پوښتنلیک او سروې

عزت‌الله ادیب

1,409

پوښتنلیک او سروې

د سروې د پلان، ډيزاین او مدیریت په اړه عملي لارښوونې

د مقالو لړۍ

عزت‌الله ادیب

پیژندنه

د سروې په اړه د تیرو مقالو پر دوام، دا دی د سروې یا د پوښتنلیکونو پر مټ د اطلاعاتو او ارقامو را ټولولو په اړه ځینې نور مالومات دلته سره را ټولوم تر څو په دې اړه لږ دقیق او زیات مالومات خپاره شي. مخکې له دې چې اصلي بحث ته راشو، یوه یادونه ډیره ضروري ده، هغه دا چې دا مالومات د ۲۰۰۰م کال نه مخکې چاپ شویو کتابونو څخه را اخیستل شوي دي، هغه مهال په نوره نړۍ کې هم د پرنټ شوېو پوښتنلیکونو پر مټ سروې تر سره کیدلې، کټ مټ لکه اوس چې یې موږ په افغانستان کې کاروو. له دې مالومیږي چې موږ باید په دې برخه کې ډيره مطالعه او کار وکړو تر څو د سروې له نویو میتودونو او تاکتیکونو سره ځانونه بلد کړو او د خپل کار په جریان کې ترې ګټه واخلو. ما د خپل کار په جریان کې هڅه وکړه چې د سروې کارونه مو ډير مسلکي او پر نړیوالو معیارونو برابر وي، خوشبختانه د سروې راپورونه مو معتبرو علمي بنسټونو خپاره کړل او تر اوسه یې وینم چې د پالیسي او علمي څیړنیزو کارونو په برخه کې ترې کار اخیستل کیږي.

د پوښتنلیک پر مټ د مالوماتو راټولول، د ساینس د یو لابراتور څخه د باندې د مالوماتو را ټولولو یوه بله مهمه برخه ده چې پر مټ یې ټولنیز او نور هر ډول او د هرې اندازې اړین مالومات را ټولولیږي. سروې یا د پوښتنلیک پر مټ د مالوماتو را ټولول د بشر په تاریخ او ټولنیز ژوند کې یوه مهم اصل دی چې پر مټ یې خورا اړین مالومات را ټول او مهمې پرېکړې نیول کیږي. سروې د موضوع، میتودولوژي، میتود او تاکتیک له نظره په مختلفو ډولونو او اندازو سره تر سره کیدلی شي.

ډیری ټولنیز موضوعات له انسانانو سره بند پاتې دي چې لا هم پلټنې او را سپړلو ته اړتیا لري، (په افغانستان کې خو ټول مالومات امانت پراته دي چې د راسپړلو په پار یې چا لږ هڅه هم نده کړې، نو ځکه د ستونزو حل هم نشو موندلی) نو له همدې امله ویلی شو چې سروې یا د پوښتنلیک پر مټ د مالوماتو را ټولول یوه غوره لاره ده تر څو څېړونکي وکولی شي هغه مالوماتو ته لاسرسی پیدا کړي چې لا هم خلک نه پرې پوهیږي، او یا هم ټولو هغه مالوماتو او نظریاتو ته لاسرسی ومومو چې د بشر په ژوند کې د نویو پدیدو سره سم را ټوکیږي. د انسانانو په ژوند کې د ټولو او هر ډول ستونزو حل هم د همدې مالوماتو پر راسپړنه او شننه کې پروت دی، خو موږ ددې کار پر اهمیت نه پوهیږو، دا کار نه کوو او ددې کار د کونګ لپاره تخنیکي پوهه نلرو.

د مثال په ډول، په افغانستان کې د یوې نوې موضوع په اړه د خلکو نظریات، یا د حکومت د پالیسي په اړه د خلکو عکس العمل، یا د یو نوي مرض ( لکه کرونا) په اړه د خلکو شخصي تجربې، او دې ته ورته، دا نوي نظریات او عکس العملونه دي چې لا هم په ټوله ایزه بڼه ندي مالوم چې د هیواد، ولایت یا یوې سیمې د خلکو عمومي نظریات او تجربې څه ډول دي.

نو له دې امله، غواړم د سروې په اړه د مختلفو مقالو مجموعه ولیکم تر څو یوه موضوع لا واضح او روښانه شي. د مقالو په دې مجموعه کې به د سروې د پلان، ډیزاین، عملي کولو او تحلیل په اړه مالومات خپاره شي. دلته هڅه کوم تر څو داسې مالومات را ټول او خپاره نه کړو چې کیدای شي تکراري وي، او یا د ټولنیز ساینس په اړه هر ځای کې په اساني ولوستل شي، بلکه هڅه به وکړم د یو څیړونکي په حیث داسې مالومات را ټول کړم چې د سروې د عملي میکانیزمونو، پریکړو او مرحلو و قدمو په اړه هراړخیز او نوي خو عملي مالومات اوسي.

