انسان ولې تبه نیسي؟

671

انسان ولې تبه نیسي؟؟؟ د تبی په وخت ساړه او لړزه ولي راځی؟په تبه کې په بدن کې کوم بدلونونه منځته راځی؟ د تبې په وخت له ناروغ سره څه مرسته کولئ شو؟

د انسان په دماغ کې یو جوړښت شتون لري چې د بدن تودوخه کنټرولوی او د تودوخی د تنظیم د مرکز په نوم یادیږی, دا جوړښت په طبي اصطلاح کې Thermoregulatory center بلل کیږی دا مرکز داسې شوی چې د بدن تودوخه باید د سانتی ګراد په کچه ۳۷ درجی او د فارنهایت په کچه شاوخوا ۹۸ درجی وساتی کټ مټ لکه تاسو چې یو ایرکنډیشن يه خونه کې ایښئ وی او د هغه درجه مو د سانتي ګراد په ۳۷ درجو کې عیاره کړی وی چې پدی ډول درته د خونی تودوخه ۳۷ درجی وساتی، د بدن د تودوخی دا درجه په طبی اصلاح کې د Temperature Set Point په نوم یادیږی. کله کله سو شمیر مواد د وینی له لاری د بدن د تودوخی په مرکز اغیز کوی او دا درجه له خپل ټاکلی حد څخه لوړوی .
د بیلګی په ډول د سانتی ګراد له ۳۷ درجو څخه ۳۹ یا ۴۰ درجو ته لوړوی، دا پیښه په حقیقت کې پدی معنی ده چې له دماغ څخه بدن ته امر کیږی چې خپله د تودوخی درجه باید هغه حد ته لوړه کړی چې نوموړی مرکز پکی عیار شوی دی.
ټول هغه مواد چې د بدن د تودوخی د مرکز درجه لوړه او په پایله کې تبه منځ ته راوړی په طبی اصطلاح کې ورته تبه تولیدونکی مواد یا Pyrogen وایې.

د تبی په وخت ساړه او لړزه ولي راځی؟
که تبه تولیدونکی مواد یا pyrogen سو ناڅاپه په بدن د تودوخی د مرکز درجه ډېره لوړه کړی د بیلګی په ډول ۳ یا ۴ درجی لوړه کړی نو دا پدی معنی ده چې سمدستی باید د بدن د تودوخی درجه ۳ یا ۴ درجی لوړه شی، دا چې د بدن نورمال تودخه درجه۳۷ ده او له دماغ څخه امر شوی چی باید ژر د ۴۰ یا ۴۱ درجو ته لوړه شی نو د انسان ساړه کیږی او بدن په لړزه راځی. دا لړزه په حقیقت کې د بدن غبرګون ده چې عضلی په حرکت راولی او پدی او پدی وسیله تودوخه تولید او د تودوخی درجه لوړه کړی، همدا لامل دی چې انسان له عادی حالت نه تود هم وی مګر ساړه یې هم کیږی
کله چې د بدن د تودوخی درجه هغه حد ته ورسیده چې د بدن د تودوخی د کنټرول مرکز پکی عیار شوی نو ساړه او لړزه له منځه ځي او انسان تبه او تودوالی احساسوی، تبه تولیدوونکی مواد ښایې مکروبونه وی، د مکروبونو زهرجن مواد وی، ویرسونه وی یا ان داسې زهرجن مواد وی چې مکروب پخپله مړ شوی مګر له مړ بدن څخه یې د خوړو یا اوبو له لاری د انسان بدن ته داخل شوی وی.

په تبه کې په بدن کې کوم بدلونونه منځته راځی؟
تبه د انسان د بدن په دننه یو شمیر بدلونونه منځته راوړی د بیلګی په ډول د فارنهایت په کچه د بدن د تودوخی د یوی درجی له لوړیدو سره (له مخرقی تبی پرته په نورو تبو کې) د انسان د زړه ضربان لس ځله ډیریږی، د بدن دننه کیمیاوی تعاملات یا د بدن ماشین ورسره چټک کیږی او پدی ډول د بدن دننه د انرژی ذخیری مصرف او له کمښت سره مخ کیږی، ځینی وګړی پکی چټیات وایې او یو شمیر کوچنیان پکی داسې حرکتونه کوی لکه پیریانو چې نیولی وی،.
همدا لامل ده چې له یوی تبی تیرولو وروسته انسان تر ډیر وخت پوری ستړیا او کمزوری حس کوی

د تبی په وخت له ناروغ سره څه مرسته کولئ شو؟
له هر څه مخکی باید وویل شی چې د تبه پخپله کومه ناروغی نده مګر د ګڼ شمیر نارغیو یو نښه ده لدی کبله یې باید لمړی لامل پیدا او که د درملنی وړ وی نو درملنه یی وشی، د تبی د آرامولو په موخه په بدن یخی اوبه اچول، پاکی ټوټی په یخو اوبو لمدول او دبدن په ځنی برخو لکه سر، مخ، لاسونه او پښو ایښدول هغه لاری چاری دی چې بدن ته کوم لوی زیان نلری او دانسان تبه ټیټوی،. دا لاری چاری په طبی اصطلاح کې د Cold sponging په نوم یادیږی یو شمیر د تبی ضد درمل هم شته چې ښایې د تبی د ارامولو په موخه یې ناروغ ته وکاروئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.