د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي د چین له ګواښونو سره تایوان ته ورسېده

468

 د چین د جګړې له ګواښونو سره، د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي تایوان ته ورسېده.

د امريکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي د اسيايي هېوادونو د سفر په لړ کې نن تايوان ته ورسېده. نانسي پلوسي په ۲۵ کلونو کې د امریکا لوړ پوړې چارواکې شوه چې تایوان ته یې سفر وکړ.

تایوان ته د نانسي پلوسي په رسیدو سره هغې ته د ښه راغلاست پیغام په چینایي او انګلیسي ژبو خپور شو.

نانسي پلوسي به د خپل پلاوي سره نن په تایوان کې د تایوان د چارواکو سره په رسمي لیدو تېر کړي.

هغه به د خپل سفر په ترڅ کې د تایوان له ولسمشر سره د دوه اړخیزو ګټو او په سیمه کې د سولې په اړه خبرې وکړي.

نانسي پلوسي د رسنیو له استازو سره د خبرو پر مهال وویل، نړۍ د دیکتاتورۍ او ډیموکراسۍ تر منځ له یوه انتخاب سره مخامخ ده. ديموکراتيک تايوان سره د امريکا تعهد تر بل هر وخت زيات اهميت لري او دغه ليدنه د امريکا د نه ټينګېدونکي ژمنې څرګندونه ده.

هغه زیاته کړه چې د تایوان له خلکو سره د امریکا پیوستون تر بل هر وخت پیاوړی شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.