یو ځوان هغه انقلابي دی چې په خپل مقاومت سره ناشوني کارونه ممکن کوي

لیکنه: مقتصد ستړی 

743
یو ځوان هغه انقلابي دی چې په خپل مقاومت سره ناشوني کارونه ممکن کوي
د رسنیو او نورو سرچینو له لارې دا تاثر خپریږي چې په اوس وخت کې که هر ډول سیاست وي، هغه یوازې د دولت د ځینو ډلو په ملاتړ ترسره کېدی شي، په لویه کچه سرمایه د سیاست د یوې برخې په توګه وړاندې کیږي او حتا د ټیټې کچې سیاسي فعالیت په دې مفکوره ولاړ دی، چې پرته له شتمنۍ هیڅ ډول مزاحمت نشي کیدی.
مانا دا چې سیاست یوازې د هغو کسانو لوبه ده چې پیسې لري او هغه څوک چې پیسې نه لري کولی شي د دې سیاستوالو شعارونه پورته کړي او ددې خدمت په بدل کې به دوی وکولای شي چې یو څه اندازه مادي ګټې او لږ تر لږه ځان ته خپل ټولنیز حیثیت او ذهني اطمینان ترلاسه کړي، له همدې امله د سیاست له لارې د ټولنیز حیثیت او شتمنۍ لاسته راوړل د دې ټول بهیر یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې ده.
په ورته وخت کې بېلابېل امپرياليستي قوتونه او د دولت بېلابېلې ډلې هم د خپلو ناروا موخو لپاره فعالې دي او په خپله سخته مبارزه کې بېلابېلو سياسي ګوندونو ته د اړتيا په توګه لاس ورکوي.
له ایران او سعودي عربستان نیولې بیا تر روسیې، چین، پاکستان او امریکا پورې، په سیمه کې ټول امپریالیستی قدرتونه د خپلو نیابتي جګړو لپاره د خامو موادو د تر لاسه کولو په مخه په ټولنه کې یو ځانګړی لیدلوری را منځته کوي، څو د مشخصو پالیسیو د پلي کولو توان پیدا کړي.
په همدې توګه په تېرو کلونو کې د افغانستان د دولت ناکامي هم په چټکۍ سره رامنځ ته سوه او د بېلابېلو ډلو جوړښت چې د مختلفو امپریالیستي قوتونو په مټ یې وکولای شول، ددې هیواد د حاکمې طبقې سره یې په مختلفو برخو کې خپل نفوذ زیات او په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې د خلکو د استازیتوب په دعوې سره د فعالیت ریښې وغځولې.
په دغه اړ او دوړ کې یو شمېر تش په نامه انقلابیان هم د لویو سیاسي ګوندونو او موسساتو تر چتر لاندې د سیاست میدان ته را دننه شول او په ډېره بې شرمۍ سره یې د ملتپال او یا نورو په نومونو سره د خپل غریب ملت په حقونو باندې خېټه واچوله، له همدې امله هغه کسان چې خپل تحلیل او نظر یې یوازې د تلویزیون او ورځپاڼو تر سرټکو پورې محدود ساتلی، دې نظر ته اهمیت ورکوي، چې سیاست هم په همدې ټاکلي دایره کې ترسره کېدای شي او هغه څه چې له تېرو څو لسیزو راهیسې روان دي، په راتلونکو لسیزو کې به هم دوام ولري.
دوی فکر کوي چې د مزاحمتي سیاست څرک ناشونی دی او که څوک د ظلم په وړاندې قدم پورته کړي، یا د مزاحمت کولو په هڅه کې شي، پایله به یې ډېره تیاره وي.
دغه وخت پوښتنه پیدا کېږي چې آیا په داسې یو حالت کې مزاحمتي سیاست او ملي پاڅون کول شوني دي چې ټولې لارې د حاکمې طبقې د هیلو او غوښتنو تابع ګرځېدلې وي؟
خو ددې هرڅه باوجود بیا هم په ټول هیواد کې بې شمیره کوچني مزاحمتي حرکتونه وزېږدېدل، چې دا مهال د ودې په حال کې دي او  په دوامداره توګه ورځ تر بلې غښتلي کېږي، د هیواد په بېلابېلو ولایاتو کې ورځني لاریونونه، د کارکوونکو استعفاوي او د بیلابیلو رسنیو او خصوصي شرکتونو تړل کېدل هغه څه دي چې ددې کوچنیو مزاحمتي حرکتونو په توګه د یادونې وړ بلل شي.
 که چیري موږ د انقلابي سیاست تاریخ ته کتنه وکړو په ځانګړې توګه د روسیې له بالشویک ګوند څخه نیولې بیا تر ټولې نړۍ پورې د انقلابي ګوندونو پس منظر، دې پوښتنې ته قانع کوونکی ځواب ورکوي او ددې تر څنګ په افغانستان کې د ثور انقلاب له ځلانده ماضي څخه هم مهم درسونه اخیستل کېدای شي.
همدارنګه لکه څرنګه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دپاکستاني او پنجابي جابر ریاست د چارواکو د ظلمونو په نتیجه کې رامینځ ته شو همدغسې د تاریخ په اوږدو کې هم له لوی سکندره راواخله دچنګیز، مغولو، انګریز او بیا په شلمې او یوویشتمې پیړۍ کې د نړۍ دسترو ځواکونو سره دسرونو په بیه افغان انسان ډغرې وهلي دي او هرکله یې د ظلم او ناروا پر خلاف دخپلو روا حقونو دترلاسه کولو لپاره ویاړلې مبارزې ترسره کړې دي.
