يوې سختي زلزلې په خوست او پکتيکا کې په سونو کسان وژلي

609

د چارواکو په حواله يوې سختې زلزلې د افغانستان ختيځ لړزولی او تر اوسه د۲۸۰ کسانو د مړيني خبر ورکړل شوی دی. د ريشتر په مقياس د دې زلزلې شدت ۶،۱ ښوول شوی دی.

Afghanistan | Tote nach Erdbeben in Afghanistanپه پېل کې د طالبانو ادارې طبيعي پېښو ته د رسېدګۍ چارواکو ويلي ول چې ۶،۱ درجې قوي زلزلې د افغانستان ختیځ لړزولی او ۱۳۰ کسان پکښې وژل شوي دي. خو د طالبانو تر ادارې لاندې رسمي دولتي خبري آژانس باختر بيا د هغو کسانو شمير چې ژوند يې له لاسه ورکړی دی ۲۸۰ ښوولی دی او ويلي دي چې تر ۶۰۰ ډېر کسان ټپيان دي.

دغه آژانس همدا راز زياته کړې ده چې ژغورونکي عمله له څرخي الوتکو سره سيمې ته د رسېدو په حال کې ده. ويل شوي دي چې ښايي د تلفاتو شمير نور هم لوړ شي.

د دې خبري آژانس مدير عبدالوحيد رايان، د خپل تويتر له لارې ويلي چې يوازې په پکتيکا کې ۹۰ کورونه ويجاړ شوي دي او اټکل کيږي چې په لسونو کسان بې بند پاته وي.

په خپرو شويو انځورونو او ويديوګانو کې ليدل کيږي چې په پکتيکا کې د پاکستان پولې ته څېرمه قربانيان د څرخي الوتکو له لارې انتقاليږي. په يوه ويديو کې چې ډېره لاس پر لاس کیږي، ليدل کيږي چې په سيمه کې کورونه ويجاړ شوي او خلک د خرابو په پاکولو بوخت دي.

د طالبانو مرستيال وياند بلال کريمي هم پخپل تويتر کې ليکلي: «يوې سختې زلزلې د پکتيکا څلورو ولسواليو ته سخت تکان ورکړی دی او زموږ په سونو هيوادوال یې مړه او زخميان کړي او کورونه یې ويجاړ کړي دي.»

Afghanistan | Tote nach Erdbeben in Afghanistan

نوموړي زياته کړې: «موږ له ټولو مرستندويه ټولنو څخه غوښتنه کړې ده چې خپل ټيمونه ژر تر ژر سيمې ته واستوي څو د ناورین د پراخيدو مخه ونيوله شي.»

د امريکا د ځمکې پيژندنې ادارې او همدا راز د افغانستان د ځمکې پيژندنې ادارې ويلي دي چې د چهار شنبې ورځې د زلزلې شدت د ريشتر په مقياس ۶،۱ وو او د زلزلې مرکز د خوست ښار په شا او خوا ۴۴ کيلومترو کې ۵۱ متره ژور وو.

د باختر آژانس مدير عبدالوحيد ريان زياته کړې ده چې په خوست ولایت کې هم زلزلې په لسونو کسان مړه او ټپيان کړي دي. پر خوست سربيره په ننګرهار، پکتيا او يو شمیر نورو ولايتونو کې تکانونه محسوس شوي دي.

په ګاونډي هيواد پاکستان کې د ځمکې پيژندنې ادارې هم هلته د زلزلې شدت ۶،۱ ښوولی دی. ويل شوي دي چې په اسلام آباد او همدا راز د خیبر پښتونخوا او پنجاب ايالت په يو شمير سيمو کې هم زلزله احساس شوې ده.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.