د زمری (مــزري) ډالۍ

ژباړونکی: رڼاګل اریوبزی

1,524

د ماشومانو له پاره لنډه کیسه

ډیر پخوا په یوه لرې پراته هیواد کې یو ډیر هوښیار پاچا حکومت کاوه. دې بادشا داعادت درلود چې هر سهار به يې هغه څوک در بار ته رابلل چې له ده څخه به يې کومه هیله درلوده، یا به يې کومه عریضه ور وړاندې کوله اویابه په کومه بله مامله ورسره غږید ه. یوه ورځ په داسې حال کې چې ډیرخلک په دربار کې په رسمي توګه د بادشا په حضورکې سره ټول شوي وو، ناڅاپه یو چا چیغه کړه چې:« هله مرسته وکړی! مـــزری دی!!» ټول ډیر وډارشول، د باغ په لور دروازې ته يې وکتل او هلته يې یوه مزرۍ ولیده. خلک له ډاره په زور او ټیله د سالون نه راووتل، یوازې باد شا په خپل تخت ناست پاتې شو او مزرۍ ته يې کتل. بادشا ولیده چې مزرۍ یوازي په درو پښو په مځکه ولاړه وه او چپه پښه يې په هوا کې خوځوله. بادشا ورو ورو د خپل ځای نه را پورته شو او په ډیر احتیاط يې د مزرۍ په لور یو ګام وچت کړ. مزرۍ سر ټیټ کړ اوبادشا پوه شو چې مزري په ده برید نه کوي. ورو ورو ورنږدې شو، په ورمیږ يې لاس تیر کړ او دهغې پښه يې ولیده. مزرۍ په یوه اوږده اوتیره اغزي پښه ایښې وه، اغزی يې په پښه ننوتلی و اوبیله پردۍ مرستې يې نه شو را ایستلی. بادشا ورته و ویل چې :« تم شه! له تاسره هم باید مرسته وشي.» بیايې خپل شخصي ډاکټر ته ناره کړه چې راشي او د مزرۍ د پښې نه اغزی وباسي. ډاکتر راغی، له ډاره يې ټول بدن لړزید، خو بیاهم مجبور وچې د مزرۍ د پښې نه اغزی راوباسي. د عملیاتو په بهیر کې بادشا د مزرۍ په غوږو کې څه پسپسک کاوه او هغې ته يې تسلي ورکوله. ور پسې ډاکټر په زخم باندې ملهم کیښود. په دي توګه د مزرۍ په زړه کې ورته د دوستۍ احساس پیدا شو. بادشا خپل تاریخ لیکونکی را وغوښت ترڅو دربار ته د مزرۍ راتګ د هیواد د تاریح په کتاب کې ثبت کړي. ځکه چې دا لومړی ځل و چې یوې مزرۍ په شاهانه دربار کې رسمي حضور درلود.

یوه اونۍ وروسته، کله چې د سهار له مخې دربار بیا د خلکو نه ډک و، ناڅاپه چیغه شوه چې:« هله مرسته وکړی! مـــزری دی !!» په رښتیا بیا هم یوه مزرۍ د باغ په لور دروازې په وړاندې ولاړه وه. ټول په منډه د باندې وتښتیدل. یوازې بادشا ارام په خپل تخت ناست پاتې شو. ده مزرۍ و پیژندله. هغه دا ځل په څلورو پښو په مځکه ولاړه وه او یوه لویه پاڼه يې په خوله کې نیولې وه. پاڼه يې په مځکه واچوله او د تخم یو څو دانې په کې ښکاره شوي. مزرۍ په خپلو پښو مځکه وکیند له، د تخم دانې يې کتار پکې واچولې، بیايې درې لوړې رمباړې وکړې اوپه خوشالۍ لاړه.

