په پښتو شاعري د وجودیت اثرات_ ادبي مرکه

شېبه ګهیځ

1,419

فلسفه هغه پوهه ده چې موجوداتو په حال باندې سړى خبروي او دا اړخ يې څېړي، چې شيان رښتيا هم وجود لري او که څنگه؟ د فلسفې يوه مانا په فکري او سولي استعدادنو باندې د هغې اطلاق بلل كيږي، څو انسان ته دا وس ورکړي چي شيان پېښې او ډول ډول چاري له ډېر لوړ او پراخ ليد څخه وڅیړي او په دې توگه سره د وخت پېښې په پوره ډاډ، باور او ارامتيا سره وزغمي او فلسفه په دې مانا سره د حکمت انډول يا مترادفه ده. فلسفه داسې يوه پوهه ده چي غواړي تر ټولو بنسټيزو حقيقتونو ته لاره اواره کړي.

دلته مو د یو فسلفي مکتب او فلسفي اثر په هلکه له، محمود ایاز صیب سره د همده فلسفي اثر(په پښتو شاعري د وجودیت اثرات)مرکه کړې پام مو غواړو.

مرکیاله: شېبه ګهیځ

مرکه کیدوونکی: محمود ایاز

شېبه: ایاز صېب نړۍ مننه چې موږ ته مو وخت راکړ که په پیل کې دا رته ووایئ چې په څو ژبو شاعري او لیکوالي کوئ؟

محمود ایاز: په پښتو او اردو ژبو لیکل کوم، په پښتو ژبه شعرونه او نظمونه لیکم په اردو ژبه یوازې غزلې لیکم. ټول اثار مې په پښتو ژبه دي؛ خو هغه کالم چې هره اونۍ چاپیده هغه مې په اردو لیکلي یعنې دا چې په اردو ژبه مې مشرق  ورځپاڼې ته چې اونۍ کې یږ ځل چاپیده او په کویټه کې مشهوره ورځپاڼه وه د ساده باده خبرې( سیدھی سادی باتیں  ) تر سرلیک لاندې کالمونه لیکلي. دا کالمونه مې تقریبا یو کال لیکلي.

شېبه: تاسو په کویټه کې د علومو اکاډمۍ اساسي غړی یئ؛ نو د خپلو فرهنګي کارونو په هکله ووایئ؟

محمود ایاز: د خپلو فرهنګي کارونو په هکله په کویټه کې دا وایم چې ما په کویټه کې یو اکاډمي پرانیسته د(سکام ادبي اکاډمي کوټه) دا په کویټه کې  زما شخصي اکاډمي وه، په دغه اکاډمۍ کې مې د همده اکاډمۍ په نوم څو ګڼې مجلې خپرې کړې. په دوبۍ کې څو ادبي ټولنې وې هغوی له ما سره مالي مرسته کوله، د خغوی په مالي مرسته او زما په مدیریت د خال په نوم مو یوه مجله پیل کړه؛ دغې مجلې پنځه ګڼې مو خپرې کړې او اخري دوې ګڼې مو سره یو ځای او د کاظم خان شیدا نمبر په نوم مو په ۱۱۰۰ مخونو کې چاپ کړه.

شېبه: د خپلو چاپ شوو اثارو په هکله معلومات راکړئ؟

محمود ایاز: غالباً نهه کتابونه مې خپرې شوي، په دې کې درې شعري ټولګې دي. ۱: ټناکې د خیال ۲: بیا زه هم په سایه بدل شوم ۳: د انالحق نارې وهم. څلورمه شعري ټولګه به مې هم دا نږدې وختونو کې د هوا لاسونه راکړه په نامه چاپ شي. نور بیلابیل اثار دي. (د نطیشه اثار او احوال) د هغه د کارونو ژوند او هنر په هکله کتاب دی، (د ماځیګر چارسو) په ده کتاب کې د نړیوالو شاعرانو د شعرونو ژباړه په پښتو ژبه ده.(دیدن ته دې ناوخته راغلو) دا کتاب د یوې ادبي دورې راپورتاژ دی. (عکس) په ده کتاب کې د عربي ژبې د جدید  نظم ګو شاعرانو د شعرونو پښتو ژباړه ده او بل همدا کتاب دی چې تازه تازه چاپ شوی دی.

شېبه: ډیره ښه ده، د نوی اثر(په پښتو شاعري د وجودیت اثرات) په هکله مو ووایئ موضوع یې څه ده؟

محمود ایاز: د وجودیت له درېیو برخو جوړ کتاب دی. لومړۍ برخه: د وجودیت نظریې او بحثونه، د وجودیت مهم اصول او نقطې، د وجودیت مکتب په هکله، د وجودیت مختلف تعریفونه اوداسې نور موضوعات. دویمه برخه: د وجودي مکتب مهم شخصیتونه، ژوند، کارونه او د همده مکتب په اړه د هغوی نظریات. درېیمه برخه: په پښتو شاعري د وجودیت اثرات، عملي تنقید او کره کتنه ده. په درېیمه برخه کې ټول هغه د پښتو ادب شاعران راغلي چې په خپلو شعرونو کې د همده مکتب له لارې پیروي او پلوي کوي.

شېبه: وجودیت یعنې څه؟ او د بحث موضوع څه ده؟

محمود ایاز: وجودیت لکه علامه نګاري، کلاسیزم، رومانتیزم او نورو ادبي مکتبونو په څیر یو ادبي مکتب دی، چې ډیر مهم شخصیتونه او څیرې بکې دي. د دوی د بحث موضوع ټول په انسانانو باندې څرخي، د انسان د وجود په هکله مختلف بحثونه کوي او د انسان وجود په جوهر مقدم ګڼي.

