!د حاکم رژیم خرابه معده او د نظام نازک اودس

مقتصد

479
وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه  پلازمېنې کابل ته په زور سره داخل شول، په دوحه کې د شوي توافق له مخې مکلف دي چې تاوتریخوالی کم او د افغانستان خاوره له هغو عناصرو څخه پاکه کړي چې د امریکا او متحدینو لپاره خطر پېښوي لکه څرنګه چې د سرپرست حکومت ویاند هم څو څو ځله په دې اړه نړیوالو ته ډاډ ورکړی او لا هم په دې خبره ټینګار کوي.
تر دې توافق وروسته د افغانستان خلکو په ډېره نادانۍ سره دا هیله درلوده چې اوسنۍ اداره به د بیارغونې، له بهرنۍ نړۍ سره د اړیکو ټینګولو، د ملي یووالي حکومت جوړېدو او له اوږدې جګړې وروسته خپلو خلکو ته د یو څه آرامۍ د برابرولو لپاره هڅه وکړي.
خو تر یو نیم کال تېرېدو وروسته لاهم دغې ادارې له ټولو ښکېلو اړخونو سره د ملي یووالي حکومت د جوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی، همدا راز ښځو ته د مساوي حقونو د ورکولو ژمنه هم په خپل ځای بې نتیجې پاتې ده، په داسې حال کې چې د افغان نادانې طبقې هیلې هم په رژیدو دي، طالبانو په دې وروستیو کې د ښځینه محصلینو پرمخ د پوهنتونو دروازو تړلو سربېره په یوه جلا حکم کې د ټولو ملي او نړیوالو موسسو چې په خصوصي سکټور کې فعالیت کوي په ښځینه کارکونکو بندیز لګولی دی.
ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو د دغه بندیز پر وړاندې توند غبرګون ښودلی او درې لویو نړیوالو نادولتي موسسو په سمدستي توګه په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي او په خبره یې له ښځینه کارکوونکو پرته په سختو شرایطو کې افغان کورنیو ته مرستې نه شي رسولی.
 بايد يادونه وشي چې افغانستان ته ټولې ترلاسه شوې مرستې د نادولتي موسسو له لارې افغانانو ته رسېږي، ځکه نړۍ نه د طالبانو حکومت په رسميت پېژني او نه له دې لارې د مالي سرچينو برابرولو ته چمتو دي.
د افغان طالبانو هغه ادعاوې چې ګواکې دوی به د تېرو تېروتنو تکرار نه کوي او د یوې داسې افغاني ټولنې د جوړولو لپاره به کار کوي چې ټولې طبقې په کې مساوي فرصتونه ولري او هره ډله د خپل سیاسي اندازې له مخې واک ولري، ناسمې ثابتې شوې دي.
اوس چې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت داخلي او بهرنۍ فشارونه مخ په زیاتیدو دي، د دوحې په تړون سربېره امریکا اړ ده چې په خپلو دغو ناسمو پرېکړو تجدید نظر وکړي، ځکه ستونزه یوازې د طالبانو او امریکا نه، بلکې د میلیونونو بې برخلیکه افغانانو ده چې له څلویښت کلنې جګړې وروسته باید د سولې او ثبات د باعزته چاپیریال په رامنځته کولو کې خپل رول ادا کړي، چې دا د دوحې د تړون تر ټوله با ارزښته پاڼه هم بلل شي، بین الافغاني مذاکرات دي او هیڅکله د افغانستان اسلامي جمهوریت او خلکو له پامه نشي غورځېدلی.
په ټوله کې اوسمهال چې نړیواله ټولنه له طالبانو سره د تعامل څخه ناهیلې شوې او په افغانستان کې دننه هم میلیونونه تنه ددغې ډلې له ناسم سیاستونو سره بې حوصلې شوي دي، اوسنی حاکم رژیم به په دې خرابه معده چې په خپله خوښه د زور او سرټمبګۍ سیاستونه تعقیبوي، ملي ارزښتونه، د هیواد اقتصاد، ټولنیز ژوند، بشري حقونه، تعلیم او نور یې د تباهۍ کندې ته غورځولي او د شکنجې، غیر قضایي وژنو، جبري ورکیدا او د رسنیو پر ازادۍ د محدودیتونو ترڅنګ یې د خپلو منتقدینو له توقیف څخه کار اخیستی، د نظام دغه نازک اودس څومره برقرار وساتي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.