قضايي لمونځونه څنګه ادا کېږي؟

1,423

حديث شريف
د چا څخه چې لمونځ هير شي او يا خوب وړی وي او لمونځ ترې قضا شي، د هغه کفاره دا ده چې کله ور په ياد شي او يا له خوب ويښ شي نو بايد قضا لمونځ را وګرځوي.
(صحيح مسلم 684-315/477/1)
که له چا څخه د سستۍ له امله لمونځونه قضا شوي وي او وروسته توبه وباسي، يوازي توبه بسنه نه کوي، بايد د لمانځه قضايي راوړي، قضا داسې کېږي، چې که د قضا شوي لمونځونو شمېر معلوم وي، ښه او که شمېر يې معلوم نه وي، نو پخپل غالب ګمان به قضا شوي لمونځونه بغير د مکروه وختونو نور په هر وخت کې ادا کولای شي. خو د قضا لمونځ راوړل بايد مسلسل په ترتيب سره ترسره شي.
مثلاً: نيت به داسې کوي، زما نيت دی د لومړي سهار چې پر ما يې قضايي شته.
زما نيت دی د لومړي ماسپښين/مازيګر يا ماسختن چې پر ما يې قضايي شته.
زما نيت دی د لومړي ماښام چې پر ما قضايې شته
داسي به د دوهم سهار، ماسپښين، مازيګر، ماښام يا ماسختن قضايې راوړي.
دريم سهار، ماسپښين، مازيګر، ماښام يا ماسختن
همداسې په ترتيب سره به قضايې اداکوي، تر څو خپل غالبا قضا شوي لمونځونه ادا کېږي.
يوازي د فرض لمونځ قضايي راوړل کېږي، خو د سهار د سنتو او ماسختن د وتر واجبو قضايي هم بايد راوړل شي، ځکه چې په اړه يې ډېر تاکيد شوی.
مکروه وختونه درې دي.
۱. د سهار له لمانځه وروسته تر لمر ختو پورې
۲. د غرمه مهال
۳.د مازيګر لمانځه نه تر ماښام لمانځه پورې
خو تر ټولو غوره او اسانه لار داده، چې د هر وخت لمانځه سره د هماغه وخت قضايې راوړل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.