“تانده شاعري دې هلته څنګه ده”ادبي مرکه

شېبه ګهیځ

909

هایکو، یا د لنډ هنر شعر د جاپاني شعر یوه بڼه ده، چې د جاپاني کلتور یوه مهمه برخه وه او دوام لري. په زړه پورې خبره د هایکو په هلکه دا ده، چې د نړۍ تر ټولو لنډ شعر ګڼل کېږي. د خپل لنډیز سره سره، هایکو د هغه څه سمبول دی چې واقعاً معنی لري. او پښتو کې پالونکی شاعر اجمل تورمان ولولئ.

خدايه يو غټ زړه راکړې
لکه د غره په شانتې
خو چې د کاڼي نه وي

دا شعر به مو ډېر لوستی وي، اجمل تورمان لنډه مرحله کې لنډ مطلب رانغاړل.

اجمل تورمان ژورنالیست، شاعر، ژباړونکی او د ځوان شعري بهير هغه څېره ده، چې د شعر دنيا يې له یو ډول نوښت سره مخ كړ؛ دا نوښت د آزاد شعر په فورم كې د لنډو شعرونو ليكل دي؛ په پښتو کې د هایکو شعري فورم پالل، د هغه مهم کارونه ماشوم ادبیاتو ته کار کول، رڼا کلتوري بهیر رامنځته کول، ماشومانو ته د اکوبکو میاشتنۍ مجله چاپول او داسې ګڼ نور ارزښتمن کارونه دي.
دلته مو د هغوی د همده فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله مرکه کړې ده، چې لوستلو ته یې تاسو رابولو!

مرکیاله: شېبه ګهیځ

مرکه کیدونکی: اجمل تورمان

شېبه: پیل به یې له دې وکړو چې اجمل تورمان څوک دی؟

تورمان صېب: اجمل تورمان همدا دی، چې تاسې یې پېژنئ، د خپل نوم او تخلص قدر یې تر دې زیات نه دی.

شېبه: د خپل چاپ شوي او ناچاپ اثارو په هکله ووایئ؟

تورمان صېب: د ګل تر سیوري لاندې، په ویاله کې سمندر، خدای پامان، زه د ښار هغه شاعر یم، دا مې د شعرونو ټولګې دي. د ادام خان لالا نکلونه ( کیسې ) ځنګل او د زړې بیزو کیسه ( ناول ګوټي ) او پنځه ( شعرونه ) دا مې ماشومانو ته لیکلي کتابونه دي. دا کتابونه ټول چاپ شوي.

ناچاپه شعرونه هم لرم، چې وخت په وخت مې په خپلو ټولنیزو پاڼو له مینوالو سره شریک کړي.

شېبه: (ویاله کې سمندر)شعري تولګې په هلکه راته ووایئ او هم دا چې څنګه مو یاده شعري ټولګه لومړۍ مقام جایزه ګټلې؟ پرته له دې جایزې مو نورې لاسته راوړنې په هکله هم ووایئ.

تورمان صېب: کوچنی کتاب، چې په جیب کې ځایېږي، کمې پاڼې، لنډ شعرونه، خو خپلې تجربې او نوې تجربې . د جایزې ګټلو لامل یې هم زما په اند، ښايي همدا وروستۍ دوه ځانګړنې وې.

پرته له دې جایزې، د ادم خان لالا نکلونه کتاب مې هم د کال لومړۍ جایزه اخیستې وه.

شېبه: په کومو فورمونو کې مو شاعري کړې او تر ډېره مو د شعرونو محتوا په څه څرخي؟

تورمان صېب: ما هم ازاد شعرونه لیکلي او هم مقفا، محتوا یې ژوند دی، ډیرو اړخونو ته به په کې پام شوی وي.

