غزل

عبدالباري جهاني

544
یوه ورځ به داسي راسي چي مي یار په سترګو وینم
خپله مېنه خپل مي کلی خپل مي ښار په سترګو وینم
پرسکروټو به وروړمه د تڼاکو رباتونه
چي نه سیوری د رقیب وي نه اغیار په سترګو وینم
ما د خپلي سجدې لوری له اورغوي دی اخیستی
لا مي پلونه پکښی پاته هغه لار په سترګو وینم
زه به ستا پرشونډو ګرځم ته به زما غزلي لولې
ستا د اوښکو په ګرېوان کي خپل مزار په سترګو وینم
راته وساته ګلونه د نارنجو امېلونه
د کنړ غرغړې اورم ننګرهار په سترګو وینم
د نسیم قاصد لیدلي مرغکۍ دي په سېلونو
خزانونه رخصتیږي نوبهار په سترګو وینم
بې نصیبه له ارغنده پردی سوی له هلمنده
جنازه مي ور اخیستې کندهار په سترګو وینم
بلبلکي کوچېدلي ګلغوټۍ دي رژېدلي
د اغزیو په کاله کي خپل ملیار په سترګو وینم
جهاني قاصد دي بولي نوی زېری یې راوړی
شپه به ځي بلال به واورو زه سهار په سترګو وینم.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر پنځه لسمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.