لوییجي بارتولیني او د (بایسکل غل) یې ‎‎

بریال حبیبي

847
بریال حبیبي

د بایسکل غل د ایټالوي ویتوریو دي سیکا – Vittorio De Sica فلم دی، چې په ۱۹۴۸ز کال کې تولید او د نړۍ د سېنمایي آثارو له شهکارونو نه ګڼل کېږي.
په ټوله کې فلم د دویمې نړیوالې جګړې په پایلو او د هماغې زمانې د کارګرانو په ستونزو راڅرخي؛ صحنې یې له سټوډیو نه بهر او د روم ښار په سرکونو او کوڅو کې فیلمبرداري شوې او د نامسلکي ممثلینو او د تولید د کمو مصارفو له امله هم د ډېرو خلکو د ستاینې وړ ګرځېدلی دی.
د نظر خاوندان فلم د سبک له مخې د نیوریالیزم یوه بېلګه ګڼي او زیاتوي چې:
یاد فلم د لوییجي بارتولیني د (بایسکل غله) ناول ته په کتو تولید شوی دی.
لوییجي بارتولیني – د وخت اوڅار اېټالوی شاعر، نقاش او لیکوال وو، چې د ۱۸۹۲ز کال د فبروي په ۸مه د اېټالیا هېواد د آنکون ایالت په کوپرامونتانا سیمه کې زېږېدلی؛ دده روزګار لیکوالي بلله کېږي او د ژوند تر آخره پورې (د ۱۹۶۳ز کال د می ۱۶مه) یې اویا آثار لیکلي دي.
کتاب او فلم د منځپانګې له مخې سره یو دي؛ خو د فلم په پرتله په کتاب کې تشریحات ډېر، خو ستړي کوونکي نه دي؛ ځکه لږ و ډېر طنزیه او زموږ و ستاسو له اوسني حالت سره ورته والی لري او لوستونکي ورسره ځانونه شریکولای شي.
ځینې برخې یې په ګډه لولو:
۱ـ ((په روم کې هغه خلک خورا ډېر دي، چې کله یې بایسکل ورکېږي او پر ځای یې سمدستي کوم بل اخلي؛ هغوی نه غواړي، چې په موندنه پسې یې خپل وخت ضایع کړي… له دې وروسته به په روم کې هم لکه د لندن غوندې وخت د پیسو په څېر ارزښت ولري؛ خو زه هغه لومړنی کس وم، چې د یوه متفکر هنرمند په توګه مې د وخت د ضایع کېدلو کوم خیال نه ساته، ورو ورو په یوه پولیس بدلېدم او د خپل غلا شوي بایسکل د موندلو لټه مې کوله.
ما نه غوښتل چې پېښې دې خپل عادي بهیر طی کړي؛ ځکه ما په واقعیت کې د ورکو شویو توکو پلټنې ته د یوه هنر په سترګه کتل… .))
۲ـ ((… کله کله به مې د هېواد د بودجې په اړه خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړې، وبه مې ویل:
زموږ پور تر شپږو سوو میلیاردونو اوړي یعني په هر اېټالوي پینځلس زره لیرې (پولي واحد) کېږي او زیاته به مې کړه:
باید په هر کس پینځلس زره لیرې سود هم واچوو… .
دغه حالت د هغومره ډېرې اندېښنې وړ هم نه وو، خو زموږ پیسې نورې د له منځه تللو په درشل کې وې… .))
۳- ((… ښځې له ماشومې نه وپوښتل:
ته و خدای؛
زما د زرو انګشترۍ دې چېرې کښېښودله، چا ته دې ورکړه؟
هغه مې د شهید بچي یادګار راپاتې ده، هغه ما ته راکړه!
راته ووایه، هغه دې چا ته ورکړه، مور ته دې ورکړه؟
خلکو ته یې مخ کړ، ویې ویل:
زړه مې نه غواړي چې ماشومه دې وځوروم، خو څه وکړم باید راته ووایي چې انګشترۍ یې چاته ورکړې ده؟
خلکو نارې کړې:
نه، نه، همدا اوس یې پرېږده!
څو ښځو هم دا خبرې ورسره بدرګه کړې، زیاته یې کړه:
مرده باد، فاشیزم…؛ دغه ښځه فاشیسته ده… !))
۴ـ ((… ځینې مذهبونه، غلاوې د خپلو اصولو له ډلې نه ګڼي؛ سن فرانسو پخپل قانون کې لیکلي چې:
له بڼونو نه هغومره انګور و انځر دراخیستلای شې، چې څومره دې په جورجین کې ځایېږي… خو نن سبا دا کار بد ګڼل کېږي او بله دا چې هغه اندازه چې ده یې یادونه کړې ده، ارزښت یې نږدې شپږو سوو لېرو ته رسېږي؛
نو د فرانسوا په عقیده یو کس تر شپږو سوو لېرو پورې غلا کولای شي؛ خو په دې شرط چې د هغو خلکو مالونه لږ تر لږه تر شپږ سوه زره لېرو ډېر ارزښت ولري، نه لکه رما غوندې د یوه بېچاره او غریب شاعر هغه… .))
۵- ((… زه له پولیسو نه کرکه نه لرم، خو ډېره علاقه مې هم ورسره نشته؛ اعتراف کوم، چې دغه کار مې د یوه شرافتمند کس له خوا ګناه بلل کېږي، خو که رښتیا شي نو هیڅکله هم په دې نه یم بریالی شوی، چې شتون یې حس کړم… .))
۶- ((… له ځان سره مې حساب وکړ، چې د پینځه زره غلو لپاره لږ تر لږه شل زره سرتېري په کار دي؛ خو وروسته؟
ددغو پینځو زرو غلو له زنداني کولو وروسته؟
زندانونه ډګ وو!
… هغوی باید له هر ډول خوراکي توکو پرته جزایرو ته لېږدولي شوي وای، چې ممکن هماغه مهال یې د کار په اړه لږ و ډېر فکر په سر کې ورګرځېدلای وای؛ خو له دې سره سره به یې کار په باطن کې بیا هم هماغه غلا بلله کېدله؛ د بېلګې په توګه: له سیند نه د کبانو غلا، له ځمکې نه د ونو و بوټو غلا؛ رښتیا، حضرت آدم څه کول…؟))
۷- ((… یو چا راته وویل:
د ورک شوي بایسکل د جبرانولو تر ټولو غوره لاره داده، چې ته د بل چا بایسکل غلا کړې… ځکه هر هغه عمل چې غلو له ما سره کړی، په ډېر جرأت و شجاعت سره یې زه هم له نورو سره کولای شم… .))
۸- ((… په بشپړ ډاډ سره ویلای شم چې آسیرا دغه دروازه د ژمي په یوه سړه شپه کې په تبر دړې وړې کړې او اور ته یې اچولې؛
ځکه فقیران معمولاً همداسې کارونه کوي.
هغوی هر څه له منځه وړي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې لوږه ورباندې حمله وکړي، هیڅ شی نه پېژني… .))
۹- ((… آیا کله مو د خپلو ورکو شویو توکو د موندنې خوشحالي حس کړې؟
… دغه خوشحالي دومره ډېره ده، چې آن د ورک شوي توکي تر ارزښت ور اوړي؛ دغه خوشحالي هغه رښتینې خوشحالي ده، چې په رامنځته کېدلو کې یې د انسان غرور او پر ځان باور لویه ونډه لري… انسان تر هر هغې چې ژوند کوی، باید د ورکو شویو توکونو په لټه کې وي… .))

پای!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.