شېبه:  تاسو ماشوم ادبیاتو ته ډیر کار کړی، ولې په افغانستان کې په تیره پښتو ادب کې دومره ماشوم ادبیاتو ته پام نه کېږي، لاملونه څه دي؟

تورمان صېب: غواړم دا پوښتنه تصحیح کړم، که موخه دلته له ډیر کار نه ډیر لیکل وي، نه ما نه ډیر لیکل نه دي کړي؛ تر ما د یو شمېر نورو لیکوالو د لیکنو تله درنه ده. هو د پرمختګ او پراختیا لپاره مې منډې رامنډې کړي؛ خو دې ته نن سبا دومره ارزښت نه ورکول کېږي، خلک دا ګوري چې په لاس کې دې څه دي.

که ووایو، چې پام ورته نه دی شوی یا نه کېږي، ښايي ډیره عادلانه نه وي، پام شوی او کېږي خو هومره نه چې باید شوی وای، د جمهوري نظام تر سقوط مخکې دوې لسیزې په افغانستان کې د اشخاصو او یو شمېر کلتوري ټولنو له خوا د ماشومانو ادبیاتو ته د پام وړ کار وشو او که وضعیت همداسې دوام کړی و، ښايي نور هم ډیر پرمختګ شوی و.

شېبه: د رڼا کلتوري ټولنې په هکله راته ووایئ؟ څه لاسته راوړنې مو لرلې؟

تورمان صېب: رڼا کلتوري ټولنه، جالبه ده، یا خو مو زما په اړه خپل معلومات کافي ډیر دي او یا خو مو زما له کوم نږدې ملګري مشوره اخیستې.

ما چې ( په ویاله کې سمندر ) کتاب جایزه، ۸۰۰۰  افغانۍ واخیستې، کابل کې د میوند صالون د مشر مخې ته مې کېښودې او ورته مې وویل، زه پوهېږم چې دا ډیرې کمې پیسې دي؛ خو راسره مرسته وکړه، غواړم افغانې ښځې او نجونې پښتو ادب او فرهنګ ته د کار لپاره په یو ټغر سره راټولې کړم.

کور یې ودان دا کار یې وکړ او ما رڼا کلتوري ټولنه په همغه راټولېدنه کې جوړه او اعلان کړه. نور مې څادر ترې په اوږه کړ او ښځې مې خپل حالت ته پرېښودې.

هو، د غونډو لپاره یې منډې ما کولې او رېښتیا څو ګنې مجله مې هم ورته چاپ کړه، بیا دوی مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر جوړ کړ، چې ښه دی تر ننه شته.

ځانګړي مننه له دې امله ترې کوم، چې د رڼا نوم یې بیخي ورک نه کړ، او کلنۍ مشاعره یې لا هم په دې نوم کېږي.

شېبه: تاسو په هایکو فورم کې هم شاعري کوئ، لامل څه دی چې هایکو فورم پښتو ادبیاتو کې دومره نه دی پالل شوی؟

تورمان صېب: هایکو د جاپاني شعر یو ډول دی، قالب یې ډیر سخت دی ځکه یې څوک نه پالي.

پنځه، اووه، پنځو کې لیکل کېږي، دا ډیر سخت قالب دی.

شېبه: ماشوم ادبیات د ماشومانو په روزنیزې برخې کې څومره اغېزه لرلی شې او په کومو برخو کې کار ته ډیره اړتیا ده؛ ماشومانو ته کیسې که شعرونه؟

تورمان صېب: بې له شکه په ټولو کې د ماشوم ادبیات او بیا د دوی په شعرونو او کیسو کې غیر مستقیم پیغامونه یې په روزنه کې مهم رول درلودلی شي، تينګار کوم، چې پیغامونه غیر مستقیم وي، دا ډیره مهمه ده.

شعرونو او کیسو دواړو ته اړتیا ده او ماشومان هم دواړه خوښوي.

شېبه: شاعرۍ ته مو څنګه مخه شوه؟ تاسو په اند هم شعر الهام دی؟

تورمان صېب: زما ورته مخه نه دی شوې، د شاعرۍ راته مخه شوه، زه خو وایم کله الهامي شي او کله نه.