تر اصلي خبرې وړاندې یوه یادونه اړینه ده، هغه دا چې د سروې پر مټ د یوې موضوع په اړه مالومات را ټولول یوازینۍ مرجع نده، بلکه د مالوماتو نورې مرجع هم شته چې د څيړنیز کار په جریان کې له څېړونکي سره مرسته کولی شي. د مثال په ډول، د مکتب د شاګردانو حاضري، په صحي مرکزونو کې د مریضانو لست، د دولتي ادارو راپورونه او ارقام، او داسې نور – په نورو هیوادونو کې د دوهم لاس مالوماتو ډيرې منابع شته چې ارقام یې ښه مدیریت شوي او د عامه لاسرسي وړ دي، خو زموږ په هیواد کې دا برخه په هیڅ حساب ده، او عامه اطلاعات تل شخصي ملکیت ګڼل او محرم ساتل کیږي. د دې تر څنګ په پوهنتونونو کې د محصلینو منوګرافونه، د حکومتي ادارو راپورونه او ارقام، د غیر انتفاعي ادارو راپورونه، د شخصي شرکتونو اطلاعات او داسې نور ټول د عامه لاسرسي وړ نه وي او هیڅ ګټه نه ترې اخیستل کیږي، خو په نورو هیوادونو کې د عامه اطلاعاتو بانک کې ټول اطلاعات په خورا ښه بڼه خوندي کیږي او څيړونکي یې د خپلو علمي او څيړنیزو کارونو لپاره په مسلکي توګه کاروي.

کله چې څیړونکی پر خپل کار کې ډير علمي پرمختګ وکړي، نو له داسې کارونو سره مخ کیدای شي چې  پوښتنلیک یا سروې ته حاجت نه پاتې کیږي، بلکه نور داسې میتودونه کارول کیږي چې پرمختللي او په زړه پورې وي. د مثال په ډول، د زراعت په مسلک کې د ونو د عمر په اړه تحقیق، یا د طب په برخه کې څېړنې، همدا ډول د تاریخي ابداتو په اړه څېړنو کې پوښتنلیک نه کارول کیږي بلکه نور خورا په زړه پورې میتودونه کارول کیږي، چې د څېړنې کار لا دلچسپ کوي. خو که د خپل څيړنیز کار لپاره د پوښتنلیک کارول اړین بولو، نو  لومړی پوښتنه داده چې (آیا همدا د مالوماتو راټولولو ښه او یواځینۍ لاره ده که نورې لارې چارې هم شته دي؟) تر څومره چې زما شخصي تجربه ده، دا چې زموږ په هیواد کې څيړنیز کار ډير نوی دی، څيړونکي مو هومره تخنیکي او مسلکي برخو کې څيړنې نه کوي، او ډيری څيړنې یوازې په ټولنیزه برخه کې ترسره کیږي نو ځکه څيړونکي یوازې پر پوښتنلیک تکیه کوي، خو دا هم ویلی شم چې پوښتنلیک یواځینۍ، غوره او موثره لار نده نو څېړونکي باید تل د نورو لارو چارو او د اطلاعاتي منابعو په اړه هم فکر وکړي تر څو د پوښتنلیک پر مټ د راټولې شوې ډاټا د غنامندي سره مرسته وکړي چې دا کار بیا په ټوله کې د څيړنې د موندنو د موثریت په برخه کې زیاته مرسته کوي. تر دې ورهاخوا، مهمه سپارښتنه دا ده چې موږ باید په مسلکي برخو کې له څيړنو سره ځان عادت کړو تر څو له دې فکر څخه راووځو چې تحقیق یوازې په ټولنیزو مسایلو پورې محدود او تړلی دی.

