تریخ حقیقت

اجمل ستانکزی

270
فلاني هلک درلود، هغه د فلاني هلک دی، فلاني هلک باندې یې جنسي تیري وکړ، فلانی هلک ښایسته دی….
دغه مو د ټولنې عادي خبرې دي. ټولنیز اخلاق مو لدې معلومیږي چې په ماشوم جنسي تیری بیخي عادي خبره ګڼو.
دا کارونه په افغانستان کې دومره عام دي چې د کلیو که کوم ماشوم له جنسي تیري یا جنسي ځورونې جوړ پاتې شوی وي. بدبختانه دا سپک کار مو د کلتور برخه ګرځیدلې او چې څوک هلک لري هغه هم ځان غیرتي ګڼي.
پرمختللې نړۍ کې که څوک په ماشوم جنسي تیری وکړي هغه لسګونه کاله بندي کیږي. دا دومره سپک کار دی چې ان په بندیخانه کې نور بندیان ورته په ټیټه ګوري او ځینې وخت خو هلته هم په ماشوم جنسي تیری کوونکی په امن نه وي. وروسته له بنده به هم چې چیرته اوسیږي نو د هغه ځای پولیسو سره به ځان ثبتوي او همدارنګه د خپلې سیمې د سیکس افینډر یا د جنسي تیري کوونکو په لیست کې به هم ځان ثبتوي تر څو د سیمې خلک یې معلومات او انځور وکتلای شي.
څو کاله مخکې امریکا همجنسبازانو ته ازادي ورکړه. مجاهد ملت ها هو جوړه کړه او د خپلې بړستنې لاندې څخه یې په غرب ډیر انتقادونه ونیول.
خو تریخ حقیقت دا دی چې څومره همجنسبازي او بچه بازي په افغانستان او پاکستان کې شته د نړۍ په هیڅ هیواد کې به نه وي. د ملایانو د همجنسبازي په ضد شعارو باندې مه غلطیږئ. دوی نه په جوماتو او مدرسو کې ماشوم څه چې صوفي هم جوړ نه پاتې کیږي. ویډیوګانې خو به مو ډیرې لیدلې وي.
غربیان خو هوښیار وو چې همجنسبازانو ته یې ازادي ورکړه اوس یې ټول پیژني چې څوک همجنسباز دی او څوک نه دی. هم یې ماشوم خوندي شو او هم یې ټولنه کې د همجنسبازانو حقوق خوندي کړل. ستا خو له ملا نه تر عام شخصه پورې همجنسبازان او بچه بازان دي خو ټول پټ دي او لکه لیوان د موقعې انتظار کوي. که دغه خلک افغانستان کې هم لکه د غرب ښکاره وای نو خلکو به خپل ځان او خپل ماشومان ترینه په اسانه ساتلای شوای. اوس خو مجبور یې چې په هر چا شک وکړې او د کور ماشومان بالخصوص ښایسته هلکان په پيره وساتې تر څو د کوم غیرتي د هوس ښکار نشي.
دوه ډوله همجنسبازان شتون لري. یو شوقي همجنسبازان دي چې ښځه ورته نه پیدا کیږي او په نرانو، ماشومانو او حیواناتو خپل هوس سړوي. بل طبعي همجنسبازان دي چې بدن یې داسې جوړ شوی چې همجنسبازي ورته طبعي او سم کار ښکاري. لمړۍ ډله د ښځو د نه شتون په وجه دا کارونه کوي او دوهمه ډله د خپل طبعي جوړښت په وجه.
لکه څنګه چې اجړاګان له نامه لاندې نر او له نامه پورته ښځې پيدا شوي، دغسې ځینې خلک داسې پیدا شوي چې مغز یې د ښځې او وجود یې د نر وي او یا برعکس. که دغسې نرانو ته ښځې وشي یا دغسې ښځو ته میړونه وشي نو دوی داسې فکر کوي چې همجنسبازي کوي که څه هم زمونږ په نظر به سم کار وي. د دوی په خلقت کې د دوی ګناه نشته دوی همداسې جوړ شوي.
همجنسبازان په هره ټولنه کې شته. نه ترینه ټولنه پاکیدای شي او نه هم دوی ورکیدای شي ځکه د دوی شتون طبعي دی. بل همجنسبازي یوازې تر انسانانو محدوده نه ده بلکې په یو شمیر حیواناتو کې هم شته. خو بچه بازي طبعي کار نه دی او باید هر ډول مخالفت یې وشي.
په هغو ټولنو کې چې همجنسبازي بنده وي لکه زمونږ ټولنه، همجنسبازان پکې د ټولنې له شرمه پټ وي او تر اخره تریخ ژوند تیروي. دوی ته چې بیا چانس پيدا شي په جومات کې په صوفي هم اسره نه کوي. برعکس په هغو ټولنو کې چې ازاد دي د خپلې خوښې کس پيدا کوي او ټول ژوند له هماغه کس سره تیروي. نه هر ماشوم ته غل وي او نه هم هر چڼي او صوفي ته.
دا چې دوه ږیرور ټالیبان تر بړستنې لاندې څه کوي دا یې خپل کار دی. زما انتقاد په دوی ځکه دی چې دوی منافقت کوي او له نورو انسانانو شخصي ازادي اخلي خو خپله بیا په مدرسو کې کلونه یو په بل پراته وي.
بیا وایم. دوه لویان چې له یو بل سره څملي خپل کار یې دی خو که په کوم ماشوم جنسي تیری کوي بیا نو جرم کوي. په ماشومانو جنسي تیري کوونکي یا هم جنسي ځورونکي باید سخته سزا وویني او باید په ټولنه کې ښکاره او ورټل شي.
راځئ په ټولنه کې مو د بچه بازې د سپک کلتور په ضد مبارزه وکړو. هغوی چې ماشومان په جنسي توګه ځوروي ورټو او داسې یې سپک کړو چې بیا کوم کس ماشوم ته په سپکه سترګه ونه ګوري.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.