ماشومانو ته هره ورځ یوه مڼه ورکړئ

 ناهید علي خان

0 2,150

په دې میوه کې د شته لوړ غذايي ارزښت له امله کولای شي د انسان په سلامتیا کې مهم رول ولوبوي، ددې میوې یوه ښه ځانګړنه دا ده ، چې په ټوله نړۍ کې پیدا کیږي ، نو ښه خبره ده ، چې د ماشومانو لپاره ددې میوې له ګټو خبر شئ .
که خپل ماشوم ته مو د ورځې یوه مڼه ورکړه ، نو د هېڅ ډول ناروغۍ ویره مه احساسوئ .
مڼه کولای شي ، چې د تبې درجه راټيټه کړي او د ستونې درد لپاره ، خو ډېره ګټوره ده . نوي زیږيدلي ماشومان د شپې ډوډۍ خوړلو له امله نه شي کولای ښه خوب ولري ، نو په دې خاطر باید تاسو خپلو ماشومانو ته یوه دانه خوږه مڼه ورکړئ او مه یې پریږدئ ، چې د شپې ډوډۍ وخوري ، د مڼې تر خوړولو وروسته به ماشوم ډېر ارام او ښه خوب ولري .
مڼه کولای شي ، چې د بېلابېلو ناروغیو مخه ونیسي ، په مڼو کې د پلي فینول موادو شتون ددې باعث ګرځي، چې د خیټې پوستکی له هر ډول ناروغیو وساتي .
دغه راز مڼه کولای شي ، چې معده ، ځیګر تقویه کړي او اشتها راولي ، خو د ماشومانو د اشتها لپاره خورا ګټوره میوه ده .
په ماشومانو کې د وینې شکر منظم حالت د ماشوم په سلامتیا کې تر هر څه ډېر مهم دی . که چېرې په وینه کې د شکرو اندازه کمه وي ، نو بیا د ستړیا او بې وخته خوب راتلو باعث ګرځي او که چېرته بیا د وینې شکر زیات شي د انسولینو د زیاتېدو باعث ګرځي .
د څېړنو له مخې هغه خلک ، چې د نفس تنګۍ ناروغي لري هر سهار دې یوه دانه مڼه وخوري . په دې څیړنه کې دغه راز ویل شوي د هغو ماشومانو میندې ، چې د امیدوارۍ پرمهال له مڼو ډېره ګټه اخسته نسبت هغو ته ، چې په دې حالت کې یې کمې مڼې خوړلي ماشومان یې ډېر کم له نفس تنګۍ سره مخ کیږي .
ویل کیږي ، چې سره مڼه کولای شي د ماشومانو خارجي برخه تقویه کړي او له راز بهرنۍ صدمې یې وساتي.
په مڼو کې شته اسیدونه ددې باعث ګرځي ، چې د ژولو پرمهال په خوله کې هر ډول شته بکتریا له منځه یوسي . د مڼو ژول یواځې د وینې جریان نه زیاتوي بلکې د غاښونو د کریم په توګه غاښونه پاکوی .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply