پاکستاني رسنیو نن جمعه د تلې ۲۲مه د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت د ویاند محمدعلي سیف له قوله ویلي چې سوات کې د ټيټيپي (پاکستاني طالبانو تحریک) وسلهوال د جګړې لپاره نه وو تللي، بلکې یو قومندان یې د خپلې ناروغې خور پوښتنه ته ورغلی و.
محمدعلي سیف د یاد قومندان په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
نوموړی دغه څرګندونې وروسته له هغې کوې چې له تېرو څو اوونیو راهیسې په سوات کې د وسلهوالو کسانو په ځانګړې توګه د ټيټيپي د فعالیتونو او بریدونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
څو ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې سوات کې د ښوونځي پر یوه موټر د وسلهوال برید پرمهال موټر چلوونکی وژل شوی او یو زدهکوونکی ټپي و.
ټيټيپي دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي او هغه یې غندلی و.
د خېبرپښتونخوا ایالت ویاند محمدعلي سیف همداراز ویلي، د ټيپيټي او پاکستان حکومت ترمنځ خبرې روانې دي، خو د نوموړي په وینا، دغه هېواد کې ځینې ډلې نهغواړي دا خبرې کامیابې شي.
د نوموړي دغه څرګندونې په خېبرپښتونخوا کې د ګڼو سیاستوالو او چارواکو له تند غبرګون سره مخ شوي او هغه یې د ایاېسای پروژه بللې ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.