زموږ تاندې هيلې او د تړونونو ناکام شاليد

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

924

موږ د خپل مات ګوډ اقتصاد بيا رغولو ته سخته اړتیا لرو.  دا هغه مهال شونتیا مومي چې د نړیوالې ټولنې او د اسلامي امارت  تر منځ رغنده او اغېزناک اړیکې رامنځ ته شي. طالبان او نړیواله ټولنه خپلمنځي اختلافاتو ته  داسې حل لاره ومومي چې د زړو شعارونو د تبادلې مخه ونیسي.  دواړه خواوې په ځانګړي ډول اسلامي امارت باید د پياوړي استدلال، عيني واقعيتونو او دقیقو تحلیلونو پر بنسټ، د هغو ځانګړو ستونځو په اړه هوکړه وکړي چې یو له بل سره ګام په ګام رامینځته کیږي او د پلى کيدو وړ وي.

د نړیوالې ټولنې لخوا د نغدي مرستو اوسنى بهير تر يوې کچې پورې افغانستان له بشپړې اقتصادي نسکوريدو څخه  ژغورلى، په ځانګړي ډول د خصوصي سکتور بانکونو ته يې د ژوندى پاتې کېدو لپاره انرژي وربښلې ده او ولس ته د بشري مرستو ورکول د بشري فاجعې رامنځته کيدو په مخنیوي کې اغيزمنه ده خو د هيواد په اقتصادي رغونه کې يې رول دير کم دى.

د اوسني حاکم نظام ستره نيمګړتيا دا هم ده چې په نړيوالو اړيکو کې د انډول رامنځته کولو او ساتلو لپاره اړينه کادري او مسلکي وړتیا نه لري چې اغيزمنه انډوليزه، زموږ له اړتیاو سره سمه او په عيني واقعيتونو برابره تګلاره ترتیب کړي. د طالب مشران له پيښو سره د مخامخ کيدو په مهال دد سليقوي څرګندونو او د انډول د له پامه غورځولو له امله داسې څرګندونې کوي چې د نورو اړخونو لپاره پاروونکې ګڼل کېږي

له امریکا سره د متقابل احترام پربنسټ ولاړ  رغنده اړیکې جوړول به نه یوازې د افغانانو په ګټه وي، بلکې پخپله نړیوالې ټولنې او امریکا لپاره هم اړتیا ده. تيرو ناکامو تجربو ثابته کړه چې د نړيوالې ټولنې له اغېزمن ملاتړ پرته په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحران شتون او دوام په ګاونډیانو، اروپا او نورو هېوادونو کې د  امنیتي وضعیت په برخه کې يقيناً پخوا هم جدي پایلې درلودلې دي او په راتلونکي کې به يې هم ولري.

د نړيوالو رسنيو لخوا د خپرو شويو راپورونو پر اساس امریکا او طالبان د تړلو دروازو تر شا د روغې جوړې لپاره په يوه ميکانيزم باندي کار کوي  او دغه ګام په زړه پورې پرمختګ ګڼل کېږي. هغه څه چې زموږ  د تاندو هيلو غوټۍ رژوي د زور کارولو له لارې د نظام نسکوريدو هڅه او  له نړيوالې ټولنې سره د تقابل تګلاره ده. موږ د سمون او بدلون لپاره د سياسي هوکړې پلوي کوو او سياسي حل د هيواد د ستونځو يوازنۍ لاره ګڼو. د افغانانو په نوښت او مالکیت او د نړيوالې ټولنې غيزمتزلزل ملاتړ هره هوکړه په هر حال تاوتریخوالي ته له تلو څخه په مراتبو بهتر ده.

داسې ښکاري چې طالبان تر يوه بريده پوه شوي دي چې د چين او روسيې په شان ځواکمن هېوادونه هم له افغانستان سره يوازې د خبرو په کچه ژمنې کوي عملاً هغوى هم د امریکا له سور چراغ څخه د اوښتو جرئت نه کوي. بله دا چې ياد هيوادونه طالبان هم د هغوى د نيمګړتياو له امله د باور وړ ملګري نه ګڼي. کيداى شي چې طالبانو ته دا حقيقت په ډاګه شوى وي چې افغانستان د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې د هېوادونو ترمنځ انډول او د هغوى ترمنځ شته رقابتونو ته د پام کولو  اړتیا شته خو د طالبانو د حکومت د نړيوال مشروعیت مشکل او اقتصادي ستونځې په عمومي ډول امریکا حل کولاى شي.

طالب مشرتابه باید ومني چې د واک په ترلاسه کولو او د يوازني اجرایوي ځواک په دعوه کولو سره هغوى د کورني او بهرني  مشروعیت د ترلاسه کولو مکلفیت ترڅنګ د خپل ولس د ستونځو د حل او هوساینې مسولیت په غاړه اخیستی دی. د بين الافغاني مذاکراتو پروسه ختمول په يوازې سر د حکومت کولو هوس، د پخوانيو ژمنو ته شا کول او د انجونو د ښونځيو بندول په طالبانو باندې د بې باوري فضا د رامنځته کولو لامل افغانستان او افغان ولس ته خورا په لوړه بیه تمام شول.