دا چې په افغانستان کې د پوښتنلیک استعمال ته اهمیت ورکول کیږي او لازمي امر ګڼل کیږي، نو بله پوښتنه به دا وي چې ریسرچ باید څنګه ډيزاین شي، د پوښتنلیک پوښتنې یا سوالونه باید څرنګه مطرح او ډيزاین شي، کومه بڼه باید ولري، د کوم منطقي تسلسل له مخې باید لست کړای شي، او د کوم میتود پر اساس مالومات باید را ټول، ترتیب، تحلیل او وړاندې شي؟. دلته پر دې ټولو پوښتنو پوهیدل لازمي دي، او څيړونکي باید تل په دې اړه چرت ووهي. زما د څیړنیز کار په جریان کې ډیری وخت د پوهنتون له محصلینو سره، له څيړونکو سره، د شخصي او غیر حکومتي ادارو له کارکونکو سره، د څیړنیزو سازمانونو له غړیو سره، د رسنیزې برخې له څيړونکو او داسې نورو اشخاصو سره چې کله هم مخ شوی یم، نو ډير وخت مو د ریسرچ د ډیزاین، میتودلوژي، پوښتنلیک، سوالونو، او د پوښتنلیک پر مټ د راټولو شویو ارقامو او د هغې د کارونې په اړه خبرې اترې کړې دي، له څيړونکو سره به مې همدا پورته سوالونه شریکول، خو ډيری وخت به څیړونکو د پورته موضوعاتو لپاره کم وخت درلود او فکر به یې پر دې وو چې کله به یو څه لیکي او تر خپل نوم لاندې خپروي. په دې جریان کې ډيری دا ملګري هغه وخت فکر کولو ته اړ شوي، چې ستونزو سره مخ شوي وو. ان تر دې چې، یو وخت د یو شخصي تحقیقاتي شرکت مسول یو راپور راته راولیږه، د میتودولوژي د لوستلو سره سم پوه شوم چې د ډيزاین ، نمونه اخیستنې او تحلیل په برخه کې جدي ستونزې لري. هغه شخص ته مې د یو ایمیل پر مټ څو سوالونه ور ولیږل خو چې جواب یې راکړ نو پوه شوم چې د دې ستونزو په اړه باید ان د ډيزاین په مرحله کې فکر شوی وای، او اوس دا کار باید له سره وشي، او ما هم تر هغه وخته په راپور کې خپل کمنټونه یا نظریات لیکلي وو، خو دا چې وخت یې کم وو نو هغوی د تحلیل او راپور نه وروسته د سمونې هڅه وکړه او راپور یې بسپنه ورکونکو ته ولیږه.

همدا رنګه د ملګرو ملتونو یوې ادارې ته کوم نړیوال تحقیقاتي شرکت یو کیفي تحقیق تر سره کړی وو، کله چې یې له ما د راپور د لوستلو غوښتنه وکړه، نو ومې لیدل چې د اطلاعاتو د تحلیل پروسه یې یوازې د یو کوډ پر مټ پر مخ وړې وه او د راپور نور مالومات ټول تکراري معلومات او یا داسې نظریات وو چې هره ورځ یې په اړه په رسنیو کې بحث کیده.

دلته له شخصي تجربې شریکولو مې هدف دا دی چې که چیرته کوم څوک د خپل کار په پیل کې د ټولو مهمو پوښتنو په اړه چرت ونه وهي او هر اړخیز فکر ونکړي نو د کار په اخر کې له داسې ستونزو سره مخ کیدای شي چې د حل هیڅ لار به نه لري او یا به د منابعو (وخت، بودیجه، او….) د کمښت له امله خپل هدف ته رسیدلی نه شي.

کوم او څومره اطلاعات غواړی؟

که پورته پوښتنې ته ځواب دا وي چې، ټول اطلاعات، دا ممکنه نده، څیړونکی دې دا فکر پریږدي. د تحقیق د موضوع هر بُعد ته باید پام وشي، په اړه یې پراخه مطالعه وشي، دوهم لاس اطلاعات په دقت ولوستل شي، د موجوده اطلاعاتو سم نوټ واخیستل شي او په سمه توګه ریکارډ شي، او د څيړونکو له تجربو او د مالوماتي مرکو پر مټ باید تصمیم ونیول شي چې څه غواړي او څومره اطلاعات د یو تحقیق لپاره په کار دي.

د تحقیق د موضوع په اړه له نورو متخصصینو سره خبرې او بحث کول یو ګټور کار دی او بایده دی څیړونکي په دې اړه فکر وکړي چې آیا د تحقیق موندنې به یې د متخصصینو هغو پوښتنو ته ځواب ورکړي کنه چې دوی یې په اړه بحث کړی، او یا به هغه تشه ډکه کړي چې  متخصصینو يې په اړه خبرې کولې. هر کله چې له نورو خلکو سره عام بحث هم کیږي، د هغوی نظریات باید نوټ شي، په اړه یې فکر وشي او وکتل شي چې کوم نوي څه پکې شته که څنګه، که وي، د تحقیق په کومه برخه کې مرسته کولی شي. د پروژې یا د څيړنیز کار د پیل څخه تر پایه له څيړونکي سره باید خورا ډير مالومات او اطلاعات وي چې د نوټ، سند او یا ریکارډ په بڼه را ټول شوي وي، او یا کیدای شي په کمپیوټر کې سافټ مواد وي چې په مختلفو فولډرونو کې ځای پر ځای شوي وي.