شېبه: د نظام له بدلیدو وروسته ډیری کادري غړي له هېواد بهر تللو ته اړ شوي؛ دغه بهیر که همداسې روان وي پایلې به یې څومره بد وي؟

تورمان صېب: دا خو څرګنده خبره ده، ډیره بده پایله به ولري، همدا اوس هم محسوس ده، خو ورسته کې به یې اغیز بیخي زیات محسوس شي.

د وطن دا حالت سړی ډیر سخت دردوي، ایا ماشومتوب کې دې کله د شګو کوټنۍ ، چې په ډیرې سختۍ دې جوړه کړې وي، کومه همزولې درته ورانه کړې ده؟

دې وطن ته په تېرو څو لسیزو کې هر چا خپل وس کار کړی و، خو د ټولو خواري هیڅ شوه.

 شېبه: تاسو په ازادي رادیو کې د خبرو او سندرو خپرونې چلونکی پاتې شوي یاست؛ جالبه خاطره مو له دې خپرونې څه ده؟

تورمان صېب: ما ویل کنه، چې کوم ملګري مې درسره د پوښتنو په جوړولو کې مرسته کړې.

هو، یوه ورځ کابل کې ټکسي موټر کې کښیناستم، نو چې خبرې مې کولې، ټکسي ډريور ډیر راکتل، ما ویل استاده څنګه راګورې، ویل دا غږ مې چیرې اورېدلی، ما ورته وویل، ازادي راډیو… نور سړي مې خبره پرې کړه،ویل بس بس پوه شوم.

ما ویل په څه پوه شوې؟

ویل، یا اجمل تورمان یې یا دل افروز ځیرک.

دل افروز ځیرک زما همکاره وه.

شېبه: د اخري پوښتنې په توګه د دعوت میډیا فعالیتونه څنګه ارزوئ؟ او د پرمختګ لپاره ستاسو نظر څه دی.

تورمان صېب: په دې وخت کې رسنیز فعالیت اسانه خبره نه ده. دوه لاسي سلام. او د پرختګ لپاره به یې حتما مسوولین د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې خپل پروګرامونه لري.

شېبه: په پای کې له تاسو نړۍ مننه چې خپل ارزښتمن وخت مو راته راکړ. خدای مو د ژوند په هر ډګر کې بریالی لره.

د کلام بیلګه:

سپين فصل

سږ مى له خدايه دغه فصل داسې سپین غوښتى دى

لکه د ستورو لوى سيند

لکه دا ستا د پاولۍ داره کميس مسته پړکېدلى لمن

لکه د شاه دو شمېشره د زيارت سپينې کاغذي کوترې

سږ مې له خدايه دغه فصل داسې سپين غوښتى دى

خو نه د ځان لپاره

زه نور د وارو سړي نه جوړوم

د يخمالک او برفجنګۍ وختونه تېر دي رانه

تاته برفي نه دروړم

خو سږ دا فصل بيا هم سپين غواړمه

وچو ويالو لپاره

خړو باغو لپاره

د يو سپين فصل د راتلو لپاره

………………..

ستا تصوير هم په اوبو کې

زما تصوير هم په اوبو کې

زه يوازې درته ګورم

ته مې اخلې په لاسو کې

شين منګى دې ځوانيمرګ شه

زنداني دې کړمه ولې؟

……………….

ودې مرم په مخ باندې کتاب خورې

اوښکې به دې راوړي انقلاب خورې

نور راځني مه پوښتنه چې څنګه شو؟

نه لرم په خدای درته ځواب خورې 

وخت دښمن که تانه قلم واخیستو

مانه یې هم واخيستو رباب خورې

واخلمه ټوپک که دار ته ورشمه

ډېر راته سخت شوى انتخاب خورې

بیا به مو د هيلو پسرلى راشي

مړاوې مه شې! زما ګلاب ګلاب خورې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.