بادشا وویل چې:« مزرۍ موږ ته تحفه راوړه.» بیايې باغوانان را وغوښتل او ورته ويې ویل چې دا تخم راوباسې اوپه یوه ځانګړي پالیز کې يې وکري. په باغ کې ډیر زر بوټي رازرغونه شول. په لنډ وخت کي لوی شول، لويې پاڼې يې وکړې او ښکلي ګلان يې ونیول. خبره میوې ته ورسیده، میوه يې لومړی د آلو بالو د دانې په اندازه وه، د شفتالو او ورپسې د مڼې په شان غټه شوه، ور پسې د کوچنیانو او لږ څه وروسته د لویانو دسر په اندازه غټه شوه او غټیده او لا پسې غټیده.

د ملک ټول خلک وډار شول او پاچا ته ورغلل او ورته ويې ویل چې:« دې مزرۍ موږ ته دا میوه راوړې ده، دا د مزرۍ میوه ده، څوک پو هیږي چي په منځ کې يې څه دي؟ کیدای شي چې په منځ کې به يې واړه واړه مزریان وي او کله چې میوه پخه شي، مزریان به ترې را ووزي او موږ به ټول وخوري..» بادشا وخندل او ويې ویل چې:« زه ګمان نه کوم چې د دي میوو په منځ کې دې مزري وي.» خو په دې پو هیده چې خلک څوک یوازې په خبرو د ډارنه نه شي ساتلی، نو يې و ویل چې:« سره له دې هم باید د احتیاط نه کارواخلو. موږ به د دې میوو چار چاپیره لوړ دیوال جوړ کړو. که څه هم زه په دې عقیده نه یم، خو بیا هم که د دې میوو په منځ کې کوچني کوچني مزریان وي، موږ ته به زیان ونه شي رسولی. وروسته تر دې چې دیوال جوړشو او په هغه کې يې یوه دروازه هم جوړه کړه، بادشا په پټه د دروازې له لارې پالیزه ته ور ننوت. د میوې نه يې یوه ډانه راوشکوله او په خپل خنجر يې ترازې ترازې کړه. په منځ کې يې هیڅ مزری نه و، بلکې پوست يې د میوې له خوندورې، اوبلنې او خوشبویه غوښې ډ ک و او داسې زړي هم پکې ووچې د هغو تخمي زړو په شان ښکاریدل کوم چې مزرۍ د ځان سره راوړي وو.

باد شا د میوې یوه ټوټه لومړی یوه خره ته ورکړه چې ويې خوري. خره وخوړه او وخوړه، خوند يې ورکړ اوښه په ولګیده. ورپسې بادشا یوې وزې ته یوڅه ورکړه. وزې هم خوړه ، خوړه اوله له سره نه په مړیده، ترڅو چې د پوست سره يې وخوړه. په پای کې بادشا په خپله وڅکله اوچې د هغې بې سارې مزه يې ولید له، نو له ډیره خونده يې « واو » کړ. بادشا تردې وخته پورې داسې خوندور شی نه وخوړلی. ده د رسمي دربار په بله ورځ هر یوه ته چې دربار ته راغوښتل شوی او راغلی و، د دې میوې یوه ټوټه ورکړه او ويې پوښتل چې:« خوند يې څنګه دی؟» ټولو په یوه خوله ځواب ورکړچې:« اعلیحضرته، بې حده اوبې سارې خوندوردی! دا څه شی دی؟»

د دربار په پای کې بادشا یوه وینا وکړه او ويې ویل چې:« هغه څه چې نن مې د څکلو له پاره درکړل، د ( مزرۍ میوه ) ده، دا د هغې تحفه ده. اوس خو پوه شوو چې په منځ کې يې واړه مزریان نشته. موږ باید دا میوې وکرو چې ټول انسانان خوند ترې واخلي. همداسې وشول، په ټولو ګرمو هیوادونو کې د دې میوې کر رواج شو. په اوړي کې يې دلته هم اخیستلی شوـ دا هیندواڼه ده چې مزرې راته راوړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.