دا نوزموږ دکورخبره وه چې تل به دمشرانونرواوښځو په خولوکې کشرانوته لکه د اوروژنې دموټر الارام ورترغوږ کیده :
– هلکانوپه دې کښتواوکروندوکې موپام وې چې کله سپین ماروینې چې لاس ورباندې پورته نه کړئ … هوسپین مار…
موږهغه مهال واړه ماشومان وو، پردغه جمله موډیر سرنه خلاصیده، خو په ذهن اوضمیرکې موداسې ځغلیدلې وه، چې کله به موسپین چرګ ، سپینه غوا، سپن آس ولیدل نوبیابه دبابا اوانا خبرې په غوږوکې راته ګړنګ وهل :
سپین مارموکه داوړو په کندوکې هم پروت و چې څه ورته ونه وایاست…
موږماشومان به چې سره کیناستواوپه دغه خبره به موتبصره اوماشومانه قضاوت سره کاوه نوټولوبه دا فتوا ورکوله چې سپین مارڅوک نه چیچي، که هرچا ولید باید خپله لاره ترچپه کړي اوخپلې مخې ته یې پریږدي…
موږماشومان وو،خوچې کله دالف اوبي شوو، جومات ته مومخه شوه، هلته مودملاصاحب چړیان لیدل چې سپین کالي به یې اغوستي وواوموږته به یی الف بی ت ، الف زره بې زربه راښودې نوفکربه موکاوه چې د دوی دغه کارهم له ثوابه خالي نه دی، دوی ته هم باید دسپین ماراونورو سپینوشیانوپه سترګه وکتل شي…
خویومهال د دوی له هره شیبې لیدوچې په جومات اودروازه کې به ولاړوواو وظیفه به یې غوښته موږ ډیرستري شوي وو، بیا به موچې د سپین مارنوم واورید نونیغ به ورسره سپين کالي چنړی سترګو ته راودرید چې پلاراوموربه یې له کوره څویوه ګوله ډوډۍ دوی ته بچت اوپاتې شي،ددغې دندې په نیت دلته اوهلته را استولی ول …
دوی به موچې د دروازې په خوله په ګدايی اودجومات په کنج کې له اوږدو لښتوسره ولیدل، له دوی موهم ډارهم هغسې ولکه له سپین مارڅخه، دهغه بې ګناهی به رایاده شوه ځکه خو به زموږ زړه هم درد ورباندې وکاوه، زموږمیندې هم داسې وې، هغوی به هم په وچه ډوډۍ برسیره دکتخ اوغوړې ډوډۍ تا بیاورته کوله اوخدای وس څه به یې دڅادرپه څنډه کې ورواچول…
موږ به په کال دوو کې کله کله دکلي په شاوخوا اویاهم په کروندوکې مارلیده چې سپین به نه ویا به مولارترې چپوله اویابه ورسره په جګره شوو، خو ډیره تلوسه موتل سپين مارته وه، چې که هغه ووینواوڅه برکت یې زموږهم په برخه شي، خوسپین ماراود شب قدرشپه اوس زموږله پاره یوشان شوی ول ځکه چې سخته تلوسه به موورته وه خودیدن یې دښاپیریوپه شان یوازې په خولواوکیسوکې و بس …
ښونځي ته ولاړم، هلته هم دسپین مارپه باره کې همدایوه خبره په هره خوله کې سره اوښته اورا اوښته ، چې کاشکي ویې وینو اودبرکت سيوری یې پرموږباندې راولویږي، خوماچې څومره هڅه وکړه یوڅوک په سلګونوکې داسې هم ومومم چې سپین ماریې کله لیدلي وي خوبریالی نه شوم اونه مې دخپلې پوښتنې له پاره یوسم مثبت ځواب پیداکړ…ان چې یوه یوه ښونکي خوبه راته ویل چې سپین مارچا نه لیدلي اونه به یې تاسې ووینئ، درسونه وایاست وخت په نا نیولومرغانوپسې مه خرابوئ. کله موچې ولید هغه سات هغه مسالات…
دانوبله خبره وه چې زموږ خیالۍ هیلې یې را ناهیلې کولې، خورښتیاخبره همداوه چې کله موولید نوبیا هغه سات اوهغه مسلات…
شیراحمدخان معلم صاحب دې خدای جنتې کړي، له هغه به چې موږکله داپوښتنه وکړه ، راته په قهربه شو:
