د واده په وخت کې د سیده عایشه رض عمر او د‌ هشام بن عروه روایت

دوکتور سید طفیل هاشمي - ژباړه. ادریس ماموندزی

1,993

د واده په وخت کې د سیده عایشه رض عمر او د‌ هشام بن عروه روایت

دوکتور سید طفیل هاشمي – ژباړه. ادریس ماموندزی

د سیرت او تاریخ د کره کتابونو لکه (الکامل- تاریخ دمشق۔ سیر اعلام النبلاء ۔ تاریخ طبری۔ البدایه و النہایه ۔ تاریخ بغداد ۔ وفیات الاعیان او نور) د نبوي بعثت او د هغې نه وروسته د واقعاتو تاریخي ترتیب په لاندې ډول کړیدی:

بعثت نبوی۔ 610 زیږدیز کال
مدینې ته هجرت۔ 623 زیږدیز کال
د رسول الله وفات۔ 633 زیږدیز کال.

د یاد شوي روایت له رویه رسول الله ص  هجرت نه درې کاله وړاندې یانې ۶۲۰ زیږدیز کال کې د حضرت عایشې رض سره نکاح کړیده، یانې د رسالت نه لس کاله وروسته حضرت عایشه د شپږو کلونو وه یانې په کال ۶۲۰ زیږیدیز کې زېږدلی ده، یانې د حضرت عایشي زیږدینه د نبوت په څلورم کال کې شوې. که مونږ د تاریخ د رویه ددغه روایت شننه وکړو نو لاندې نتایجو ته رسیږو.

۱: د حضرت اسما بنت ابي بکر او د حضرت عایشي رض د عمرونو توپیر:
بره یاد شوي ټولې منابع په دې خبره متفق دي چې سیده اسما د سیده عایشې نه لس کاله مشره وه او سیده اسماء د هجرت په وخت په کال (۶۲۳زیږدیز) کې ۲۷ کلنه وه یانې د بعثت په وخت کې د سیده اسماء عمر ۱۴ کاله وو. یانې حضرت عایشه رض د بعثت په کال څلور کلنه وه او د نکاح په وخت ۱۴ کلنه او د رخصتۍ په وخت کې اقلا ۱۷ کلنه وه.
۲. د حضرت اسما د وفات د حسابه.
تاریخي منابع په دې خبره متفق دي چې حضرت اسما د خپل زوې حضرت عبدالله بن زبیر د حجاج بن یوسف له لاسه په ۷۳ هجري کې د شهادت نه وروسته په سل کلنۍ کې وفات شوه. یانې د‌هجرت په وخت کې د حضرت اسما عمر ۲۷ کاله وو، او حضرت عایشه اوولس کلنه وه.

۳. طبری په خپل کتاب تاریخ الامم والملوک کې لیکلي دي چې د حضرت ابوبکر رض ټول اولادونه د نبوت نه وړاندې د جاهلیت په زمانه کې زیږیدلي دي. که مونږ د بره ذکر شوي روایت له رویه وګورو نو حضرت عایشه د نبوت نه څلور کاله وروسته زیږیدلی ده.

۴. د حضرت فاطمې د عمر سره تقابل.
حافظ ابن حجر په الاصابه کې لیکلي دي چې حضرت فاطمه په هغه کال کې وزېږېده کله چې کعبه بیا د سره اباده کړې شوه او د حصرت فاطمې او حضرت عایشې د عمرونو تر منځ پنځه کاله توپیر وو، یانې حضرت فاطمه د حضرت عایشی نه پنځه کاله مشره وه. ددغه حساب له رویه د حضرت عایشې زېږېدنه د بعثت په کال کې شویده. که څه هم د ابن حجر دغه روایت هم کمزوری دی خو بیا هم د ابن حجر ددغه روایت له رویه د بخاري  هغه روايت تردید کړیدی کوم چې دلته د بحث لاندې دی.

۵. حافظ ابن کثیر په خپل کتاب البدایه والنهایه کې د سابقین اولین په تذکره کې د ښځو د یادونې په لړ کې لیکلي چې حضرت اسما او حضرت عایشې د نبوت په لمړنيو هغو دریو کلونو کې اسلام قبول کړیدی کله چې د اسلام دعوت په پټه ورکول کیدو. که څه هم حضرت عایشه پدغه وخت کې کمکۍ وه خو د بخاري د روایت مطابق حضرت عایشې د خپلې زوکړې نه یو کال مخکې اسلام قبول کړیدی. ځکه د بخاري د روایت له رویه د حضرت عایشي تولد د بعثت په څلورم کال کې شویدی. خو که مونږ د حضرت عایشي عمر ته د حضرت اسما د عمر د توپیر د زاویې نه ګورو نو د اسلام قبلولو په وخت کې د حضرت عایشې عمر اوه یا اته کاله وو.