نور څه مهم کیدای شي؟

کیدای شي په سوالنامه کې د دیموګرافیک برخه د څيړونکي لپاره مهمه نه وي چې د مرکه کیدونکي اشخاصو د جنسیت، تعلیم و تحصیل، عمر، د اوسیدو ځای، مسلک، عاید، او… په اړه اطلاعات را ټول کړي، خو د اشخاصو دیموګرافیک مالومات د تحلیل په وخت کې له څيړونکي سره مرسته کوي تر څو د مختلفو متغیرونو په اړه د هرې ډلې خلکو نظریات تحلیل او په راپور کې یې په اړه مالومات ولیکي. ډیموګرافیک مالومات ځکه هم مهم وي چې ډيری وخت د ټولنیز ژوند په مختلفو پړاوونو کې د څیړنو ضرورت ډيریږي، اطلاعات تغیر کوي او نوي موضوعات را پیدا کیږي چې له څيړنو بغیر په لاس نه راځي. د مثال په ډول، په افغانستان کې د انجونو د مکتبونو د خلاصون په اړه د هرې سیمې د خلکو نظریات، د مختلف عمر لرونکو اشخاصو نظریات، د نارینه یا ښځینه نظریات، د مکتب یا پوهتنون او د مدرسو څخه د فارغو کسانو نظریات او….. داسې نور.

د پوښتنلیک پروسه

تر دې عنوان وړاندې باید د ریسرچ د ډيزاین بحث مطرح شي خو دا چې هغه بحث په راتلونکې کې ځانته مفصل بحث لري نو ځکه دلته د پوښتنلیک په اړه مالومات لیکم.

تر دې ځایه د څیړونکي سر خلاص شوی چې څه غواړي، څنګه او څومره یې غواړي او تر کله یې په کار دي. اوس د پوښتنلیک د د ډيزاین او اصلاح کولو پروسه پیلیږي چې ټول سوالونه په سیستماتیک او منطقي ډول د مربوطه عنوان لاندې ترتیب شي، او لاندې پوښتنې ځواب شي:

  • آیا دا سوال د هدف سره سم مالومات تر لاسه کولی شي، کومه بڼه به یې په اساني د ضرورت وړ مالومات په لاس راوړي؟
  • دا سوال ولې مهم دی؟ ولې باید له مرکه کیدونکي شخص څخه وپوښتل شي او آیا باید په دې ترتیب وپوښتل شي؟
  • له دې پوښتنې څخه تر لاسه شوې ډاټا یا اطلاعات به څنګه تحلیل کوو؟
  • آیا دا سوال به د مرکه کیدونکو لپاره اسانه او د ځواب وړ وي کنه؟

خو څیړونکی تل باید د منابعو په اړه فکر وکړي، یانې د مالي منابع، د وخت او انساني و بشري منابعو په اړه تر څو هر څه د یو منظم پلان سره سم تر سره شي. دا هم خورا مهمه ده چې د سروې پر مټ د تر لاسه کیدونکو مالوماتو په اړه هم فکر وشي چې آیا نوموړي مالومات په سمه توګه کارولی شي کنه، که چیرته ټول مالومات نشي کارولی نو باید د پروژې د اندازې په اړه بیا فکر وشي او هدف یې کوچنی شي. د مثال په ډول، یو محصل د شخصي او دولتي پوهنتونونو مقایسوي څيړنه کوي، که یې منابع کم وي، د ټول هیواد پر ځای دې یوازې کابل کې دا کار وکړي نو په دې بڼه به یې د ریسرچ اندازه یا هغه سکوپ کم او کوچنی شي.

یوه بله مهمه موضوع دا ده چې، که چیرته څیړونکی له نورو کسانو سره په ګډه کار کوي نو مهمه ده چې ټول یو ډول د پروژې د هدف، میتود او میتودولوژي او د سوالنامې د هدف په اړه مالومات ولري.

