د پوستکي د خارښ لاملونه وپېژنئ

ریاض احمد

1,438

د پوستکي خارښ یوه دېره حساسیتي ستونزه ده، چې د انسان روغتیا باندې بده اغېزه کوي. په دې لیکنه کې د انسان د پوستکي د خارښت ځینې لاملونه درښودل کېږي، چې باید په پام کې ونیول شي او د خپل پوستکي د روغتیا لپاره ترې مخنوی وشي.

په بدن کې د اوبو کموالی

د پوستکي خوشکي د پوستکي د خارښ یو عمده او ستر لامل ګڼل کېږي. هغه خوراکونه چې اوبه لري، خوړل یې له انسان سره مرسته کوي، چې د بدن خوشکي یې ختمه شي او پوستکی یې خارښ پیدا نه کړي.

د پوستکي ناروغي، چې درملنه یې نه ده شوې

که د پوستکي خارښ زیات وي او د خارښ پر مهال پوستکی پړسېږي او سور رنګ خپلوي او یا د پوستکي خارښ د شپې مهال ډېر څرګندېږي، نو بیا دا پوستکي کومه ناروغي، چې باید درملنه یې وشي.

الرژيکي عوامل

د پوستکي د خارښ یو لامل هم ښيي الرژیکي عوامل وي. که چېرته له خفیف خارښ سره مخ یئ، نو سبب یې معلوم کړئ، مثلا لمر سره حساسیت لرئ، یا که مو پوستکی ډېر لوند شي، نو بیا خارښ پیدا کوي، دغه وجې معلومې کړئ او بیا ترې ځان ساتئ یا هم د ځان درملنه وکړئ او د ډاکټر مشورې عملي کړئ.

روحي ستونزې او ذهني فشار

باتور غیرت وایي؛ کله چې انسان ډېر رواني ستونزو سره مخ وي، مضطرب وي او ذهناً جوړ نه وي، نو بیا شیمايي مواد پر پوستکي باندې د خارښ د پیدا کېدلو په ډول اغېز ښندي. که چېرته په خپل سر باندې د پوستکي د خارښ لپاره درمل وخورئ او استعمال یې کړئ، نو د پوستکي د خارښ په تسکینولو باندې دغه درمل هیڅ اغېزه نه لري، ځکه خو باید په داسې یو حالت کې ډاکټر ته مراجعه وشي او د ځان معاینات ترسره او د ډاکټر په مشوره دې عمل وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.