هغه نهه عادتونه چې ډیر عام دي او روغتیا ته زیان رسوي

662

موږ په ورځيني ژوند کې ځينې داسې کارونه او چارې ترسره کوو چې دم ګړۍ يې د خطرونو په پایلو نه پوهیږو خو د وخت په تېرو سره په قرار قرار زموږ روغتیا ګواښي او قیمت یې زموږ بدن پرې کوي.

1- د نوکانو خوړل

تاسو به لیدلي وي چې ځينې کسان په دوامداره توګه خپل نوکان چیچي (خوري) خو دا کوم ښه عادت نه دی، بلکې روغتیا ته سخت خطرناک دی.

ددې کار په کولو سره نوکانو ته د زیان سربېره ددې لارې زموږ د وجود داخل ته ګڼ میکروبونه داخلیږي چې د تنفسي ناروغیو سربېره ځينې نورې خطرناکې ناروغۍ هم پیدا کوي او د نوکانو د ماتیدو او رژیدو لامل هم کیدای شي.

2- د خولې او غاښونو نه مینځل

که تاسو تر خوب مخکې خپل غاښونه نه بورس کوئ، نو دا چاره ستاسو تر فکر ډېره خطرناکه او ګواښونکې ده.

روِغتیا يي څېړنې وايي، د ورځې باید دوه ځله خول بورس شي ځکه که بورس ونه وهل شي نو دا چار د غاښونو د خرابیدو سره سره د انسان نورې روغتیا ته هم ګڼ ګواښونه پیدا کولای شي. د روغتیا کارپوهانو خبره ده که خوله ونه وینځل شي شته بیکټریاوې د انسان بدن ته داخلیږي چې د زیاتو ناروغیو په رامنځ ته کولو کې مرسته کوي.

نو ښه ده چې د ورځې لږ تر لږه دوه ځلې غاښونه بورس شي.

3- ټول ورځ کپیوټر سره تېرول

روغتیايي کارکونکې وايي نن سبا یو زیات شمېر کسان د ورځې ۷ ـ ۸ ساعته د کپیوټر سکرین ته په کتلو تېروي. دوی زیاتوي دا چاره د ځينو نورو روغتیايي ستونزه سربېره د انسان سترګو ته سخته ګواښونکې ده.

ددې له پاره چې د کمپیوټر سکرین ښکار نه شو دوی لاروښونه کوي چې باید په دمه دمه کار وکړل شي. ښه لاره داده که یو څوک نیم ساعت دومداره د کپیوټر سکرین ته ګوري نو وروسته تر نیم ساعت په کې یو لنډه دمه وکړي خپل چاپیریال کې نظر یو بل شي کې بوخت کړي او په دې سره به په سترګو بوج کم شي او سترګې به مو خوندوي.

4- په یو ځای ډېر زیات کېناستل

د کمپیوټر سکرین ته ډېر وخت کتلو تر څنګ بله ستونزه په یو ځای د ډېر وخت له پاره کېناستل دي، چې د روغتیا پالانو په باور دا چاره هم د صحت له پاره ګواښونکې ده.

هغه کسان چې په دوامداره توګه په کار ځای کې کېني او هیڅ دمه په کې نه اخلي په شوګر، د وینې په لوړ فیشار د اخته کیدو تر څنګ يې وزن هم ډېریږي، چې ډېر وزن خپله د ځينو ناروغیو د پیدا کیدو لامل کیږي.

5- د ملا نېغ ساتل یا جګول

که تاسو ټوله ورځ کاري میز ته کېنئ په کمپیوټر کې او یا نور کار کوئ او ملا مو نېغه ساتئ دا عادت مو هم روغتیا له ګواښ سره مخ کوي.

په دې برخه کې د روغتیا پالانو څېړنې ښکار کوي چې په نېغه ملا کار کول په سر او ورمېږ زور راوړي چې له امله يې انسان په سردرد اخته کیږي.

ډاکټران وايي چې په نېغه ملا ډېر پاتېکیدل خپله د ملا له پاره هم ګواښونکي دي او د معدې سربېره د ځينو نورو ناروغیو د پیدا کیدو لامل هم ښه کیږي.

نو ښه ده چې د کار پر مهال په ډېره نېغه ملا کار ونه کړل شي او وخت ناوخت په کې دمه هم واخیستل شي چې یادې ناروغۍ مو لاندې نه کړي.

6- پر یوه اوږه د وزن ګرځول

ځينې نارینه او ښځينه د عادت له مخې خپل بیک یا بکس پر یوه اوږه کې اچوي او ورسره ګرځي. روغتیايي څېړنو ښکاره کړې ده چې د ډېر وخت له پاره په یوه اوږه کې د وزن ګرځول د غاړې توازون خرابوي او د انسان په عصابو ورسره سخت زور راځي چې ورسره د انسان جمساني روغتیا ته هم ستونزې پیدا کیږي.

دوی وايي که دا چاره دوامداره وي نو له امله يې انسان ته د غاړې او لاس دردونه پیدا کیږي. ښه ده چې پر یوه غاړه یا اوږه په دوامداره ډول وزن یو نه وړل شي او وخت پر وخت بل لاس ته واړول شي نو ورسره به د یادو ستونزو بېغمه شوي اوسئ.

7- د اوږو پوندو لرونکي بوټان او څپلۍ

هغه مېرنې چې د اوږدو پوندو بوټان او څپلۍ پښو کوي د روغتیا له پاره يې ګواښونکې ثابیتیدلای شي.

ډاکټران وايي په دې ډول بوټانو او څپلیو کې د انسان پښو او ملا ته سخت زیان رسیږي چې وروسته وروسته ترینه بیا زوریږي.

8- کډوډ خوب

روغتیا پالان وايي منظم او پر وخت خوب د جسماني، فکري او فزیکي چارو د ترسره کولو له پاره خورا مهم او اړین دی. نو هغه کسان چې د شپې تر ناوخته ویښ وي، یا ټلویزون ګوري او یا په نور چارو ځان له خوبه باسې دا يې روغتیا ته ګڼې ناروغۍ پیدا کولای شي.

ښه ده چې د خوب له پار یو ټاکلی وخت وټاکل شي، که چېرته پر خپل ټاکلي وخت ویده شو او پر ټاکلي وخت له خوبه رابیدار شو، نو دا چاره به مو د ورځينو کارونو په ترسراوي کې راسره خورا مرسته وکړي، په فکري او جسمي ډول به ارام او تازه وو.

9- د تشو متیازو ژر نه کول

هغه کسان چې تشې ورغلي وي او په ځنډ يې کوي، کم نه دي. روغتیا پلان وايي، د تشو متیازو په خپل وخت نه کول او د څه شیبې یا څه وخت له پاره ټینګول يې د انسان مسانې او بډوډو ته سخت زیان اړوي.

روغتیايي څېړنې وايي، که چېرته په دوامداره ډول داچاره تکرار شي مسانې ته سختې ستونزې پیدا کولای شي چې ل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.