– سرونه مو مارچیچلي چې داډول پوښتنې کوئ ، مارماردی سپین اوتورنه غواړي، کله موچې سرونه په لاس ورشی هغه صرفه نه کوي خپل ټس ترې وباسي… سپین مارچې ډیرنه لیدل کیږي اوټول یي دلیدوپه ارمان وي دا خپله خطرناکه نښه ده… ډیره خطرناکه… درسونه وایاست درسونه…
دخدای کارونه وو، پس له ډیروکالو زموږپه کلي چا سپین مارولید خویوازې په یوه توپیرچې پرمخ یې توروخالونوهغه ډیربدرنګه ښوده … بس نویوه هنګامه شوه هرچا دعاوې کولې چې کاشکي زموږ پرخوا یې ګذرراوشي… زموږ په کورکې ولیدل شي … زموږ… اوزموږ…
یوه میاشت نه وه تیره چې په کلي کې یوکوچني چرګوړي هم پاتې نه شو، هرورځ به له یوه اوبل کوره دا خبره اوریدل کیده چې نن دوه ، دری اوڅلورچرګوړي اوچرګان مړه شوي هرې خواته پراته دي…
زموږ کلیوالو سپين ماربرکت باله خو دوی خبرنه ووچې له سپین مارسره یوتورکرغیړن مارهم جوړه زموږدکلي په اوږدو اولنډوکې جوړه جوړه سره ګرزي اویوې بلې خواته ځمبیږي …
جالبه خوداوه چې په همدغه مینه مینه کې چې موږ له سپین مارسره درلوده زموږپه کلي کې دوه ماشومان هم وچیچل اودهغوخبره ترډاکترانواوروغتونوپورې ورسیده. زموږ دکلي نجونې چې هسې یې هم له مارانو ذره چودیده هم دسپین مارله لاسه په کوروکې بندې شوې، اود دوی له ډاره دباندې نه شوې راوتلای …
دکلي هرڅه په ټپه ودریدل، داسې غوا، داسې خره او وزه نه وه چې د دوی له ټسونوبه په امن سره پاتې وي… څوچې دکلیوالو په رښتیاهم زړه ته ورسیده چې مار ماردی هغه سپین اوتورنه لري،موږهسې په رنګونوغولیدلي یو…
سړی په رنګ نه سړی کیږي
سړی هغه دی چې یې خوی د سړي وینه
هم هغه د شیراحمدخان معلم صاحب خبره سمه وخته چې موږته به یې ویل:
– … کله موچې سرونه په لاس ورشی هغه صرفه نه کوي خپل ټس ترې وباسي…
په یوه کال کې زموږ دکلي حالت بل ډول شو، ماران ورځ په ورځ نورهم زیاتیدل، دکلي هرکنج اوهرپخسه د دوی مارخانه شوه، داسې چې ان دورځي به هم په کلي کې مست وچټ ګرزیدل، هرڅوک اوهرشي به چې مخې ته ورغی خپل ټس یې ترې یوست… موږحیران چې څه وکړو، په هغه کال زموږ پرکلي باندې سخت سیلابونه راغلل، کورونه وران شول، چا ته څه ورپاتې نه شول، کورونه په بل مخ واوښتل، کلیوالونه داوسیدوله پاره ځای درلود اونه هم دخوراک له پاره غله دانه…
خوپه مارانوهیڅ هم ونه شول … هرڅه د دوی شول اوهرڅه په دوې شول :
که اور اوري که خټي – د دوی تتۍ دي ډکې .
زموږ ټول کلیوال له کلي آواره شول، یوڅوکوره له کلي لري لاهم پاتې وو، شیراحمدخان معلم صاحب هم په همدغوپاتې کلیوالوکې پاتې شوی و، خوهغه پخوانۍ خبرې یې اوس نه کولې، ده اوس دمارانوپه اړه یوازې یوغم وهلی فکرکاوه، کوم چا رښتیا که درواغ ورته ویلي وو چې په دوزخ کې داسې بلاوې هم شته چې هلته راښکیل دوزخیان هغه وګوري نوبیا لاس په دعا کیږي اوپه مارانواو ښامارانو باندې شکروباسي…
دی دغې خبرې ډیر هیرولی دی، ټوله ورځ په همدغه فکراوسوچ کې ډوب وي، په ځان نه پوهیږي،یوازې کله کله یې یوناڅاپه،هغه هم له ځانه سره بې اختیاره ترخوله راووځي :
که دا زموږ ماران ښاماران شي ؟
پای
/////////////////////////////////////////////////
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.