خاونده څه سول د ښار ښاغلي

عبدالباري جهاني

576
بیا به موسم سي د سروغوټیو
زېری به راسي د پسرلیو
بیا به اورېږي پر غزلونو
ږغ د پاولیو شرنګ د بنګړیو
×××××××××××
زه به درځم چي انار پاخه وي
محتسب مړ وي سیوری یې نه وي
پر هر قدم به سجدې کومه
د ارغند خاوري به مي رانجه وي
××××××××××
کله به خدایه بیا کندهار وي
ډک له دوستانو ورک مي اغیار وي
سیوري د ولو بوی د سنځلو
چي څه تیار وي هغه د یار وي
××××××××××
خاونده څه سول د ښار ښاغلي
چي په کوڅو کي ګرځي ناولي
چي یې سرونه د بګړۍ وړ وه
پکښي پراته دي په زړو ویشتلي.
عبدالباري جهاني

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.