غزل

دیا سنګهـ انجان

626

شروع له میــنې نه کـــوم   بـیا کار به نور کومه

له میــنه ګـــــرو سره   یاره کلـــی کـــور کـــومه

سوځــم د کـرکـې تیري بـوټـي  د الفت په لـمـبو

صـبر شو ډیــر  نــوره لــمـــبې کــومه  اور کومه

ولې له مينې ئې مخ واوښتو  کرکجن ولې شول

هـغـو یارانـو ته به  تل  دغـــه پـــیغـور  کــــومه

په هر څه شته وطن کې بیا هم خوار او زار ولې یم

خدایه تر کله به  زه سـوال  کــومه  پور کـــومه

زما دې سوچ ته خامخا حیران هر څوک پاتې دی

په پـردی  تــوره او ټـــوپک   قـتل د ورور کومه

له کلـي کور  یم  مسافر  سـتاسو په څیر  یارانو

د هجرشپو کې مې زړه تنګ دی ځکه شور کومه

نــوره خو لـوټ یمـه تالا یمـه  بې کس  بې وسه

انـجــانـه  ســتا په غـــزلـو  د زړه ټـــــکور کـومه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.