیږي چې دیوه واړه کورګنکي به شان ښکا ري، دې کور ته باید ور ننوځي، هلته به مرسته تر لاسه کړي.» دا دوه اندیښمن په دې عقیده وو چې:« دا کار به هیڅ مرسته راسره ونه کړي.» دواړه کرار کیناستل، خودا دریم چې تل خوښ و او دڅه په غم کې نه و، را پا څید، دځنګل په لور روا شواو د رانسکوره شوې پرخې د دیوال نه جوړ شوي کور ته ورسید. په کور کې یوه ډیره زړه ښځه ناسته وه، دا د شیطان نیاوه او د سړي نه يې پوښتنه وکړه چې له کومه راغلې او دلت څه غواړې. سړي ټول هغه څه ورته بیان کړل چې په تیر شوې ول. دی د بوډۍ خوښ شو ، زړه په وسوزید او ورته ويې ویل چې مرسته ور سره کوي. بیا يې هغه لویه او پلنه تیږه چې دتکا وۍ په سر پرته وه، را پورته کړه او ويې ویل چې.« دلته په تکاوۍ کې ځان پټ کړه، هر څه چې دلته ویل کیږي، ته يې په تکا وۍ کې اورې، د لته کرار کینه اوځان ونه خوخوې، کله چې اژدها راشي، دمعما پوښتنه به ترې وکړم، هغه ماته هرڅه وايي، ته يې ځواب ته ښه غوږ ونیسه چې څه وايي.» اژدها د شپې په دوولس بجو په هوا کور ته راغی او ډوډۍ يې وغوښته. نیا يې خوراک او چیکاک په میز داسې ترتیب کړل چې اژدها ور ته خوښ شو او دواړو یو ځای ډوډۍ وخوړه. ور پسې پوډۍ د اژدها نه وپوښتل چې ورځ يې څنګه ټیره شوه او څو اروا ګانې په لا س ورغلې. اژدها ورته و ویل چې:« نن مې بخت راسره مل نه و، یوازې درې سپایان مې راګیر کړل، ډاډه یم چې د رې واړه زما په واک کې دي.» بوډۍ و ویل چې:« هو ! درې سپایان، دوی له ځان سره یو څه لري، کیدای شي چې درنه وتښتي او ازاد شي.» شیطان په مسخره ور ته و ویل چې.« هغه بالکل زما په واک کې دي، زه دوی ته یوه داسې معما ور کوم چې هیڅکله به يې مانا پیدا نه کړای شي.» بوډۍ ترې وپوښتل چې دا څه ډول معماده؟» شیطان ورته و ویل چې:«  درته وایم يې: په لویه شمالي بحیره کې یوه بحري پشه مړه پرته ده، دا به دهغوی کباب وي: او دیوه نهنګ پښتۍ، دا به دهغوی کاشغه وي: او د یوه آس پښه چې منځ يې خالي دی، دا به د دوی د چیکاک ګیلاس وي.» کله چې شیطان ویده شو، زړې نیا يې دتکاوې له سره ډبره پورته کړه او سپايي يې ترې را وبا سه او ويې پوښته چې :« هر څه دې په غور واوریدل؟» هغه وویل چې:« په هرڅه ښه پوه شوم او هیر به يې نه کړم.» تر دې وروسته دی په یوه بله لار پټ له کړکۍ و وت او په بیړه خپلو ملګرو ته ورغی. ده ملګرو ته دا کیسه وکړه چې د شیطان زړې نیا په شیطان څه چل وکړ، ترڅو د معما مانا ورته بیان کړي. اوس نو درې واړه ځوښ او خوشاله شول، دورې ته يې لاس کړ او ګوزارونه يې په وکړل، دومره پیسې را و وتې چې په ټوله مځکه يې هرې خوا ټوپونه وهل. کله چې پوره اوه کاله تیر شول، شیطان دخپل کتاب سره راغی او په کتاب کې يې سپایانو ته د دوی لاسلیکونه وروښود ل اوورته  ويې ویل چې:«غواړم تاسې له ځان سره دوزخ ته بوزم، هلته به ډوډۍ خوری: که راته ومو ویل چې څه ډول کباب به درکړ شي، نوازادي به مو په برخه شي او دوره به هم ستاسې مال پاتې شي. په دې وخت کې لومړی سپايي را پورته شو او ويې ویل چې:« په لویه شمالي بحیره کې یوه بحري پشه مړه پرته ده، دا به کباب وي.» شیطان په غوسه شو او:« هم هم» يې وکړل او بیايې وپوښتل چې:« څه شی به ستاسې کاشغه وي؟»  دې بل ورته و ویل چې:« د نهنګ پښتۍ به زموږ دسپینو زرو کاشغې وي.» شیطان له ډیرې غوسې په خپل مخ منګولې ولګولې، درې واره يې « هم هم هم» رمباړې و وهلې او له دریم نه يې وپوښتل چې:« ایا په دې هم پوهیږی چې ستاسې ګیلاس به څه شی وي؟» هغه ورته ووی چې:« دآس پښه به زموږ ګیلاس وي.» له دې سره سم په سپایانو دشیطان واک او ځواک پای ته ورسید او په لوړو چیغو والوت. سپایانو ته دوره ور پاتې شوه، دهغې په ګوزارونو يې دومره پیسې پیدا کولې، څومره چې يې غوښتل او ټول ژوند يې په عیش اوعشرت تیر کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.