کوما او ارزونه یې

ریاض احمد

653

کوما او د (GCS) له مخې یې ارزونه

کوما عبارت له هغه حالت څخه دی چې د یو شخص شعور ضایع شي یا د شعوري حالت ضایع کېدو ته کوما وايي. یا هم د شعوري حالت بدلون ته کوما وايي. چې د تنبهاتو مقابل کې د ناروغ عکس العمل یا غبرګون کم شي. دا تنبهات یا د لید وي، یا غږ وي او یا تماسي تنبهات لکه فشار راوړل، درد راوړل وي.
د شعور همدې ضایع شوي او د تنبهاتو په مقابل کې د یو ناروغ تماسي عکس العمل کم شوي حالت ته کوما وايي. او یا هم دا چې د ناروغ (GCS) له اتو څخه کم وي.
کوما کې شعوري حالتونه:
دا چې د کوما په تعریف کې شعور یا شعوري حالت یاد شو، نو اړینه ده چې دلته د شعور تعریف په لنډ ډول وکړو.
شعور د يو کس هغه حالت دی، چې د خپل چاپيريال په اړه خبر او ځواب ويونکی وي. یعنې د بهرني او کورني چاپيريال د شتو يا موجوداتو په اړه خبریدنې او پوهېدنې ته شعور وايي او یا د يو کس انفرادي دقيق درک او پوهېدنې ته شعور وايي.
په کوما کې د شعور حالتونه:
شعور: دوه برخې لري، چې یو د شخص بیدارۍ برخه ده چې ډيره سترګو پورې اړه لري. سترګې خلاصوي، سترګې خوځوي، د سترګو پوپیلري غبرګونونو یې فعال وي.
د شعور دویمه برخه بیداري او خبرتیا ده؛ ناروغ محیط درک کوي، حالت درک کولای شي، خپل ځان پیژني، ځان او هغه ځای چې دی پکې وي پېژني، وخت پیژني، محیط سره اړیکه نیولای شي او پیژندنه یې سمه کوي.
نو له دې څرګندیږي، چې موږ د شعور یادو حالاتو ضایع کېدو ته کوما ویلای شو. کله چې د یو ناروغ د بیدارۍ، او عکس العمل یا غبرګون کم شوی وي دې حالت ته د شعور ضیاع وايي چې کومايي حالت بلل کیږي. (ARAS : Ascending reticula،activation،system)
د کوما او کومايي حالت ارزونه:
د GCS له مخې د کوما شدت یا سیوریټي ارزونه:
د GCS جدول کې موږ د سترګو تنبهاتو ارزونه کوو، د خبرو له لارې د ناروغ د کومايي حالت ارزونه کوو او دغه راز د عکس العملونو ارزونه یې د تنبهاتو شدت له لارې ارزوو.
د سترګو خلاصیدل او پټیدل، د کس خبرې یا د خبرو کولو توان، د کس غبرګون چې ترسره کوي یې او بدن یا غړو ته حرکت ورکوي. د GCS جدول ټولټال ۱۵ نمرې لري، چې د کومايي ناروغ ارزونه ددې جدول له لارې په لاندې ډول کیږي.
سترګو پورې یې ۴ نمرې اړوند دي:
۱ : که چیرې ناروغ سترګې خلاصې کړې وې یعنې spontaneous وي نو څلور نمرې ورکول کیږي.
۲ : که چیرې ناروغ سترګې پټې وې او د غږ په مقابل کې یې سترګې خلاصې کړې to call وي نو درې نمرې ورکول کیږي.
۳ : که چیر ناروغ د درد مقابل کې چې د بدن پرې یوې برخې یې واردیږي او سترګې خلاصوي to pain وي، نو دوه نمرې ورکول کیږي.
۴ : خو که چیرې د یادو پورته عملیو یا تنبهاتو سره سره ناروغ هیڅ سترګې خلاصې نه کړېno response وي، نو یوه نمره ورکول کیږي.
دویمه برخه ارزیابي د خبرو ارزونه ده چې best verbal response بلل کیږي چې دا ۵ نمرې لري :
۱ : که چیرې د ناروغ د خبرو کولو حالت ښه ؤ، خپل نوم یې واخېست، وخت او ځای یې وښودلای شو او له محیط خبر ؤ، نو well oriented دی چې پنځه نمرې ورکول کیږي.
۲ : که چیرې ناروغ ګنکس او کانفیوز confused وي نو ۴ نمرې ورکول کیږي.
۳ : که چیرې د پوښتنې پر مهال ناروغ نا اړوند او غیر ربطي کلمات له خولې راباسي او Inappropriate وي، نو درې نمرې ورکول کیږي.
۴ : که چیرې ناروغ د پوښتنې پر مهال نا اړوند او بې معنا غږونه له خولې راباسي نو (incomprehensive word ) حالت کې وي، نو یوازې ۲نمرې ورکول کیږي.
۵ : که چیرې ناروغ هیڅ غږ ونه کړ او د پوښتنې مقابل کې یې غبرګون ونه ښود no response وي نو یوازې یوه نمره ورکول کیږي.
درېیمه برخه ارزونه Best motor response ده چې ټولې شپږ نمرې لري:
۱ : که چیرې ناروغ ستاسو له لوري د واردې شوې تنبهې مقابل کې غبرګون وښود او یا دا چې عمل یې ترسره کړ، نو (obey commend) بلل کیږي او شپږ نمرې ورکول کیږي.
