د طالبانو همفکران داعشیانو په موصل او رقه کې د تمدني اثارو د له منځه وړلو لپاره ډېر اقدامات ترسره کړل، د پالمیرا ښار د لرغونو اثارو له منځه وړل یې تر ټولو بده بېلګه ده، چې د څو تمدونونو تاریخي پانګه او څو زره کلونه لرغونتوب یې درلود.
په همدې کار یې نه جبرانېدونکې ضربه د انساني تمدن پیکر ته واړوله چې هېڅ ډول لاره د هغوی د رفع او رفوع لپاره شتون نه لري. نورو همفکرانو یې په لیبیا، مالی، صومالي او د افریقا په نورو مناطقو کې د څو سوه کلونو د اسلامي مذاهبو او صوفیانو زیارتونو ته هجوم ور ووړ.
عیناً هماغه کار چې طالبانو په بامیانو کې د بودا له مجسمې سره وکړ، او هغه لرغوني اثار چې د لرغوني مدنیتونو ول او د افغانستان فرهنګي میراث ګڼل کېده نابود کړل.
لکه څرنګه چې د طالبانو ځینو همفکرو په مصر کې وروسته له عربي بهار غوښتل چې ابوالهول او د مصر اهرامونه له منځه یوسي.
نو له همدې انده، طالبان او دیني افراطي ډلې د ملخانو هغه لښکرو ته ورته دي چې د انساني مدنیت په مزرعو هجوم وروړي او هماغه کرهنه په سوځېدلې او آفت ککړې مزرعې بدله کړي. هغوی د انسانانو څو زره کلنه لاسته راوړنه یو له بل سره سترګې په سترګو محوه او نابوده کړي.
د ښارونو او مناطقو پخواني نومونه څو زره کلن تاریخ له ځانه سره لري چې مختلفو شخصیتونو مختلف نومونه، مختلفې پېښې او د فرهنګونو او مدنیتونو مختلف متنوع ترکیب د هغه سره غوټه خوړلې.
که چېرې طالبان لکه څنګه چې دروغ وایي، او په رښتیا غواړي چې خپل ارادت امام ابوحنیفه ته په نندارې وړاندې کړي، د دې کار لپاره روښانه او بې شایبه ښه لاره شتون لري.
هغوی کولی شي د امام حنیفه اوله ژبه، یانې فارسي د هېواد اوله ژبه اعلان کړي، تر څو ټول وپوهېږي چې دوی په رښتیا امام ابوحنیفه ته وفادار دي.
فارسي ژبه د یوه خاص قام او قبیلې ژبه نه ده، او یوه برخه د فرهنګي او مدنیتي میراث د منطقې د ټولو قومونو له ترک نیولې تر تاجک، پښتون، هزاره، بلوچ او کُرد پورې ده، چې د پېړیو لپاره د علم او مفکورې ژبه له هند شبه قارې نیولې تر منځنۍ آسیا، ایران، ترکیې، شام، مصر، بالکان او قفقاز پورې وه، او هم مهاله یې عربي ژبه هم په اسلامي تمدن کې ځلولې ده.
د افغانستان په تاریخ کې ټول هغه نوَمَوَر او ستر سلاطین له طاهر فوشنجي نیولې تر یعقوب لیث صفاري، له اسماعیل ساماني، تر محمود غزنوي، غیاث الدین غوري، امیر تیمور ګورکاني، تر احمد شاه ابدالي چې خپل نومونه یې له فارسي ژبې، ادب او شعر څخه په ملاتړ زموږ تاریخ کې تل پاتې کړي.
هغوی بې له شکه چې دا رادت فارسي ژبې ته له امام ابوحنیفه څخه الهام اخیستی وو چې لمونځ یې هم په دې ژبه جایز وګاڼه.
هغه د اسلام په تاریخ کې یوازنی غښتلی مجتهد وو چې د فارسي ژبې څخه په ملاتړ د عربي ژبې په وړاندې را پورته شو او د امویانو او عباسیانو لخوا ورپېښ خطرونه یې په غاړه واخیستل.
تاسو به هېڅ داسې کوم بل مجتهد پیدا نه کړﺉ چې له کومې بلې ژبې یې په دې سطحه دفاع کړې وي.
ابوحنیفه په دې اقدام سره د اسلام له زړه څخه لاره د خپل زوړ ټاټوبي د فرهنګ او تمدن د احیا لپاره خلاصه کړه.
د دې ستر امام نورې علمي او نظري هڅې لکه د عقلانیت د تفکیک او د عربو او غیر عربو د حقوق لپاره یې دفاع د یادولو وړ ده.
که طالبان د هغو سترو شاهانو سنتونو ته مخه کړي او فارسي د هېواد د لومړۍ ژبې په توګه اعلان کړي، هم به خپله وفاداري امام ابوحنیفه ته ثابته کړي او هم به یې لرېوالی له ژبني تعصب او عصبیت څخه وي، او دا به یو ستر ګام وي د نورو مختلفو قومونو ترمنځ د باورمندۍ په زمینه کې.
د چاریکارو د نوم بدلون نه یوازې د امام ابوحنیفه جایګاه او میراث ته خدمت نه دی، بلکې تر ټولو بد توهین دی چې تراوسه هغه ته شوی.
لکه څنګه چې ابوحنیفه په تاریخ کې د مذهبي معتصبانو له شدیدې دښمنۍ سره مخ وو، او هغه یې په بدعتي او زندقه تورنوو.
، خو ترټولو سرسخت دښمنانو یې هم ونشو کولی چې هغه په دې پیمانه د تمسخر او رشخند وړ وګرځوي.
،او د دوی همدې کار د دوی پلید/چټل نیت نندارې ته وړاندې کړ چې د مدنیت له منځه وړلو او هویت ختمولو لپاره یې ترسره کوي.
—————————————————————————————————–
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 Account for international payments: NO15 0530 2294 668 Vipps: #557320
Comments are closed.