سپوڼی

ریاض احمد

1,230

سپوڼی (Eczema)

اکزیما د پوستکی یو التهابي عکسل العمل څخه عبارت ده چې د داخلي او خارجي تنبه ګانو په مقابل کې منځته راځی او متصف دي په سوروالی یا احمرار، اذیما، پپولونو، خارښت، ویزیکلونو، لمدیدلو، وچیدلو او دوباره پیداکیدلو باندې.
د اکزیما اصطلاح د دووه کلمو څخه جوړه شوېده یو یې ec چې د out یا خارجیدو په معنا او بل یې. Zem په معنی د zeo یا boil یا جوشیدو په معنی ده.

د اکزیما مرحلې
۱: حاده اکزیما یا acute eczema
د کلینک د نظره نومړې مرحله د احمرار یا سوروالي سره شروع کوی او ورپسی اذیما، پپولونه، خارښت، ویزیکلونه او اوبه کول پیدا کیږی او ورورسته پستولونه لیدل کیږي.

۲: تحت الحاده مرحله یا sub acute eczema
پدی مرحله کې خفیفه اذیما، سوروالی او hyperpigmentation لیدل کیږی

۳: مزمنه مرحله یا chronic eczema
پدې مرحله کې اکزیمایې ساحه وچه، صباغي، تفلسي، ارچق لرونکي وی.

اسباب: د اکزیما په تولید کې دوه فکټورونه رول لري.
۱: مساعده زمینه ( الرژیک او حساس پوستکي)
۲: د تخریش کوونکو موادو سره مخامخ کیدل
هغه فکټورونه چې د اکزیما په پیدا کیدو کې رول لري په لاندي ډول دي.
* فزیکي او کیمیاوی تخریش کوونکي مواد
* خارجي انتانات
* روحي تشوشات
* غذاګانې
* ء sensitizer یا حساس کوونکي مواد ( نباتات، cosmetic او داسې نور)
* اقلیمي او موسمي عوامل
* د پوستکي ذات مزاج ( xerodermic. پوستکي، سیبوریک او hyperhidrotic حالات
* درمل
* د داخلی انتاناتو مخراقونه

د اکزیما درملنه

عمومی اهتمامات
۱: ناروغ ته توصیه کیږی چې د ګرولو یا scratching څخه جلوګیری وکړي
۲: په زیاته اندازه د صابون او اوبو مینځلو څخه جلوګیری وکړی
۳: د هغه موادو څخه ځان ساتل چې مشکوک پیژندل شوی وی

د درملو اهتمامات
۱: د خارښت ضد لوشنونه چې compher او menithol ولری
۲: د انتاناتو درملنه
۳: په حاده مرحله کې wet dressting، انتي هستامنیک درمل، موضعی سترایدونه او د خولې له لاری انتي بیوتیک ضروری دی
۴ تحت الحاده او مزمنه مرحلې: پدی مرحلو کې انتي هیستامنیک ammonium lactat 12%, . او glucocorticoid لوشن او د tar مستحضرات ښه نتیجه ورکوي.
۵: په شدیدو حالاتو کې. Photo therapy او systemic therapy ترسرخ کیږی چې پدی درملنه کې د خولې د لارې سټیرایډونه، cyclosporine پنځه ملی ګرامه په هر کیلو ګرام وزن د بدن د ورځې او azathioprine 2-7mg. پوری په هر کیلو ګرام وزن د بدن د ورځې ورکول کیږی.
Dr riaz

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.