۶. په صحیح بخاري کې د جوار ابی بکر فی عهدالنبی کې روایت دی چې حضرت عایشه رض وایي چې زه چې کله نه  په خپل هوش کې یم، ما خپل مور او پلار په اسلام مشرف موندلي دي، او داسې کومه ورځ به نه‌وه چې رسول الله ص به زمونږ کره نه وي راغلی. بیا چې کله مسلمانانو ته اذیت او تکلیف ورکول زیات شول نو ابوبکر رض د هجرت په نیت حبشې ته لاړ.
که د بخاري بره یاد شوی روایت کره وي نو بیا ددې خبرې څه مانا ده چې زه چې د کله نه په هوش کې یم (په ښو بدو پوهه شوې یم). یانې حضرت عایشې ته یاد دي چې د حبشې د‌هجرت نه مخکې رسول الله ص هره ورځ د دوۍ کور ته راتلو. د حبشې هجرت د‌بعثت په پنځم کال کې تر سره شویدی. حال دا دی چې د بخاري د بره ذکر شوی روایت له رویه د حبشې د هجرت په وخت کې د حضرت عایشې عمر یو کال وو. یانې ایله د غیږې ماشومه وه. د لَمْ أعقِلْ أبوَيَّ قطُّ إلَّا وهما يَدينانِ الدِّينَ ولَمْ يمُرَّ علينا يومٌ إلَّا يأتينا فيه رسولُ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّم طرَفَيِ النَّهارِ  مطلب خو دا دی چې حضرت عایشې ته دغه واقعات په یاد‌ وو.
۷. د مسند احمد په  مسند عایشه کې راغلي دي چې کله  حضرت خديجه وفات شوه او رسول الله ص د لوڼو د پالنې او هم د‌ دعوت مسولیتونو ته پریشانه وو نو خوله بنت حکیم ورته مشوره ورکړه چې تاسې واده ولې نه کوئ؟ رسول الله ص وویل چې د چا سره، نو خوله بنت حکیم ورته وویل چې پیغله ناواده شوې هم شته او  کونډه هم. پیغله خو ستا د ملګري ابوبکر لور عایشه ده او کونډه سوده بنت زمعه ده. پوښتنه دا ده چې د ماشومانو د پالنې لپاره خوله یوه داسې جینۍ په ګوته کوي چې حتی د رسول الله ص د کشرۍ لور حضرت فاطمې نه هم څو کاله کشره ده.
۸. په مسند احمد کې د خوله بنت حکیم نه روایت دی چې کله ما ام رومان (د حضرت عایشې رض مور) ته د رسول الله پیغام ورسوو نو هغې وویل چې ابوبکر د‌عایشې د لاس وعده د مطعم ابن عدی سره د‌هغه د زوې لپاره کړیده، او ابوبکر هیڅکله د خپلې خبرې نه نه ګرزي. بیا چې کله ابوبکر د مطعم بن عدي سره خبره وکړه نو هغه انکار وکړ. نو پوښتنه دا ده چې آیا پدغه وخت کې ابوبکر د خپلې کم عمره لور خپلوي د مطعم ابن عدی زوې جبیر سره کولو ته تیار وو؟ حالانکې همدغه خلکو مسلمانان زورول او هم یې په بدر او احد کې د مسلمانانو پر ضد په جنګونو کې ګډون کړی وو. د هشام بن عروه مطابق خو ابوبکر د خپلې کم عمره لور ژمنه د اسلام د‌دښمنانو سره کړې وه.
زه په کلک باور وایم چې دا به د نبوت نه مخکې خبره‌ وي چې حضرت عایشه او جبیر دواړه واړه وو.

۹. په صحیح بخاري کې راځي چې حضرت عایشه وایي چې کله دا ایت   ” بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَ السَّاعَةُ اَدْهٰى وَ اَمَرُّ ” په رسول اللہ ؐ باندې په مکه کې نازل شو نو زه د لوبو منډو په عمر کې ووم. پدې خبره باندې اتفاق دی چې سورةالقمر د بعثت څلورم/پنځم کال یانې ۶۱۴ زیږدیز کې نازل شویدی. که د هشام بن عروه روایت کره دی نو پدغه وخت کې حضرت عایشه لا زیږیدلی نه وه یا د غیږې وړه ماشومه وه، نو بیا د (کنت جاریة العب ) څه مطلب؟ او که دې نورو شواهدو ته په زیر شو نو عایشه رض پدغه وخت کې اته کلنه وه.

۱۰.  دغه روایت چې د هشام او عروه دواړو نه خبر واحد دی ، هشام په مدینه کې د خپل اوږدې استوګنې په وخت کې هیڅکله ندې روايت کړی. بیا وروسته چې عراق ته منتقل شویدی او د‌عمر د وجې یې په حافظه کې خلل واقع شویدی نو بیا یې دغه روایت کړیدی. حافظ ابن حجر په (هدی الساری) کې تصریح کړیده چې کله نه هشام عراق ته منتقل شویدې، امام مالک دده روایات کره (مستند) نه بولي. خو د هشام د مدینې د قیام په وخت کې ترې امام مالک استفاده کړیده.
مهم د حضرت عایشې د رسول الله ص د واده په وخت کې د حضرت عایشې عمر اولس یا اتلس کاله وو. حیرانتیا پدې خبره ده چې د بخاري ډیر نور روایات د نظره غورزوي او یو داسې روایت د خپل علم مدار ګرزول کیږي  چې د غلط ثابتیدو لپاره ډیر شواهد لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.