تشریحي که غیر تشریحي سوالونه
د څیړنې په برخه کې کله هم چې د یوې موضوع یا د خلکو د تجربو او کلتور په اړه مالومات را ټولوو نو عموما د سوالنامې پوښتنې په دوو برخو ویشل کیږي. اول ډول، خلاص سوالونه (تشریحي)، هغه پوښتنې دي چې ځواب ویونکي په تفصیل سره د متن پر شکل ځواب ورکوي، او دوهم ډول یې بند سوالونه (غیر تشریحي) دي چې ځواب ویونکي د هو / نه او یا هم د عدد پر بڼه ځواب ورکوي یانې د ځوابونو د موجوده لست څخه یې یو یا څو ځوابونه په نښه کوي. په اول ډول پوښتنو کې ځواب په تفصیل سره د متن پر بڼه لیکل کیږي خو په دوهم هغه کې د ټولو ممکنه ځوابونو لست چمتو او د هغې له ډلې څخه مناسب ځواب غوره یا ټاکل کیږي.

دلته څو ډوله سوالونه لیکو:

  • آیا په افغانستان کې باید د انجونو مکتبونه خلاص وي او که بند؟ دلته ځواب عموما «خلاص» یا «بند» وي، چې له ورکړل شوې کټګوري څخه ټاکل کیږي.
  • آیا تاسو په خپله سیمه کې د جینکو مکتب غواړی؟ دلته ځواب «هو» یا «نه وي».
  • په افغانستان کې د جینکویو مکتبونه باید د کوم ډول شرایطو لاندې فعالیت ولري؟ دلته تفصیلي ځواب لیکل کیږي چې خلاص سوال یې بولو.
  • ستاسو په سیمه کې جینکۍ تر کومې کچې زدکړې کولی شي؟
  1. ابتدایه
  2. متوسطه
  • لیسه
  1. انستیتیوت (۱۴م صنف)
  2. پوهنتون
  3. ماستري
  • دوکتورا
  • مسجد کې اسلامي تعلیم
  1. پر کور لږ اسلامي زدکړې
  2. هیڅ تعلیم نشي کولی
  3. نور (دلته باید ولیکل شي)

په داسې پوښتنه کې څیړونکی د یوې پوښتنې مربوط په هر ډول ممکن ځواب فکر کوي او لست کوي یې تر څو ځواب ویونکي خپل ځواب د ورکړل شوي لست څخه غوره کړي. کله ځواب ویونکي داسې ځواب درکوي چې د ځوابونو په ورکړل شویو لست کې نه وي، په هغه صورت کې د «نور» تر نوم لاندې لست کیږي او د سروې په پای کې هغه ځوابونه پاک، کوډ او د تحلیل پروسې ته داخلیږي.

کله چې د پوښتنلیک ټول سوالونه اماده شول، له دې وروسته باید د پوښتنلیک د سوالونو د ترتیب په اړه فکر وشي. د تحقیق د موضوع او د سوالونو د منطقي ترتیب سره باید په دې اړه هم ښه فکر وشي چې سوالونه په کوم تسلسل یو په بل پسې داسې وپوښتل شي چې د ځواب ورکونکي سره د بحث جریان خراب نکړي، ځواب ویونکي ته د شک او تردد باعث نشي او ټول موضوعات په بې پرې ډول وپوښتل شي او یا ورته ځواب ورکړل شي. ډيری وخت پوښتنلیکونه ویشل کیږي تر څو ځواب ویونکي پخپله ورته ځواب ورکړي او یا ولیکي، نو باید د پوښتنلیک سوالونه په عامیانه او عام‌فهمه ډول ولیکل شي تر څو هر لوستونکی له سوال څخه ورته هدف واخلي.

دلته یوه خبره ډيره مهمه ده، هغه دا چې هیڅکله باید د پوښتنلیک د ژر نهایي کیدو کوښښ ونشي بلکه تر هغه باید د سوالونو د جوړښت، مفهوم، الفاظو او ژباړې په اړه فکر وشي چې د تحقیق د موضوع د هر بعد په اړه سوالونه مطرح شي.

د سروې د عملي کار پیل
کله چې سوالنامه یا پوښتنلیک اماده شي، یانې ټول ترتیب یې برابر شي، وژباړل شي، چیک شي، له هغه وروسته د سروې د عملي کار د پیل وخت رسیږي. د سروې عملي کار یا د مخامخ مصاحبې په ډول پر مخ بیول کیږي او یا پوښتنلیک ویشل کیږي چې ځواب ویونکي یې پخپله ځواب او بیرته سپاري.