د دوحې تړون د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شو خو  په څرګند ډول دا په ډاګه شوه چې دا تړون اصلاً د سولې تړون نه، بلکې د امریکا لپاره د ځواکونو د ايستلو او د طالبانو لپاره د واک ترلاسه کولو په موخه د دروازو پرانستلو تړون وو.  په دغه تړون کې د اوربند،  اساسي قانون، بنسټونو د ساتلو یا بشري حقونو د خوندیتوب لپاره هیڅ شی نه و.  په متحده ایالاتو باندې بریدونه نه کول پکې ياد شوي وو، خو د افغانستان په اهدافو د بريدونو نه کولو په هکله هيڅ ډول يادونه نه وه.

د بندیانو د ازادولو موضوع پکې ذکر شوې وه، خو بندیان له هغه چا سره وو چې نه د خبرو برخه وو او نه هم د هوکړې اړخ وو. ښکاره خبره ده چې دغه تړون د يوه هېواد پر ملي حاکمیت په زغرده تیری وو. کابل دا هر څه ليدل خو په واک کې د پاتې کېدو په دروغجنه تمه يې غبرګون نه ښوده.  داسې شکونه هم لا دمخه کيدل چې طالبان به په ریښتینې توګه د نورو سیاسي اړخونو سره د واک شریکولو  په موخه خبرو اترو ته لیوالتیا ولري او په احتمالي توګه د رامنځته کيدونکي ناورين د مخنیوي په تړاو هيڅ ډول پلان شتون نه درلوده.

د تړون د عملي کولو په پروسه کې د امریکايي ځواکونو وتل په حالاتو او د تاوتریخوالي په کمولو پورې مشروط ګرزول او يا هم له هر ډول قيد او شرط پرته د ځواکونو د ايستلو په تړاو د ټرمپ او بايډن د حکومتونو متزلزل او متذبذب دريزونو د دوحې تړون نور هم نيمګړى وګرزاوه، کابل متاسفانه  له هرې سرې کرښې څخه تيريده خو موقتي ادارې ته د واک سپارلو غوښتنې ته يې د سولې لپاره د قرباني ورکولو پرځاى د دوحې تړون ته د سخت غبرګون په شکل د نظام نړولو ته لومړيتوب ورکړ. دا هغه بدبخته کرغيړن انتخاب وو چې زيانونه يې يوازې افغان ولس او هيواد ته واړول.

شته واقعيتونو ته له متوجه کيدو پرته امریکا د دوحې تړون د خيالي بريا د اټکل کولو له امله په افغانستان کې خپل شل کلن شتون قمار ته وړاندې کړ. دغه هېواد  د متبادل پلان نه درلودلو له امله چې که احياناً د دوحې تړون سبوتاژ کړاى شي نو بيا به څه پېښېږي، دغه قمار بايلوده. د خپلو ولسونو باور يې له لاسه ورکړ، له افغانستان سره کړې ژمنې يې له پښو لاندې کړې او نړيوال اعتبار ته يې زيان ورسيده. ولسمشر بایډن پخوانى ولسمشر ټرمپ  د یوې ضعیفې معاملې کولو له امله پړ ګڼي، او ټرمپ په ولسمشر بایډن باندي د هوکړې د عملي کولو په برخه کې د کمزوري او ټکني مديريت پړه اچوي، خو دا هر څه اوس هيڅ ګټه نه لري.

امریکا او طالبانو د خپلو هغو ژمنو خلاف عمل وکړ چې په مختلفو وختونو کې یې له افغانستان،  خلکو او له نړيوالې ټولنې سره کړې وې. څرګنده خبره ده چې دغه کار په کور دننه او نړیواله کچه د امریکا او طالبانو د حکومت په وړاندې کرکو راپارولو ته لاره هواره کړه. همدا لامل دى چې اوس بيا بين الافغاني تفاهم او له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې رغنده ښکیلتیا لا هم د یوه سوله ییز او هوسا افغانستان هدف ته د رسیدو لپاره اړتیا شتون لري.

متأسفانه د افغانستان په تړاو تړونونه او هوکړه ليکونه  د ښکېلو غاړو ترمنځ د باور او هوډ د نشتون، د بهرنیو اړخونو د لاسوهنې، د حقوقي تخنیکي او تاکتيکي نيمګړتياو له امله له ولسي هيلو د پوره کولو او له پلان سره سم د عملي کولو په برخه کې ښه شاليد نه لري. د جينوا، ګورنر هاوس پېښور، مدينه الحجاج راولپنډۍ، ماهيپر، بُن او دوحې تړونونو ناکام کيدل يې ښې بېلګې وړاندي کولاى شو. په هر حال امریکا له افغانستان څخه د خوندي وتلو او طالبان د واک ترلاسه کولو په لټه کې وو. دواړه اړخونه خپلو موخو ته ورسيدل خو افغان ولس ته يې بدبختي او لوږه راوړه او د يوه مبهم او مجهول راتلونکې ور په برخه کړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.