!شاه زریني

نقیب احمد قریشي

423

زه روان یمه و کومي زمانې ته

شاه زریني! لاس دي مه نیسه ډېوې ته

کوچنی نه یمه زه ـ زه تر ټولو لوی یم

چي د چا نه یم شیریني د هغوی یم

زه د عشق په خانقاء کي لېونی یم

نیمی ستا او نیمی خپل ګرېوان ته توی یم

د سماء پر مسته مېنه راتاوېږم

زه د بلخ د مولینا سکنی زوی یم

د مستانو په لاسو کي ځل و بل یم

شاه زریني! زه خو ستا د لاسو ګل یم

نور له خپلو او پردیو نه په غلا ځم

یو کال کیږي پر مخ نه ځمه، پر شا ځم

د خلوت د سکوت غېږه کي رغېږم

زه پر لوري د ساغر ځم، د مینا ځم

لېونی نه یم پر سد یم انډیوالي

یوار ولاړم، یوار راغلم، دا دی بیا ځم

زه د سره آتشستان غېږ کي لوی سوئ

شاه زریني! لا په هیڅ نه یم پوی سوئ

بسم الله کړه قدم واخله، قدم اخلم

ته الله واخله او زه به صنم اخلم

د غمونو پایکوبي به په نڅا کړو

ته ستم واخله او زه به لوی غم اخلم

ته لمونځو ته د ملا په څېر ور مرش سه

زه د هر انسان له زړه نه ستم اخلم

بابولاله قم واخله نور و شا ته

شاه زریني! نور زموږ و مېلمستیا ته

سپوږمۍ کړنګ وهل راوختل آسمان ته

هک حیرانه ده حیوان ته نه؛ انسان دی

غرونه ټوله پر خبرو دي راغلي

باران هم دی فکر وړی و خپل ځان ته

ناارامه دی ژوندون تپه تیاره ده

سکون هم پناه ده وړې بیابان ته

فکر زړه نه، زړه له فکره څخه هېر دی

شاه زریني! وخت ولاړ نه دی وخت تېر دی

یو څو بوټي د سوما ثناءخواني کړي

دوی پر ځان باندي ماتم هم په خواري کړي

لاجوردي وطن په تور ـ سپین کي را ګیر دی

پر زخمونو زموږ ښه نمکپاشي کړي

زما د شعر هر لفظ روان دی و هجرت ته

عجیبه ده بې مثاله ناځواني کړي

موږه دواړه د ویدي سردو له ښاره

شاه زریني! را بېلیږو له کتاره

٢٢ سپټمبر ٢٠٢٢/کندهار

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.