۲ : که چیرې ناروغ د درد ځای پر وړاندې غبرګون وښود او د واردې شوې تنبهې ځای یې راټول کړ او ځان یې وخوځاوه، نو (localized to pain) بلل کیږي او پنځه نمرې ورکول کیږي.
۳ : که چیرې ناروغ هغه غړی وښوراوه او یا یې ټول کړ، چې تاسو درد پرې وارد کړی دی لکه پښه یا لاس، نو (withdrawal) بلل کیږي، چې ۴ نمرې لري.
۴ : که چیرې ناروغ د وارد شوي درد مقابل کې ځان راټول کړ یعنې (abnormal flexion) حالت ته یې ځان تغیر کړ، علوي نهایات یې flaxition فلکسشن کړل او سفلي نهایات یې extension اکسټینشن کړل نو ۳ نمرې ورکول کيږي.
۵ : که چیرې ناروغ د تنبه یا وارد شوي درد مقابل کې غیر نارمل extinction اکسټینشن لري او یا غیر نارمل فلکسین لري، نو یوازې ۲ نمرې ورکول کیږي.
که چیرې ناروغ د تنبه مقابل کې هیڅ غبرګون ونه ښود no response ؤ، نو یوازې یوه نمره ورکول کیږي.
د کوما شدت په درې حالاتو ویشل کیږي:
د کوما حالتونه (mild) خفیف او (moderate) متوسط او (sever) شدید حالت وي.
خفیفه یا (mild) کوما موږ هغه وخت بللای شو، چې (GCS) یې (13 – 15) تر منځ وي.
منځنۍ یا (moderate) کوما موږ هغه وخت بللای شو، چې (GCS) یې (9 – 12) وي.
شدیده یا (sever) کوما موږ هغه وخت بللای شو، چې (GCS) یې ( 8) کم وي.
د کوما شدت تشخیصولو لپاره یو بله آسانه چاره (AVPU) ده چې :
(fully conscious Alert) یعنې دې حالت کې ناروغ کاملا بیدار وي.
( voice responsible – drowsiness ) کس د غږ په مقال کې غبرګون ښيي.
(pain full stemless ) دا هغه حالت دی چې ناروغ د پورته تنبهاتو مقابل کې غبرګون ونه ښيي او که چیرې یې د درد مقابل کې غبرګون وښود دې ته ( semi-conscious ) وايي.
که چیرې ناروغ ( un responsible) وي دې حالت ته د موږ conscious an وايوو، یعنې حالت یې ترینګلی یا وخیم دی.
د کوما اسباب:
کوما ډير لاملونه لري چې مهم یې دوه ډوله دي.
لومړۍ : هغه کوما چې د ناروغ (CSF) یا cerebral spinal fluid نارمل وي.
دویم هغه کوما چې د ناروغ (CSF) cerebral spinal fluid وروسته له ارزونې او معاینې غیر نارمل حال کې وي.
لومړی نارمل (CSF) cerebral spinal fluid :
هغه لاملونه، چې (CSF) پکې بدلون نه کوي:
۱ : تسممات (poisoning) چې د اوپویوييدونو څخه رامنځته شوي وي او یا هم د درملو له امله رامنځته شوي وي لکه باربیتوراتونه، انټي کولینرجیک او یا سیمپاټومیمټیک درملو له امله وي. او یا هم د زهرو یا ټوکسینونو له امله کوما رامنځته شوې وي.
۲ : بل لامل یې میتابولیکې بې نظمۍ دي (metabolic disorders) اسیدي میتابولیک (metabolic acidosis ). لکه دا چې د شکرې ناروغۍ کې میتابولیکي کوما رامنځته شي، هاپوګلاسیمیايي کوما، یوریمیا، هیپاټیک انسیپلافټي.
د کوما بل لامل postictal هم شونې ده؛ ځېنې وخت چې یو کس یوه حمله، کانورژن یا اختلاج تیروي، نو بدن کې ځینې سیکولونه ، فوکل نیورولوجیکل سیکنالونه پاتې کیږي، چې وروسته ترې کوما رامنځته کیږي او دې حالت کې هم cerebral spinal fluid نارمل وي.
دغه راز فیبریل انسپالوپټي هم کیدای شي کوما رامنځته کړي لکه له یو تبې وروسته چې ناروغ اختلاج ته ولاړ شي. سپټي سیمیا، سیربرل ملاریا، ډینګو تبه ، واټر اینټوټوکسیفیکیشن هم کوما رامنځته کولای شي.
دغه راز په ځینو ترومايي حالاتو کې هم کیدای شي (CSF) نارمل وي خو کوما رامنځته کیږي.
هغه کوما چې د ناروغ (CSF) cerebral spinal fluid وروسته له ارزونې او معاینې غیر نارمل حال کې وي او پر دې سربیره د ناروغ ICP هم بدلون کړی وي، چې دا کوما لابراتواري، تاریخچې او فیزیکي تشخیص څخه وروسته په آسانۍ څرګندیږي.
اخځونه :
۱ : داخله اعصاب ، د کابل طبي پوهنتون د رواني او اعصابو څانګې استادان، ۱۳۹۸ .
۲ : عصبي تاریخچه،فیزیکي انځوریزې او لابراتواري کتنې، پوهندوی جهان شا تڼنی، ۱۳۹۶ .
۳ : لکچرنوټونه، داکتر جاوید، داکتر افضلي.؛

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.