څيړونکی باید په دې برخه کې د مرکو د ډولونو په اړه پوره مالومات ولري او بل دا چې د خپل تحقیق د میتودولوژي په برخه کې یې د خپلې څيړنې لپاره د مرکې کوم ډول میتود غوره کړی دی. لومړی د مرکې ډول او دوهم د مرکې طریقه، دواړه باید په واضح ډول سره د غوراوي  له دلیل سره ولیکي او له هغه سره سم خپل کار پر مخ یوسي. په دې برخه کې د ځواب ورکونکو د انتخاب موضوع هم ډيره مهمه ده چې هغه به د دې لړۍ په جریان کې د نمونه اخیستنې په برخه کې تشریح کړو.

د څیړنې په برخه کې پوښتنلیک یا سوالنامه د رهنمود په نوم هم یادیږي، ددې علت دا دی چې د سوالنامې پوښتنې باید په عامه لهجه وپوښتل شي تر څو ځواب ویونکي په اساني پرې پوه شي او سم ځواب ورکړي. نو ددې لپاره څيړونکی باید هره پوښتنه او د پوښتنې هدف په ذهن کې ولري، او په داسې عامه لهجه یې له مرکه کیدونکي شخص سره مطرح کړي چې د سوال مفهوم او هدف کې تغیر رانشي او په عین وخت کې مرکه کیدونکی شخص د پوښتنې پر هدف پوه شي. ډير وخت کله چې مرکې تر سره کیږي، څيړونکي یا مرکه کونکي د پوښتنې د ساده کولو په هدف د سوال مفهوم بدلوي او ځواب ویونکي داسې ځواب ورکوي چې د تحقیق له موضوع او د سوال له هدف سره هیڅ سمون نه لري،چې د تحلیل په وخت کې څيړونکی له ستونزو سره مخ کیږي او ډيری اطلاعات د تحلیل له چوکاټ څخه د باندې پاتې کیږي.

د پورته ستونزې د حل لپاره هیڅ کوم جادوګر ځواک نشته چې له څيړونکي سره مرسته وکړي، بلکه څیړونکی باید پراخ فکر وکړي، هرې کوچنۍ تیروتنې ته جدي پاملرنه وکړي او د مثبتو پایلو د تر لاسه کولو په موخه د همدې برخې له تخنیکي او تجربه لرونکو کسانو سره سلا و مشورې وکړي.

ساده پوښتنې مطرح کړی

کله ځینې پوښتنې ډيرې سختې وي چې په اساني سره سړی نه شي پرې پوهیدای او څومره چې پرې پوهیدل ستونزمن وي په هماغومره اندازه یې ځواب هم مغلق او ستونزمن وي. داسې پوښتنې باید په څو سوالونو کې وپوښتل شي چې هم ساده او هم عام فهمه وي. په تحقیق کې داسې پوښتنو ته عمومي پوښتنه وایي چې باید په جزیي پوښتنو تقسیم شي. کله چې یو سوال پر جزیي پوښتنو ویشل کیږي نو باید منطقي تسلسل ته یې پوره پام وشي چې د اصلي سوال مفهوم او هدف له لاسه ورنکړي.

د سوالنامې هره پوښتنه باید د یو هدف لپاره وکارول شي ځکه مبهم او یا دوه‌ډزې پوښتنې ابهام رامنځته کوي او د تحلیل پر مهال هیڅ سم اطلاعات نه ترې تر لاسه کیږي. کله ځینې څيړونکي د ډيرې هوښیاري هڅه کوي او داسې پوښتنې مطرح کوي چې ابهام پکې وي، ځواب ویونکي ته یو ډول او خپله څیړونکي ته بل هدف افاده کوي نو همدا ده چې دا ډول ستونزې د څیړنې په پای کې هیڅ د حل لار نلري مګر دا چې نوموړي اطلاعات د تحلیل په پروسه کې له پامه وغورځول شي.

شخصي تجربه: په کیفي ډاټا کې ډير کله زه له ورته ستونزې سره مخ شوی یم چې ځواب ویونکو له اصلي ځواب څخه ور هاخوا ډير اضافي مالومات وړاندې کړي وي، نو د هغه لپاره د تحلیل په پروسه کې اضافي او یو نابلده کوډ جوړوم، تحلیلوم یې، بیا هڅه کوم چې له نورو موضوعاتو سره یې پرتله کړم او یا یې تر منځ اړیکه پیدا کړم. دا کار په پرمختللو علمي تحلیلونو کې تر سره کیږي چې ډيری وخت د سافټ‌ویر پر مټ تر سره کیږي او پایله یې ډیره په زړه پورې وي، خو دا کار په کمي ډاټا کې څیړونکی له ستونزو سره مخ کولی شي.