په دغه مکتب کې دوه ډوله وجودیان دي، ځینې پکې الهیاتي وجودیان دي چې دوی د خدای وجود مني هر څه د خدای له لوري منی. بل پکې الحادي وجودیان دوی بیا د خدای وجود بیخي مني نه.

په دغه مکتب کې یو نظریې او فکرونه دي بل هم اصطلاحات دي، لکه: تنهايي، کرب او اذیت، مرګ، ازادي، بیګانه ګی او داسې نور.

ما هم د پښتو ژبې شاعران شعرونه د همده مکتب د نظریو په اساس څیړلی، تنقید مې کړی او خپل بحثونه مې پرې لیکلي. په هغو شاعرانو کې کاروان، درویش درانی، سعید ګوهر، رازق فهیم، قیصر افریدی او داسې نور شاعران دي.

شېبه: تاسو وویل وجودیت یو مکتب دی؛ نو د دغه مکتب د سر لارو، مهم شخصیتونو، ځانګړونو او اثارو په هکله څه وایئ؟

محمود ایاز: کله چې وجودي مکتب رابرسیره شو، د دوی فکر په نړیواله کچه نړۍ او د نړۍ ادب اغیزمن کړ. د دوی فکر، جذبات، احساسات او نظر لاانتهایي نادره او مختلف و. دوی په اصل کې نثري لیکنې کوي؛ خو که د دوی اثارو ته وکتل شي داسې فکر کیږي لکه شاعري د دوی فکرونه او لیکنې شعر ته ډیر نزدیکت لري یعنې ډیرې منظم لیکي.

ددې مکتب هغه مهم شخصیتونه، لیکوالان او فیلسوفان په نړۍ کې هادیګر، ژان پل سارتر ، مارسل، کریکیګارد او داسې نور دي.

دوی د انسان وجود په هکله مختلفې نظریې لري، دوی وایي انسان له کرب او اذیت سره مخ دی، انسان بیخي تنها شوی، انسان د خپل تقدیر فیصلې پخپله نه شي کولی او انسان په تکه توره شپه کې راګیر دی. کریکیګارد وایي:”زه دغه دنیا ته غورځول شوی یم او له ما پوښتنه نه ده شوې هغه د خپل د قدر و قیمت پوښتنه کوي، وایي زما قدر و قیمت څه دی زه څه یم.”

البرکامو د وجودی مکتب بل فیلسوف دی. هغه د سیپس کیسه کې دا بحث اخیستی چې دا دنیا لغوه ده؛ انسان هیڅ مانا نه لري. انسان نا حاضر شی دی دا کتاب د انسان وجود په هکله چغې او بغارې دي ؛ خو البر کامو دا کتاب دومره عالي او په ظرافت لیکلی چې د نوبل جایزې ګټوونکی هم شو او دا د وجودي مکتب غوره اثر دی.

شېبه: نو وجودیت فلسفه ده، د فلسفې تعریف څنګه کوئ فلسفه څه ده؟

محمود ایاز: فلسفه یوناني کلمه ده چې د حکمت په مانا اخیستل شوی. لرغونی یونان فلسفه د حمکت په مانا اخیستې. فلسفه دانش ده د افلاطون په وینا فلسفه د اشیاو د ماهیت ابدي علم ده او فلسفه د علمونو مور ده.

شېبه: ایا وجودي مکتب ته د هیومنزم ادبي مکتب ویلی شو ځکه د دواړو د بحث محور انسان دی که نه، دا دواړه مکتبونه توپیر لري؟

محمود ایاز: هیومنزم یعنې بشر پالنه، د ده دواړو مکتبونو په خیالاتو کې توپیر دی. هیومنزم د ملکه الزابیت په تحریک سره رابرسیره شو دوی دا نظر لري چې تاسو اسمان پریږدۍ، انسان ته توجو وکړئ دوی انسان مهم ګڼي او اسمان ورته مهم نه دی؛ خو وجودیت کې بیا د انسان یوازیتوب، مرګ، اذیت، ازادي د ده په هلکه بحث کیږي دوی له انسان سره اسمان ته هم توجه کوي یعنې د خدای وجودیت هم مني او هر څه له خدایه بولي. دا دواړه مکتبونه سره توپیر لري.

شېبه: د وجوديانو د شعرونو بیلګې که راته ووایئ.

محمود ایاز:

د کاروان صیب په شاعري کې:

یه د مینې د سحر د لمانځه کیفه

سندریز یې لکه سوره رحمان

ستا خو دوست دی ستا خو خپل دی ستا خو مل دی

ما هم بوځه تر درشله د یزدان

 

سعید ګوهر په شعر کې:

هر کوم یو شی موجود دی پخپل ظهور یا جلوه کې

ناقص نه دی ذره هم د خپل فطرت اظهار په رقص کې

 

د استفراق کوم کیفیت دی چې هیڅ شی نه وینم

ځانته هر وخت زه یو حیرت وړی تصویر ولې یم

 

شېبه: خوندوره مرکه وه، ډیر څه مو له تاسو او د وجودي مکتب په هکله له تاسو زده کړ نړۍ مننه دا چې موږ ته مو وخت راکړ .جناب ایاز صیب ان شاءالله د نورو اثارو او ایجادیتو په هیله مو!

محمود ایاز: له تاسو هم مننه! په پښتو ادب کې مو کارونه د هیرولو نه دي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.