باید ووایم چې لکه څرنګه چې مزاحمتي سیاست انقلابي نظریاتو، ستراتیژۍ او لیدلوري ته اړتیا لري، ددې نظریاتو د پلي کولو او عملي کولو لپاره پیاوړي او زړورې مبارزې ته هم اړتیا لیدل کېږي.
د نن ورځې د مقاومتي او مزاحمتي سیاست د زوال اصلي لامل د انقلابي افکارو نشتوالی دی، چې د ایډیالوژیو نشتوالی د سیاسي فعالینو روحیه کمزورې کوي او مجبوروي چې د ستونزو څخه د مخنیوي په وخت کې پام شخصي ګټو ته واړوي.
په ساینسي تیوریو او بدیلونو د باور د نشتوالي له امله د ورته ستونزو وېره ځوانان د مزاحمتي سیاست پریښودو ته مجبوروي او اکثریت یې د مرغۍ لارې غوښتونې ته اړ کوي، د همدې ظالمانه قوانینو او د سرمایه دارۍ د جبر د تنظیمي وسایلو د شتون له امله حاکمه طبقه د هر ډول سرکشو افکارو په ځپلو ډاډه ده، پداسې حال کې چې د پیسو او ټولنیز دریځ لالچ ډیری سیاسي فعالین مجبوروي چې د مقاومت پرځای شخصي ګټې تعقیب کړي.
که څه هم د عامو خلکو په نظر موجوده حاکم او ظالم نظامونه تل پاتې او ابدي بلل شي، خو د ازمايښتونو نه ختميدونکې لړۍ له دولتي بنسټونو او رجعتي قوتونو سره د مزاحمت په بڼه ورځ تر بلې پیاوړې، هم ګړندۍ کېږي او د ځوانانو زړورتيا او هوډ به ازمويي.
د انقلابي سیاست تاریخ شاهد دی چې هیڅ ډول ناوړه دولتي جبر او تاوتریخوالی نشي کولای چې یو انقلابي غورځنګ له منځه یوسي، بلکې لا یې پیاوړ کوي، لکه څرنګه چې د بالشویک ګوند د خپلو ملګرو د ملاتړ پر ځای د دښمنانو سره په ټکر کې پیاوړی شو.
نن هم هغه کسان چې د مقاومت پر بنسټ سیاست کوي او د انقلابي افکارو د پلي کولو په هڅه کې دي، پکار ده چې د رجعتي قوتونو د تر ټولو ناوړه رد عمل ته چمتو او په هر حالت کې یې پر وړاندې د سیاسي مبارزې پیاوړی پلان مخکې له مخکې ترتیب کړی اوسي.
مانا دا چې یو انقلابي غورځنګ د خپلو سمدستي غوښتنو د تر لاسه کولو له مبارزې څخه نیولې بیا د سرمایه دارۍ نظام د بشپړ ړنګولو تر مبارزې پورې له هر ډول کړاوونو سره مخ کېدلای شي او په دې نظام کې چې د شتمنو خلکو لپاره جوړ شوی، د دوی لومړۍ ازموینه مالي قرباني بلل شي؛ دا ځکه چې انقلابي غورځنګونه د سرمایه دارانو یا د هغوی د کارکوونکو په پیسو نه جوړیږي، بلکې د هغو مزدورانو په کلک هوډ مستحکم ګرځي، چې ددې طبقې پر ضد راپورته شوي دي.
 د انقلابي او مزاحمتي سیاست رهبري هیڅکله لوی مشران او نامتو شخصیتونه نه کوي، بلکې هغه ګمنامه کارګران دي چې شپه او ورځ د خپل ژوند او مالي قربانیو له لارې دغه غورځنګ روزي او د همدغو مزدورانو اجتماعي حرکت انقلابي سازمانونه د منزل په لور رهبري کوي.
 که موږ د تیرو ټولو مشهورو انقلابیانو ژوند ته وګورو، نو ښکاره ده چې د دوی اکثریت د خپل ژوند یوه لویه برخه په پټه مبارزه کې تیره کړې او پرته له کوم نوم، شهرت، مقام او دولت د لالچ لپاره یې د بې عدالتۍ پر بنسټ مبارزه کړې ده او په مقابل کې له هر راز ستونزو او کړاوونو سره مخ شوي دي.
په همدې توګه دا فکر کول احمقانه دي چې هغه قوتونه چې د څو لسیزو راهیسې په سیاست کې واکمن دي تل پاتې او ابدي بلل شي، اوس په هغه دولت کې چې ټولنه داخله شوې ده، دغه ځواکونه بې اغېزې شوي او په هدف کې یې بدلون راغلی دی، چې له امله يې د نويو سياسي قوتونو د رامنځته کېدو امکانات روښانه شوي دي.
 دا نوی سیاسي ځواک به د عدالت په حکم، د پارلماني پریکړو، د لاریون کوونکو په چیغې وهلو او یا د لویو لویو تختو په ایښودلو نه رامنځته کیږي؛ بلکې په ټولنه کې ژوندي موجود عوامل به دا قوتونه جوړوي او دا بهیر به په پرله پسې ډول د سیاسي کار کوونکو هوډ او زړورتیا و ازمویي، چې په پای کې به د یو لوی انقلابي غورځنګ پر مټ دغه زورواکی قدرت د سترګو په رپ کې له پښو راوغورځوي.

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.