لکه په پورته برخه کې مو چې ولوستل، څیړونکی باید د مرکې د میتود په اړه د میتودولوژي د لیکلو او ډيزاین په برخه کې تصمیم ونیسي او د مرکې ډول غوره کړي. دا کار ځکه مهم دی چې د پوښتنلیک یا سوالنامې د ډيزاین په برخه کې له څيړونکي سره مرسته کوي.

که چیرته ځواب ورکونکي سوالنامه په خپله ځوابوي نو باید په سوالنامه کې له مغلقو، درجه بندي او پرتله‌ایزو سوالونو او طریقو څخه ډډه وشي، ځکه دا کار د ځواب ورکونکي کار ستونزمن کوي او د سروې د ډاټا پر کره‌توب اغیز پریباسي. که چیرته سروې پخپله د څیړونکي او یا د بل مرکه کونکي لخوا تر سره کیږي نو بایده دی چې په دې اړه ښه پوهه ولري او ټریننګ ورکړل شي.

د پوښتنې د طرح او ډيزاین کولو لپاره ځينې سپارښتنې

د پوښتنې یا سوال د ډيزاین په برخه کې هر څوک له ځینې ستونزو سره مخ کیږي، خو ځینې ستونزې چې ډيرې عام دي او زه خپله لږ تر لږ یو یا دوه ځله ورسره مخ شوی یم، دومره عام دي چې هر څوک ورسره هرومرو مخ کیږي. څیړونکي باید د خپل کار په جریان کې پراخ فکر وکړي، هرې برخې ته متوجه اوسي او د پوښتنې د ډيزاین پر مهال د تحقیق اصلي هدف هیر نکړي.

د پوښتنلیک د ډیزاین یا کارولو پر مهال ځینې عام ټکي چې باید په نظر کې ونیول شي:

  • هر څوک داسې فکر نه کوي، او هر څه داسې نه انګیري لکه تاسو پخپله: نو کله چې پوښتنه مطرح کوی باید داسې الفاظ او ادبیات وکاروی چې ټول او د هر ځای او قوم خلک یې یو ډول تعریف کړي او یو ډول مطلب ترې واخلي. هیڅکله هر څه له خپل دید څخه مه ګوری، بلکه کله کله ځان د ځواب ورکونکي پر ځای انګیری او د هغې پوښتنې په اړه له ځان وپوښتی چې هدف یې څه دی، دا او که یا دا، نو په دې ډول له پوره دقت څخه کار واخلی.
  • د خلکو یادښت تل ښه نه وي: داسې فکر مه کوی چې د خلکو هر څه په سمه توګه په یاد وي نو د پوښتنلیک د ډیزاین پر مهال داسې مه انګیری چې خلک هر څه په یاد لري نو که موږ یوازې اشاره ورته وکړو هغوی به سم ځواب راکړي.
  • خلک هیڅکله خپله ستونزه یا اشتباه نه مني، د خپلو ارزښتونو په اړه انتقاد نه مني، او هر څه د احترام په فضا کې قبلوي: نو له دې امله پوښتنې باید داسې مطرح شي چې د ځواب ویونکي د احساساتو د پارولو لامل نشي. هره موضوع باید داسې مطرح شي چې مستقیم د ځواب ویونکي خیال او فکر ته نقصان ونه رسیږي. ځینې مسایل باید ډیر په پام کې ونیول شي، لکه د خلکو کلتور اوفرهنګ، څيړونکی باید داسې فکر وکړي چې هیڅ فرهنګ بد او خراب نه دی، بلکه متفاوت دي.

کله څيړونکي له ځینې ستونزمنو ټولنیزو مسایلو سره مخ کیږي چې په اړه یې باید عامه سروې تر سره کړي، خو ستونزه دا وي چې د هغه ډول مسایلو په اړه بحث کول شرم او یا د ټولنیزو او فرهنګي مسایلو سره په ټکر کې وي. د څیړونکي شخصي او ټولنیز مهارت باید دومره لوړ وي چې د هر ډول مسایلو د مطرح کیدو او بحث وړتیا ولري.
شخصي تجربه: یو وخت موږ په افغانستان کې د خلکو د کورني ژوند د صحت په اړه یوه سروې لرله، کله چې ما خپلو همکارانو ته موضوع یاده کړله، له شرمه یې سرونه ټیټ کړل او د شرم خندا یې پر شونډو خپره شوه. خو موږ مجبور وو چې هغه کار وکړو. ما مې خپلو همکارانو ته لومړی ددې سروې همدا مشکل طرف تشریح کړ چې څنګه موږ کولی شو له عامو خلکو سره د داسې موضوع په اړه بحث وکړو چې یادول یې شرم او یادونکی یې بې‌شرم ګڼل کیږي. هرې ټولنې او هر بحث ته باید د خپل ټوله‌ایز مهارت پر مټ د داخلیدو لار پیدا کړو، داسې لار چې د مقابل لوري ذهن دې ته چمتو کړو چې په اړه یې په راحت خیال له موږ سره بحث ته داخل شي. په دې برخه کې ډير مسایل دي، خو دلته مې ځکه یادونه ورته وکړه چې څيړونکی یې په اړه لا زیاته مطالعه وکړي.

