ژبه ښویېدنه د ارواپوهني له نظره

475

کلیوال مو کیسه کوله ول د چا کره فاتحې ته روان وو، مشر ملګري ته مو وویل: ګوره د تسلیت خبرو کې اتیات کوه خطا نه شې. هلته چې کېنستلو مشر یار مو لومړۍ خبره کې فاحشه غلطي وکړه، هغه د دعا لپاره وویل: د مړیو په هکله به پښې پورته کړو، مطلب یې لاسونه پورته کول و. موږ ته چې کلیوال دا کیسه کوله هغه د خپل ملګري په غلطي کې بله غلطي وکړه، ول ملګري مو وویل: د پښو په هکله به مړي پورته کړو

ارواپوهان وایي: ژبه ښویېدنه (Slip of the tongue) یا “زلة اللسان” یقیني شی دی او هر څوک دا ستونزه لري. هر انسان کم تر کمه په زرو کلمو کې یوه/دوه غلطي کوي، یوه دقیقه عادي خبرو کې په متوسط ډول 150 کلمې ویل کیږي، یعني اوو دقیقو پرلپسې خبرو کې هر انسان یوه غلطي کوي، نو ورځ کې هر انسان د 7 او 22 ترمنځ غلطۍ کوي. دا غلطۍ دوه ډوله دي: یوه یې تشه او له بدنیتي پاکه غلطي ده. دویمه یې پر بد نیت ولاړه او د نورو د سپکاوي په نیت غلطي ده ، ښکاره خبره ده لومړۍ پاکه او د بښلو وړ ده او دویمه ناسمه او جرم ده.

عرب متل کوي: (ما يطفح به القلب ينزلق به اللسان) له څه نه چې زړه ډک شي په هغه ژبه ښویېږي. ارواپوهان هم د ژبي ښویېدني خبره بابېزه نه شميري، بلکي وایي: ژبه ښویېدنه اجرائي خلل او کړنه ده، د اسټریا وتلی ارواپوه سیګسمونډ فرویډ (Sigismund Schlomo Freud) وایي: په ژبه ښویېدنې سره په غیر اختیاري توګه د انسان په لاشعور کې ځیني پرتې ګروهې، ارزوګاني او غوښتنې رابرسیره کیږي.

فرویډ وایي: ډېر ځله بیا داسې هم کیږي چې د انسان لاشعور کې پروت د زړه درد او د غم غوټه د یوې لفظي غلطي او ژبي ښویېدنې په زريعه بهر ته راوځي، دی دا خبره د یوې بېلګي له لاري روښانه کوي او لیکي، یوه ښځه د خپل مېړه پخوانۍ ملګرې سره مخامخ کیږي او ورته وایي: ستا په وژلو ډېره خوشاله شوم. اصلا یې موخه: ستا په لیدلو … وه، خو څرنګه چې هغې سره د اوږدې کرکي لامله یې لاشعور کې هغې نه کسات اخیستل پراته و ، ځکه یې ناڅاپه د “لیدلو” لفظ پر ځای “وژلو” لفظ راغی.

دې ته ورته بله کیسه یاد ته راغله، د بي بي سي پخواني خبریال ګوهر رحمن ګوهر یوه ورځ راډیویې خپرونو کې د خپلي ژبه ښویېدني کیسه کوله، ول پېښور راډیو نه مو د پاکستان د باني محمد علي جناح وینا چمتو کوله، د ده له وینا مخکي مې د زرسانګي سندره واوروله، هغې پسې د جناح د وینا وار و، کله چې سندره ختمه شوه، د زرسانګي د سندري او جناح د وینا سره نښلولو جملو کې فاحشه غلطي رانه وشوه، هغه داسې چې ومې ویل: درنو اوريدونکو تاسو د زرسانګي وینا واوریدله اوس به د محمد علي جناح په اواز کې سندره واورئ. شاید ګوهر هم له جناح نه کرکه لرله او د هغه د وینا او یوې سندري توپیر یې ونکړای شو.

د ولسمشري مقام هر هیواد کې تر ټولو لوړ مقام وي د مینه والو او همفکره خلکو له توجه نه یې د مخالفینو توجه ورته زیاته وي او زموږ مخالفتونه خو هم له نورو بېل او د افراط لوړو څوکو ته سر هسکوي، نو داسې شخصیت ته هغه د اردو ژبو په ګای “ځمکه پوکل او ګام اخیستل” او هر شي کې خورا زیات اتیات په کار دی. او کنه یوه کوچنۍ ژب ښویېدنه پسې یې خلک لاشعور ته ښکته کیږي او له همدې لفظي غلطۍ نه یې فکري او ګروهي تمایلات راسپړي، تلي او ارزوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.