د کډوالۍ نړیواله اداره:د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي مرستو ته اړتیا لري

428

د کډوالۍ نړیواله اداره:د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي مرستو ته اړتیا لري

د کډوالۍ نړیواله اداره وايي چې له څه باندې یو کال راهیسي، ۲۴.۴ میلیونه افغان وګړي، چې ددغه هېواد ټول نفوس ۵۹ سلنه جوړوي د خپل ورځني ژوند لپاره پر نړیوالو او بېړنیو مرستو تکیه کوي. دغه اداره وایي، د لومړنيو خدماتو وړاندې کول سخت اغېزمن شوي او پرمختيايي پروګرامونه ځنډول شوي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان مسوولین وايي، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې، چې ا.ا واک ترلاسه کړی، نږدې ټول افغانان په بې وزلۍ کې ډوب دي. دغه اداره وايي، د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او پرلپسې اقتصادي او چاپېریالي ټکانونه، عایداتو کې د پام وړ کمښت، د پیسو د لېږد رالېږد د لږوالي، د خوراکي او نورو توکو د بیو د لوړېدو لامل شوي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان مسوولینو په خبره، دوی په تېرو ۱۲ میاشتو کې له ۱،۳ میلیونه اغېزمن شویو افغانانو سره د خوراکي توکو، موقتي سرپناه، اوبو، روغتیا، او نورو اړینو توکو برخه کې مرسته کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.