د لنډیو په څپو کې د تړلو ښوونځیو ازانگې/۱

آصف بهاند

587

 

د لنډیو په څپو کې د تړلو ښوونځیو ازانگې

لومړۍ برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

یوسلواوه شپـېتمه برخه

 

غږ مې جگ کړی یم روانه

د ښوونځی ور به په خپل لاس خلاصومه

 

زړه مې نري درزونه وکړل

چې ښوونځي ته یې بیا واچول کلپونه

 

ټول نړیوال ورته حیران دی

چې طالب جان به مکتب ولې بندوینه

 

ښه وي که بد ـ زورونکي وي که خوښی راوړونکي، خندا وي که ویر، گټه راوړي که تاوان رسوي، څوک یې غواړي او که یې نه غواړي؛ لنډۍ په خپله لمن کې د ورځني ژوند د هر اړخ مسایل رانغاړي، په خپل لنډ تنگ قالب کې یې په هنرمندانه ډول ځای پرځای کوي، د خپل هنریت په رنگین خُم کې یې رنگوي او بېرته یې د خلکو مخ ته د یوې نوې رنگینې تابلو په څېر ږدي.

تر یو کال ډېر وخت وشو چې د افغانانو پر ژوند یو بل ویر هم غوړېدلای دی. تر شپـږم ټولگي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو ویر یې لکه د لړم نیش هره ورځ او هر ساعت زوروي. د همدې ویر او زورولو په عکس العمل کې خلکو د حق غوښتنې غوږنه جگ کـړل، مقالې ولیکل شوې، شعرونه تخلیق شول، مظاهرې وشوې او د لنډیو په چوکاټ کې هم خلکو، په تېره متضررو نجونو، خپل غږونه اوچت کړل چې د غږ جگولو او د زړه تشولو تر ټولو لنډه، مؤثره او بې خطره لار د لنډیو په قالب کې خپل غږ ایستل دي. بې خطره په دې چې څوک نه پوهېـږي چې دا لنډۍ چېرې چا تخلیق کړې ده. بله خبره دا ده چې د ښوونځیو د تړل کېدو لومړني متضررین ښځینه دي او د افغانستان په دودیزه او تنگه ټولنه کې د ښځنیو د غږ ایستلو ترټولو ښه ادرس او وسیله لنډۍ دي.

یوه که دوې ورځې وړاندې زما گران دوست نبي صلاحي په خپل فیسبوک پاڼه کې وړاندیز کړی و:

«… که د نجونو تعليم په اړه تازه ويلې شوې لنډۍ را ټولې شې، دا به يو ډېر ښه او نوی کار وي…»

د ښاغلي نبي صلاحي د وړاندیز بشپـړ متن دا دی:

«نجونې او ښځې زياتره خپلې غوښتنې په لنډيو کې بيانوي، که د نجونو تعليم په اړه تازه ويلې شوې لنډۍ را ټولې شې، دا به يو ډېر ښه او نوی کار وي. که چېرې همدا راټولې شوې لنډۍ، يو څوک په نړيوالو ژبو، لکه: عربي، انګليسي، الماني، روسي، فرانسوي او نورو باندې و ژباړي، دا به ډېر ګټور کار وي. که بيا دا کتابونه چاپ او خپاره شي، نو نړۍ به نوره هم، زموږ د نجونو په تعليمي حق باندې په ډېره ژوره او مستنده توګه پوه شي.»

ما له څو کلونو را په دېخوا د نویو لنډیو د راټولولو هوډ کړی دی، عملاً یې راټولوم او خپروم یې. د هرې نوې رامنځته کېدونکې منفي یا مثبتې مسالې سره سم، زه په همغې موضوع پورې اړوندې لنډۍ راټولوم او له یوې لنډې او اوږدې مقدمې او نویو معلوماتو سره یې په گډه خپروم لکه: د زلزلې ورانی او تلفات، د سېلاو راوتل او تلفات یې… او دا دی اوس د نجونو د تعلیم او ښوونځیو د تړلو مسأله.

د لنډیو د نورو برخو او موضوعاتو ترڅنگه دې ته هم زما پام و او ما یې د زاټولو کار پیل کړی و او څو دغسې لنډۍ مې د نورو نوو لنډیو په ډله کې خپرې کړې وې، خو اوس چې مضوع نوره هم توده شوه او دې موضوع ته د تخلیق شوو لنډیو شمېر هم په راډېرېدو شو، نو مې تر جلا سرلیک راغونډې کړې او دا دی اوس یې په څو برخو کې خپروم.

دا هم «د لنډیو په څپو کې د تړلو ښوونځیو ازانگې» تر سرلیک لاندې زما له خوا د راټولو شوو لنډیو  لومړۍ برخه:

 

سترگې ړندې ماغزه دې وچ شه

د ښوونځی نجونې ښېرا درته کوینه

 

ږیره دې نس باندې راتوی شه

د ښوونځي جنکۍ کور کې ناستې دينه

 

نن او سبا کال پوره کېـږي

چې ښونځی مې د ورتلو لارې څارینه

 

ږیره دې خیټه باندې توی شه

ولې دې بند کړل دا زموږ د مکتب ورونه

 

غږ مې جگ کړی یم روانه

د ښوونځی ور به په خپل لاس خلاصومه

 

بې علمي نه ورکېـږي داسې

چې یې تړلي ښوونځي میاشتې کلونه

 

د ورځې چورت د لوست تعلیم وي

بیگاه ویده شم خوب ته راشي مکتبونه

 

د معارف د بڼ گلونه

په علم ورک به کړو د جهل تورتمونه

 

که ښوونځی مې راته خلاص کړي

د کـاکـا زویـه بـیـا نـو گــوره کـوشـشـونـه

 

پرما دې وکړل په تا مه شه

تر څو به گرځي بې مکتبه وړکي نجونه

 

د خلاصېدو په هیله ناست یو

د ښوونځي مو چا تړلي دي ورونه

 

زموږ ښوونکي بلېدونکي

بلې ډېوې دي هره خوا رڼا کوینه

 

له ښوونځي نه، نه صبرېـږم

څو مې لوستونه نه وي خلاص، نه به کېنمه

 

زړه مې نري درزونه وکړل

چې ښوونځي ته یې بیا واچول کلپونه

 

زړه مې تعلیم پسې خوږېـږي

ښوونځی نه شته زه بې چېرته لټومه

 

دوی چې بیا وايي مکتب بند دی

زموږه زړه په سیخ ټومبي اور ته یې ږدینه

 

د ښوونځي لارې شوې بندې

زړونه غمجن دي، همیشه ژړا کوینه

 

په انتظار سترگې ړندې شوې

د ښوونخي دروازې کله خلاصوینه

 

مکتب چې بند شو بیا به خلاص شي

عمر چې تېر شي بیا به زدکړې څنگه شینه

 

ټول نړیوال ورته حیران دی

چې طالب جان به مکتب ولې بندوینه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.