چې په خټه کې و نه لري جوهر
هغه مه شمېره د بدې ورځې نر
چې په وینه کې يې نه وي د هوډ تومنه
د هغه په مټو مه کوه باور
سر کدو دَی چې مېړانه په کې نهوي
د مېړانې تول ټاکي قیمت د سر
بېځیگر د ننگ د شخړو د کار نهشي
د ایجړا په باټو مه کوه باور
د سینې په ډَبولو یې تېر نهوزې
څوک چې نه لري ټپونه په ټټر
په اقبال به دې مَرَيي د دروازې وي
په ادبار به دې وهي له تنه سر
نه د گوند لاره پالي نه د نیکونو
نه ایمان لري، نه لوری، نه باور
د لوېدو هم څه حدود او اندازه وي
د ټیټانو هم یو سور وي یو ژور
د نامردو نامردۍ ته کچه نشته
په ایزکو حساب نهکېږي د نر
په زمري به یې گڼې دی به شغال وي
د چرگانو د کولموخوړلو نر
شغال نشي په منگولو د پړانگ ساری
موږک نشي په برېتونو برېتور
چې په خپل فطرت کې خر وي خر به پایې
آس به نشي د سرو زرو په زین خر
د رستم د یرغلونو وړ به نشي
که د رخش په ملونو وپسولې کچر
گوره گوره ځان ساته له غوړهمالو
چې دا ډله نه وجدان لري نه سر
لکه ډول په مخ څرمن، په منځ کې تشه
په باطن کې هیڅ، په خوله کې گړزور
نر هغه وي چې په هوډ باندې ولاړ وي
د خپل «هو» بیه ادا کړي په خپل سر
چې ملگري ته د ټیټې ورځې مټ شي
د ادبار په ټکرونو کې یاور
او په سخته کېیې پرې نږدي یواځې
ملاتړ تهیې ولاړ وي لکه غر
که څو آسمان تیاره او توفاني وي
نه گړنگ گوري، نه سین او نه کمر
د گربت په څېر په باد او برېښنا کې
باوري وي هم په پر، هم په شهپر
په آشوب د تندرونو د یرغل کې
غوړواي شي هرې شخړې ته وزر
هم د هوډ وي هم د ژمنې هم د شخړې
یا «خیبر» وي یا «جمال» وي یا «سنگر»
په هر ځای چې قدم ږدي ښایسته کېږي
په دیداریې توره شپه شي روڼ سحر
شابسونه دې په هغو لاروو وي
چې که تَلې ځنې پرې سي ځي په سر
هر ټپوس د مېړنتوب د چارو نه وي
شیرشاهي هوډونه غواړي کالنجر
مېړه هغه چې په پېښو کې ورک نشي
خطا نه کړي په توپان کې خپل گودر
ورکوي په هره سا کې خپل وطن ته
په بري او آزادي باندې باور
لکه شعر د خوشحال د رزم تږی
سیلاني او دریابي او ژبهور
یا زما رزمي شعرونه چې تن باسې
په مستۍ کې له پېړیو لر او بر
په تیاره کې سم و دم د سبا ستوري
لارښوونکي، ځلېدونکي، سپرغَوَر
یا خوره برېښنا په غرو د نورستان کې
یا پاشلی لمر په تاج کې د چونغز
یا تازه غوغا په خاوره د بخدي کې
یا ویښ شوي سېلاوونه د خیبر
یا یرغل د شنو زمریو په گیډړو
یا شغاری د گوربتو د کوڅر
یا یو نوی شور په زړه د نوبهار کې
د زردشت د انغریو د محشر
یا یو لال بدخشانی د نړۍ بیه
د یفتل د میراثونو یو اثر
یا پر شونډو د بودا دعا د خیر
چې خورېږي په بامیان کې هر سحر
یا یوه اوښکه د یتیم ماشوم په بڼو
یو سور داغ د شهیدانو د ځیگر
چېرې چېرې یې ساقي د بدو ورځو
نه شراب شته، نه رباب شته، نه دلبر
نه غرڅې د کنشکا په باگرام گرزي
نه په بلخ کې نوشانوش د سکندر
نه د سوات د جینکو د سوما ډلې
نه لرغونې ښاپېرۍ د پیښور
نه په وینو کې نڅا د شازلمیو
نه بړیڅ نه یې لامونه، نه لښکر
نه یو مست چې ځیگر کېږدي په سکروټو
نه د عشق ویشتلې بته په گودر
نه د رزم مستي پاتې نه د بزم
مرگ مېلمه دی په بولان او په خیبر
دریا خان او ایمل دواړه وژل شوي
د خوشحال په بل چا نه کېږي شمر
نن مې زړه د سرپرېکړو بنډار غواړي
چې په هر دور کې گوټي بحر و بر
چې زما له بدمستیو سره وړ وي
له فلکه سره ولگوي ښکر
هغه مسته درخو ولې الونیا ده
چې په تورو غشو ولي د زړه سر
یوه داسې نغمه پېل کړه چې هېر کړم
د زمان د نامېړانو شوروشر
نن له ما لرې کوه زاړه غمونه
په رباب او په کباب او په ساغر
زړه مې هسې یو غښتلي عشق ته ورکړه
چې له غرونو سره وجنگوي سر
یوه داسې مسته راوله په غېږه
چې ټول زړه وي سر تر پايه لکه لمر
لکه څانگه د گني له خوږو ډکه
بند په بند، لوېشته په لوېشته، نیشکر
چې مې ونغاړي د حسن په شغلو کې
په گریوان باندې مې خور کړي لکه زر
ورلوگی شمه د زرو په امېل کې
سپيېلنی شم د انارو د مجمر
یوه هسې شرابي غرڅنۍ غواړم
چې خیام یې نوآموز وي د هنر
چې د نیل په سین یې نه ماتېږي تنده
چې راکاږي په هر سا کې سمندر
چې په شته ښایست یې نه ډکېږي سترگې
گرد جنت یې یرغمل وي د نظر
چې د زړونو لَو کوي په تېرو وروځو
چې ژانداک له عجزه ږدي ورته سپر
ساقي پورته کړه خولبوی له منگوټیو
په نامه د غني خان د اشنغر
راکوه یې، راکوه یې، راکوه یې
دا له اوره زېږېدلي سر په سر
نن په موږه دا غمجنه شپه برات کړه
تویوه په تیاره شپه باندې سحر
راکوه یې څو درنه شپه سباوون شي
گوندې خور شي بیا په ورکو لارو لمر
له زاړه شوره مې مه پرېږده چې پرېوزم
راکوه په هر ساغر پسې ساغر
ما مین زړه گوزارونو ته راوستی
ورکوه په هر پرهر باندې پرهر
خدایه زموږ پر ځاله هسې باران وکړه
چې قطره قطره شي رخه د کوثر
وچې دښتې، لوړې څوکې، سپېره کلي
روغ فردوس شي د گلونو لر او بر
د وطن زلمي د علم عاشقان کړه
که د غرونو پښتانه وي که گوجر
د ورور مینه یې جاري کړه په رگو کې
که باختر دی که شمال دی که خاور
آزادي یې ذکر او فکر کړې د خلکو
هم په ویښه، هم په خوب، هم په سفر
دا شهید وطن یو بیا رشک عالم کړه
دا د سمڅو د کېږدېو د څپر
لایق هغه مقام غواړي خپل ولس ته
چې ترې پورته چېرې نه وي بل ټبر
Comments are closed.