له دغو ستونزو څخه د وتلو یوه لاره دا ده چې پوښتنې مو مشخص او ساده وي. د مثال په ډول، کله چې له ځواب ویونکي سره بحث کوی نو پوښتنه غیر مستقیم مطرح کړی او د بحث په جریان کې ځواب ویونکي لپاره یو خیالي حالت یا تصویر جوړ کړی تر څو سم او مکمل جواب تر لاسه شي. بل کله چې د شخص یا پیښې په اړه بحث کوی نو کوشش وکړی چې له ځواب ویونکي غیرداسې پوښتنه وکړی چې هر څه یې په یاد شي. د مثال په ډول، کله چې د ریزش په اړه پوښتنه مطرح کوو:

  • ستاسو په نظر، د ریزش پر مهال یو کس باید څه وکړي؟
  • کله چې تیر ځل تاسو ریزش واست، څه مو وکړل چې ګټه یې وکړه.

دلته د ځواب ویونکي اند او تجربه پوښتل کیږي خو په لومړی پوښتنه کې یوازې اند دی او د شخص تجربه له ځان سره نلري، بل د لومړی پوښتنې پر مهال ځواب ویونکي ته هممهاله نه ور په یاد کیږي چې څه ډير مفید دي، چې تیر ځل یې ده ته ګټه وکړه، خو که عین پوښتنه په دوهمه بڼه مطرح شي نو زموږ اصلي هدف تر لاسه کیږي چې د نوموړي شخص د اند او تجربې په اړه مالومات تر لاسه کولی شو. پورته پوښتنې له یو بل متفاوتې ښکاري، خو په اصل کې د سروې یا کمي تحقیق له نظره دواړه یو ډول پوښتنې دي او عین ځوابونه ترې تر لاسه کولی شو.

یوه بله مهمه نقطه دا ده چې، که مو پوښتنه پر لومړی بڼه ډیزاین کړې هم وي، څیړونکی کولی شي د پوښتلو پر مهال یې داسې تشریح کړي چې ځواب ویونکي ته هر څه په اسانه ور په یاد کړي او سم ځواب ورکړي.

ځینې خلک دا پوښتنه مطرح کوي چې ولې د پوښتنې ډيزاین ته دومره توجه کیږي اهمیت یې په څه کې دی؟ د پوښتنلیک ډيزاین او د پوښتنې یا سوال طرح او ډيزاین د ریسرچ خورا مهمه برخه ده، ځکه که سم مالومات راټول نشي، ناسم راپور وړاندې کیږي او څیړونکی خپل مشخص او مطرح شوی هدف نشي تر لاسه کولی. بله زښته زیاته مهمه موضوع د تحقیق تخنیکي موضوع ده، کله چې پوښتنه ګونګه یا داسې ډيزاین شوې وي چې د ځواب ویونکي احساسات را پاروي، په هغه صورت کې د ځوابونو ارزښت، معیار او اندازه را کمیږي چې د موضوع پر اهمیت اغیز پریباسي.

د مثال په ډول، که یوې موضوع ته له سلو (۱۰۰) کسانو څخه یوازې ۴۰ نفرو ځواب ورکړی وي، یو ډول ارزښت او اندازه لري خو که ۸۰ کسانو ځواب ورکړی وي نو ددې ارزښت خورا زیات وي. څیړونکي باید په یاد ولري چې د ریسرچ د ارزښت محاسبه د ریسرچ د ډیزاین پر مهال کیږي چې د تخطي اندازه هم ورسره محاسبه کیږي.

په پای کې یو ځل بیا یادونه کوم چې هیڅکله پر یو ځل د خپل پوښتنلیک کار مه تماموی، بلکه څو ځله یې په ازمایښت‌ایز ډول وارزوی او بیا بیا یې سم کړی. هر څومره زیاد وخت چې ورکړی هغومره به تخنیکي او هر اړخیز پوښتنلیک ولری.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.