د پوزې پۀ سر تورې دانې؛ او کورنۍ درملنه یې

1,233

د هغو کسانو چې پوستکی یې غوړ وي پر پوستکي یې د دغه تورو دانو احتمال زیات وي چې ډېری دغه تورې دانې یې د پوزې پر سر وي. د دغه دانو د له منځه وړلو لپاره ځینې ماسکونه په لاندې ډول دي چې تاسو کولی شئ استفاده ترې وکړئ.

۱- د شين چای ماسک:
شين چای د پوستکي لپاره ډېر ګټور دي. د ضرورت په اندازه شين چای د پوډرو په څېر میده کړئ او بیا یې د اوبو سره ګډې کړئ، د ۵ څخه تر ۱۰ دقیقو پورې يې پر خپل پوستکي کښېږدئ او وروسته یې په ګرمو اوبو سره ومینځئ دا ماسک باید په اوونۍ کي درې ځله استفاده کړئ.

۲- د هګۍ د سپینو ماسک:
د یوې دانې هګۍ سپین او دوې کاچوغې د لیمو اوبه په یوه کاسه کې سره ګډې کړئ او وروسته یې پر خپلې پوزې ووهئ تر څو وچ شي او پام مو وي چې هر څومره ستاسو پر پوزه دا تورې دانې ډېري وي په هغومره اندازه تاسو کولی شئ د دې موادو د وچیدو وروسته نور مواد بیا په ووهئ . د وچیدو څخه وروسته د ماسک په ډول دا مواد د خپل پوست څخه جلا کړئ او مخ مو ومینځئ. دا ماسک په اوونۍ کې دوه ځله استفاده کولې شئ.

۳- د عسلو ماسک:
باتور غیرت وایي عسل د باکتریا ضد قوي خاصیت لري چې د پوزې د دانو په له منځه وړلو کې ګټور تمامیږي. د ضرورت په اندازه عسل د خپلې پزې پر سر او یا د پوستکي هغه برخه چې تورې دانې پرې وي ووهئ او د ۵ څخه تر ۱۰ دقیقو پورې یې پریږدئ او وروسته مو مخ ومینځئ.

۴- د غاښونو د کریم او مالګې ماسک:
یوه کاچوغه د غاښونو کریم د یوې کاچوغې مالګې سره ګډه کړئ او د پوزې پر سر یې ووهئ تر هغه وخته یې پریږدئ چې وچ شي او وروسته یې په اوبو سره ومینځئ. دغه ماسک هم په اوونۍ کې یو یا دوه ځله استفاده کولی شئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.