پوهنتون که دانشګاه

محمد داؤد مومند

613

 محترم تمهید سیلانی صاحب ته زما عرض!

څو هفتی د مخه، د پورتنی عنوان لاندی، ستاسی مضمون می د (دانشګاه او ملتی پوهنتون اصطلاح) د بنیادی، علمی او عملی، حل لیاری پیشنهاد، د افغان جرمن په سایت کی ولوسته. ستاسی وړاندیز د ژبنی ستونزو او مشکلاتو لپاره د هیواد د علومو د اکاډمۍ په مرکز کی د پارسی (ستاسی منظور شاید ایرانی پارسی وی نه وطنی دری) او پښتو ژب پوهنی یو انستیتوب یا د ژب پوهنی نړیوال مرکز تأسیس وه.

تر څو پدی توګه د (افغانانو د نفاق حساسیتونه له مینځه یوسی)

(د نفاق حساسیت صرف د ستمیانو او فارسیستانو په محدوده کی دی، نه په ملی سطح- مومند)

محترم سیلانی صاحب! تاسی د یوه علم دوسته او د علم د پتنګ د یوه وګړی په څیر، ددی مشکل د حل دپاره د یوه علمی انستیتوت د تأسیس سپارشتنه کوۍ.

واقعیت دا دی چی علم هم د ساینس اوهم د اجتماعی پرمختګ په برخه کی، د ستونزو د حل په لیاره کی، هغه معیار دی چی د بشر د خلقت نه تر نن ورځی پوری، د ژبی د تخلیق نه وروسته، «پدی برخه کی دی د استاد معروفی لیکونو او نظریاتو ته، مراجعه وشی» تر هغی غوره معیار ندی تر لاسه شوی.

ولی له بده مرغه د عملی سیاست په ډګر کی، او د سیاست بازانو په دائرت المعارف کی، علم ته حتی د ثقافت او کلتورپه برخه کی هم، د عادلانه قضاوت او فیصلی حق نه ورکړل شوی، نور خو لا څه کوی!!!

فکر کوم چی په عربی ژبه کی یوه وینا ده چی (الحق لمن الغلب)

د سیاست په ډګر کی (زور) د (علم) ځای نیسی او د حق او باطل فیصله (معمولا) په همدی اصل باندی کیړی.

خبره لنډه، چی د یونورستی د نوم دپاره په ایران کی د (دانشګاه) نوم وټاکل شو او په افغانستان کی زموږ د پوهانو او عالمانو لخوا د اعلحضرت محمد ظاهر شاه رحمت الله علیه د زعامت په انسانی او ملی دوره کی د (پوهنتون) مبارک نوم غوره او علمی وګڼل شو.

د پوهنتون د نوم سره، عمدتاً د دوهمی سقاوی د حکمرانۍ د دوری پوری هیچا، حساسیت څرګند نکړ. دوهمه سقاوی همدا د جمعیت، ستم پرچم او نظار شوری یعنی د مسعود – ربانی د حکمرانۍ دوره ده.

پدی دوره کی د ملی حاکمیت، ملی دولت، ملی مشروعیت او ملی اصولو او پرنسیپونو، تقدس ته د کثافت او نجاست په معیار اوسترګه وکتل شو.

ددی دوری سیاسی او کلتوری پالیسی او کړنلاره، د فارسیزم او ایرانیزم او افغان او افغانستان دشمنۍ، د شیطانی پالیسۍ په بنسټونو ولاړه وه.

د پردیو او بالخصوص د ایران فرهنګی تاراج او توسعی ته زمینه برابره شوه، لوی هدف دا وه چی د پښتو ملتی ژبی اصطلاحات لکه پوهنتون، ښاروالی، لویه جرګه، میرمن، ښاغلی، ولسی جرګه، مشرانو جرګه، خپرونه، څارنوال او ددی په څنګ کی معمول عربی او انګریزی مروج اصطلاحات لکه عکس العمل، محکمه، مخصوص، اصطلاح، کلمه، صدر اعظم، طیاره، هوایی میدان، باد پکه، راکت، هیلی کاپتر، بودجه، دالر، بایسکل او داسی نور په ایرانی اصطلاحاتو تعویض شی. د مثال په توګه لاندنی ایرانی اصطلاحات:

دانشګاه، واکنش، ویژه، واژه، پژوهش، دادگاه، دادستان، نخست وزیر، هواپیما، فرودگاه، آمار، پزشک ، هزینه، موشک، دو چرخه، باد بزن، چرخبال او داسی نور.

دا مادر زاده ستمی او د ایران مزدوری ډلی، ځانله د پوهنتون د نوم سره نه بلکه همدا راز د ملی بیرق، ملی سرود، مرکزی ریاستی نظام، ملی تاریخ، لویی جرګی، او حتی د افغان او افغانستان د نوم سره بنیادی حساسیت لری.

البته دا حساسیتونه د افغان ملت په سویه نه، بلکه د همدی ستمی او سقاوی او فارسیستانو وګړو او ډلو په سویه لیدل کیږی.

ذا ضد ملی ډلی او وګړی، ځانته افغانستانی او افغانستان ته خراسان وایی، د پروان په منطقه کی د غنی او دبل عبدالله په دوه سره، حکومت د ختمیدو پوری لیکل شوی وه (به خراسان خوش آمدید)

اسلامی امارت دا منحوسه لوحه، او همد راز د (حامد کرزی د هوایی میدان)  منحوس نوم او لوحه لیری کړه. احسنت.

د تذکر وړ بولم چی د خراسان کرغیړنه اصطلاح د لمړی ځل دپاره د دوه کم اصله سیدانو یعنی (سید غبار) او (سید فرهنګ) او (منافق خلیل الله خلیلی) لخوا، لکه د ذروی بم، د سیاسی منافقینو ذهنیتونو او لاس ته وسپارل شو، چی شاغلی سیستانی یی د سړک تر څنګه، د تروریستی بمونو په تناسب، زیات خطرناک او مدهش بولی.

محترم سیلانی صاحب!

فدرالستانو، تجزیه غوښتونکو، خراسانیانو او د ایران او تاجکستان مادر زاده مزدورانو او ایجنتانو سره د (علم په ژبه) خبری د (ابو جهل) سره د (دیانت) په مورد کی خبری دی.

زه ستاسی ددی خبری سره موافقت نلرم چی د پوهنتون د کلمی سره افغانان حساسیت لری، د افغان ملت وګړو هيڅکله د پوهنتون د نوم سره حساسیت ندرلود او نه یی لری. دا حساسیت صرف د خراسانی ډلی او ایرانی چاکرانو او فارسیستانو لخوا تخلیق شوی او د ملی افتراق دپاره د اور بلولو دسیسی په منظور مشتعل کیږی.

په دری معتبره، درباری ژبه کی یوه اصطلاح ته (سوته مسلمان) وایی.

ددی معاصرو ابوجهلانو او (سوته مسلمانانو) سره، صرف او يواځی په یوه منطق خبری کیږی، او هغه منطق د (سوټی) منطق دی او بس.

هغه زموږ د ملتی ژبی کره وینا ده چی:

کاڼی به وروست نشی، دشمن به دوست نشی.

حق به صد حجت و برهان نکند عرض وجود

تا ز ارباب ستمی رګ ګردن باقیست

په درناوی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.