ا.ا کابل ته د هند د تخنیکي ټیم د راتګ هر کلی کړی

446

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له افغانانو سره د همکارۍ او بشري مرستو لپاره کابل ته د هند د تخنیکي ټېم د راتګ هرکلی وکړ. د هند د بهرنیو چارو وزارت تیر ماښام وویل چې په افغانستان کې له وروستۍ زلزلې ځپلو سره د مرستو مدیریت لپاره د دوی یو تخنیکي ټېم کابل ته له رسېدو سره د دغه هیواد په سفارت کې ځای پر ځای شوی دی. هند ویلي چې په دې وروستیو کې د خپلو بشري مرستو د څارنې لپاره هم دپلوماتیک پلاوی افغانستان ته تللی و او هلته یې له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي. او په افغانستان کې د امنیتي وضعیت ارزونه یې هم کړې ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت افغانستان خپل یو تاریخي دوست بللی او زیاته کړې ده چې د بشري مرستو ترڅنګ به له افغانستان سره ددغه هیواد پراختیايي تګلاره دوام ولري. پر همدې مهال د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د تخنیکي ټېم استولو په اړه د هند د پرېکړې هر کلی کړی دی. یاد وزارت ویلي چې افغانستان ته د هند د دیپلوماتانو راتګ او سفارت بیا فعالول دا ښيي چې په دغه هیواد کې خوندي چاپيریال را منځته شوی او د هر ډول سیاسي او دیپلوماتیکو حقوقو درناوی یې کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.