نظم
لا دي څڼي باد وهي، لا پکي کُوت دی
بدرۍګُلي! موسی خان دي ناروغ پروت دی
کاش! له زړونو خبرداره وای شریني
چي له زړه درپسي خورمه د زړه ویني
لپي ـ لپي اوښکي هر سهار ماښام خورم
ته له شاتو سازه سوې یې ګبیني
زه لا هغه موسی خان یمه چي ومه
ته هغه نه یې ګل میني، ماجبیني
د ناروغ وجود مات سوي اندامونه!
بدرۍګلي! در واري سه عالمونه!
نن ژوندی یمه که چیري سبا نه یم
یوه اوښکه دي توی نه کړې د چا نه یم
قبر نه غواړم وجود مي سپو ته یوسئ
زه د هر کاذب غرور د رڼا نه یم
ته به یاده یې د هر جنم پر پُلو
زه به هااااغسي ملنګ یم، پاچا نه یم
سوداګر یمه د خپلو اوښکو وینو
بدرۍګلي! توبه ګاره یم له مینو
ته د کار او د پیکار د نشې لور یې!
د ساغر او د خمار د نشې لور یې
د بودا یې، د یما یې، د زردُشت یې!
د شرابو د انګار د نشې لور یې!
زه در ګورمه په رډو ـ رډو سترګو
ته د سره وطن د کار د نشې لور یې!
د وطن پر آسمان خړ باد راتاوېږي!
بدرۍګلي! موسی خان دي مري، ورکېږي!
۱۹ سپټمبر ۲۰۲۲/کندهار
نقیب احمد قریشي
—————————————————————————————————–
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.